تر ډېره به مو د سړې جګړې کلمه اورېدلي وي. د بېلګې په ډول د لویدیځ بلاک (امريکا او د هغې متحدينو) او ختيځ بلاک (شوري اتحاد او د هغې پيرو دولتونو) ترمنځ. له ۱۹۴۷ څخه بيا تر ۱۹۹۱ کال پورې، سړه جګړه روانه وه او ادبیات يې ډېر کارېدل. د سړې سولې کلمه ښايي تر ډېره نه وې اورېدل شوي او يا ښايي مهفوم يې پوره درک نه نشو کړای؛ دلته دا ولولئ چئ سړه سوله څه او څنګه وي؟
سړه سوله څه ته وايي؟
د ملتونو ترمنځ بې ثابته سوله، چې تر ډېره بيا ځلې جګړې ته لار ورکوي، سړه سوله بلل کيږي او يا دا چې سړه سوله د دوو او يا ډېرو هېوادونو ترمنځ نسبي سولې ته وايي، چې د سولې تړون او معاهدو پر بنسټ منځ ته راځي او د رواني جګړې حالت پای ته رسوي، خو د سولې تړونونو په پای ته رسېدو او ماتېدو سره دغه سوله هم له منځه ځي.
سړه سوله د سړې جګړې مقابل حالت دی. په سړه جګړه ستر او زبرځواک هېوادونه د جګړې مخامخ او تن په تن ډګره وځي، خو خپل پيرو هېوادونه جګړې ته هڅوي او ملاتړ يې کوي. په سړه سوله کې بيا د بې باورۍ فضاء شتون لري او د هېوادونو کورنۍ پالېسۍ له دښمنۍ ډکې او مخالفت لروونکې وي.
د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سړې سولې ځينې بېلګې:
۱- د مصر او اسرائيلو ترمنځ: په ۱۹۷۹ زيږديز کال کې د امريکا متحدو ايالاتو په منځګړيتوب د اسرايئلو او مصر ترمنځ د سولې معاهده لاسليک شوه چې، د اوربند او دوه اړخيز رسميت پېژندنې اساسي مادې پکې شاملې وي.
۲- د انډیا او پاکستان ترمنځ د شېملا تړون (Shimla Treaty):
دغه تړون په ۱۹۷۲ کال کې د انډیا په شېملا ښار کې د انډيا د لومړي وزير اندرا ګاندي او د پاکستان د وخت ولسمشر ذوالفقار علي بټو ترمنځ لاسلیک شو. د ياد تړون پر بنسټ پاکستان بنګلادېش د یوي خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپيژند. په تړون کې ټېنګار شوی وو چې، د د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندارۍ بايد په سوله ييز ډول د خبرو اترو لارې حل شي.
۳- د روسې او امريکا ترمنځ:
د سړې جګړې له ختم وروسته د امريکا او روسيې ترمنځ موجوده حالت د سړې سولې وو. د یادو هېوادونو ترمنځ نسبي سولې شتون درلود خو د روسيې او امريکا داخلي او بهرنۍ پالېسۍ د یو او بل په مقابل کې وي.
په لنډ ډول ويلی شو چې، سړه سوله کې ملتونه او حکومتونه، د سولې د معاهدو او تړونونو پر اساس په اړ ډول سوله کې سره اوسې، که چېرې تر سره شوي معاهدې او د سولې تړونونه مات شي نو ملتونه د جکړې ډګر ته ځي.
وروستي