افغانستان پټ (پوټېنشل)  قدرت دی، نه ريښتنی (اکچول) -درېيمه برخه

په تېرو برخو کې مو په عمده او فرعي طبيعي عناصرو په عمومي ډول رڼا واچوله او په ځانګړي ډول مو په هغه طبيعي عناصرو خبرې وکړې چې افغانستان ورڅخه شتمن دی، خو د ناسمې ګټې اخېستنې او نه - رااېستنې له امله يې افغانستان په يو پټ يا پوټېنشل قدرت بدل شوی. مطلب دا چې که افغانستان په نړۍ د يوه رېښتني قدرت په توګه راڅرګندول غواړي نو بايد پټې زېرمې يې استخراج او د هېواد په دننه کې ورکارول شي.

اوس راځو دويم مهم عنصر ته چې يو هېواد د سيمې او نړۍ په کچه سيالۍ ته برابروي.
۲- علمي او د ټېکنالوژۍ عناصر:
علمي او د ټېکنالوژۍ اړوند  عناصر له يو اړخه په صنعت، کرنې او له بلې خوا په طبيعي سرچينو او خامو موادو تکيه کوي. که چېرې يو هېواد د ټېکنالوژۍ پرمټ پرمخ روان وي نو خپل ملي قدرت يې په رېښتني قدرت اړولی. د طبيعي سرچينو غني افغانستان به څنګه خپل پوټېنشلي - ملي  - قدرت په رېښتنی - ملي - قدرت بدل کړي؟

د پوښتنې د ځواب لپاره راځو علمي او ټېکنالوجېکل عناصر په فرعي برخو ویشو.
-  ترټولو لومړی عنصر چې کولی شي پوټېنشیل قدرت په اکچوول قدرت تبديل کړي، ټېکنالوجي ده. ټېکنالوجي کولای شي هغه خام مواد چې يو هېواد يې په ټېټه بيه پلوري او په ګرانه بيه يې رانيسي، مخنيوی يې وکړي. افغانستان د خامو موادو صادراتي او په صنعت کې وارداتي هېواد دی. د ټېکنالوجۍ نه شتون سبب شوی، تر څو افغانستان ډېر خام مواد لکه د ځنګلونو لرګي په ټيټ قيمت پاکستان  او نورو هېوادونو ته صادر او بيا يې د مېز، چوکۍ، دروازو او کړکيو په ډول په لوړ قيمت بېرته را ونېسي. سلګونه نوره بېلګې دي چې افغانستان يې په يو وارداتي هېواد بدل کړی دی. په داسې حال کې چې افغانستان د طبيعو سرچينو غني هېواد دی. د افغانستان ملي قدرت د نړۍ او سيمې په کچه تر هغه وخت سيال نشي بلل کيدای تر څو چې دغه هېواد په پوره اندازه د خدماتو او توليداتو وړتيا ونه لري. توليد يوازې او يوازې په ټېکنالوجۍ تکيه کوي. د ټېکنالوجۍ نشتون افغانستان د خامو موادو په يو ضعيف توليدکوونکي هېواد تبديل کړی دی او ملي قدرت يې د خامو موادو په ډول خام پاتې دی. هغه هېوادونه ځواکمن هېوادونو شمېرل کيږي چې مهم خام مواد ولري او هم د توليد لوړه کچه ولري.

- کرنه: د هېواد د ملي قدرت بل مهم عنصر دی. که په يو هېواد اوږده جګړه مسلطه شوي وي، نو هغه هېواد بریالی او قوي دی تر هغې چې وکولی شي خپل وګړي د اوږد مهال لپاره د کرنې پر مټ تعذيه کړي.

- پوځي قدرت: د يو هېواد د ملي قدرت اصلی رېښه او ستن پوځ  او وسله وال ځواکونه دي. وړاندې او وروسته نور ټول عناصر کولی شوو چې فرعي ونيسو، خو  پوځ د يو هېواد د ملي قدرت د ملا تير دی. وسله وال پوځ چې بايد د کمي او کيفي اړخونو غښتلی وي چې ور سره د يو هېواد پټ قدرت په څرګند قدرت بدليږي. 

د ټېکنالوژۍ رول د ژوند په هر ډګر کې په ځانګړي ډول په دې يوشتمه پیړۍ کې خورا ډېر د اهميت او بحث وړ دی. وړاندې مو د ټېکنالوژۍ رول په توليد او د خامو موادو د رالېږد پرځای د صنعت په توليد او صادراتو کې واضح کړ. د ټېګنالوژۍ په نه شتون کې د پوځ وجود داسې مانا لري لکه د ۱۶ او ۱۷ پیړۍ  وسله وال پوځونه. هلته د پوځ کميت ډېر د اهميت وړ وو. خو نن د کميت څخه ډېر مهم په پوځ کې ټېکنالوژۍ او کيفيت دی. 
 
پوځ د جګړې او سولې په دواړو وختونو کې مهم رول لوبوي. د قوي پوځ لروونکی هېواد کولی شی په اسانۍ سره د جګړې ليکې خپلې کړي او همدارنګه د قوي پوځ لرونکی هېواد په اسانۍ د سولې داسې تړونونو ته دننه کيږي چې تر ډېره يې خپلې ګټې  په کې نغښتې وي. د سولې د خبرو اترو پر وخت کې هم هغه هېواد چې غښتلي وسله وال پوځونه لري نو ډېپلوماسي او ډېپلوماټان يې د قوي اغيز لروونکي وي.

د وېکېپډيا د مالوماتو پر بنسټ  په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د وسله وال پوځ شمېر کابو دوه سوه زره وو. چې څه باندې ۲ مېليارده ډالر  کلنی لګښت پرې کېدلو. 
د www.globalfirepower.com وېب پاڼې د مالوماتو پر بنسټ ۲۰۱۴ز کال کې د افغانستان پوځي ځواک په لاندې ډول حساب شوی وو. 
۱- ځمکنی سېسټم:
۷۰۰ ټانکونه
۹۶۶۹ جنګي موټرې
۲۶۶ ټاوډ توپونه
۵۰ لينچ راکېټ سيسټم

۲- هوايي فوځ:
۱۸۵ جنګي الوتکې
۱۰ وزن لرونکي جنګي الوتکې
۱۵۳ ټرانسپورټي الوتکې
۳ تمرين ورکوونکې الوتکې
۱۲۹ چورلکې 

هغه مهال، د افغانستان د وسله وال پوځ  ډېر لګښت امريکا، د ناټو غړو هېوادونو، هندوستان، روسيې او نور ورکولو، نو پر دې بنسټ د افغانستان ملي قدرت د جګړې او سولې پر وخت کې د يادو هېوادونو تر اغيز لاندې وو. د مرسته کوونکو هېوادونو مرستې رېښتني او د زړه له کومې نه وې؛ په داسې حال کې چې د نړۍ پرمحتللي هېوادونو د افغانستان د وسله وال پوځ مرسته او ملاتړ کولو، خو د هغه مهال افغان وسله وال ځواکونه د وخت له عصري او کارونکي ټېکنالوجۍ، پوځي لوړ تمرين او له پوره سپکو او درندو وسلو څخه برخمن نه وو او د پوځ دننه پراخه فساد شتون درلود.