؟شخصیت څه ته وايي؟

شخصیت د یو انسان له تفکر، احساس او کړنو ټولګه ده، چې دا ځانګړنې یو انسان له بل څخه بېلوي او شخصیت ورکوي .کله چې وایوو ، پلانکی سړی ښه شخصیت لري ، یا ښه شخصیت دی ، زموږ منظور او موخه ترې داده ، چې هغه ډېرمینه ناک ، جذاب او خوش اخلاقه دی  او د هغه په څنګ کې ځان خوشاله احساسوو .هرڅوک غواړي، چې د نورو لپاره جذاب او د مینې وړ واوسي، خو د دې لپاره یو لړ شرایطو او قوانینوته اړتیا ده، چې باید پر ځان یې ومنو او په دقت سره يې پلي کړو. 

هو، موږ کولی شو، چې خپل شخصیت له شته حالته، تغییرکړو، په خپلو کړنو او عاداتوکې  مثبت بدلون راوستل، دشخصیت بدلول دي .باید پدې هم پوه شو، چې دهر ملت او ټولنې لپاره شخصیتونه جدا پېژند او تعریف لري؛ د هرې ټولنې شخصیت، د هماغې ټولنې د دودونو، مذهب ، کولتور او فرهنګ په رڼا کې ټاکل کیږي او نشو کولای، چې د نړۍ ټول شخصیتونه  دې په کړنو او خواصو کې سره ورته وي .یوازې دومره ویلای شو، چې د هرې ټولنې او ملت شخصیت د خپلې ټولنې د عنعناتو، فرهنګ، مذهب او کولتور په رڼاکې دیو ځانګړي عملکرد او ځانګړتیاوو لرونکی دی.

شخصیت د پېژند (تعریف) په اړه وایو، چې هرهغه څوک چې د خپلې ټولنې قوانینو، عنعناتو او فرهنګ ته بشپړه  ژمنتیا ولري  او د غوره انساني خصوصیاتو لرونکی وي، شخصیت دی.

احساس  او  ادراک څه شي دي؟
حس د شیانو او  پدیدو  هغه مستقیم انعکاس ته ویل کېږي، چې په یوه حاضره شېبه کې د یوه ژوندي موجود په یوه حسي غړي کې کې ځان څرګندوي  او  احساس د حسي دستګاؤ هغه غبرګون ته وايي، چې د انسان ذهني اړیکې د طبعيت او  یا بهرني چاپېریال سره نښلوي. احساس د وجود يو فوري او عاجل ځواب يا عکس العمل دی، چې د يوې حادثې او  يا واقعې په وړاندې منځته راځي.  احساس یوه روحي اخیستنه ده، چې د انسان د حواسو په ذریعه د کوم شي د لومړني انعکاس څخه منځته راځي  یا په بل عبارت، احساس له شیانو او مسایلو سره د انسان د حواسو د مناسباتو سلسله ده.

احساس د يوې روحي اخیستنې تر څنګ يوه  بيولوژيکي عمليه هم ده. دا په دې معنا چې کله په مغز کې د «اندورفين» هورمون ازاداېږي ، نو انسان ته د خوشحالۍ احساس ور په برخه کېږي. همداسې د «ادرېنالين»، «نورادرېنالين»، «کورتيزون»  او  «پرولاکتين» هورمونونه چې درد کموي هم ازادېږي او  د انسان وجود د استراحت حالت ته راولي. خوکله چې د مغز حجرات ونشي کولی زیګنالونه ترانسپورټ کړي ، بيا د غم او عصبانيت احساسات پيدا کېږي.

احساس په مجموعي توګه د حسي او  ګیرنده غړو په وسیله د محیطي تحرکاتو اخذ دی،  خو  ادراک بیا د احساس تعبیر او تفسیر ته ویل کېږي، یا په بله بڼه: له حسي اطلاعاتو سره د تفکر یوځای کېدل ادراک منځته راوړوي.

مسلمان فیلسوف«ابونصر فارابي» څوسوه کاله وړاندې دغې موضوع ته اشاره کړې او  وايي: «د انسان هره پوهه او  آګاهي په لومړي سرکې حسي وي او  له هغو وروسته انسان عقلي پوهه ترلاسه کوي، د ساري په ډول  د چاپېریال او  بهرنۍ نړۍ څخه د یوه ماشوم پوهه او  آګاهي یوازې د هغه د ظاهري حواسو په واسطه حاصلېږي او  د جزئي امورو درک پیداکوي، خو وروسته په کراره کراره د حسي تجربو په حاصلولو سره د کُلي مفاهیمو درک ورته پیدا کېږي.

»المانی فیلسوف «امانویل کانټ» له درک کولو څخه پرته یوازې د حواسو په واسطه د شیانو محسوسول یوه نیمګړې او  نابشپړه پروسه بولي، هغه  د ادراک په اړه  وايي:«زموږ ادراک زموږ د عقل او  حس د شرایطو  پراساس دي؛ موږ ته هغه شی حقیقت برېښي، چې درک کوو یې».  کانټ  د خپلو څېړنو په لړ کې څرګندوي: «موږ  باید د فهم او  درک پرځواک زور راوړو او  حواسو ته لږ اهمیت ورکړو؛ حواس موږ ته ظاهري نړۍ راښیي، خو د درک ځواک مو هغه حقیقت ته بیايي، چې د ظواهرو  په ماورا کې پټ دی» کانټ د درک اهمیت په یوه مثال کې وړاندې کوي او  لیکي:«یو ناپوه انسان هم نړۍ داسې ګوري، لکه نابغه لیکوال او  متفکر «شکسپیر» چې ورته کتل، خو د دوی ترمنځ توپیر دا دی، چې شکسپیر کولی شوای، چې خپلو لیدنو ته سر او  سامان وروبښي او  هغه په معنا لرونکې او  ښایسته بڼه انځور کړي.»

که په ساده بڼه ووایو،  ادراک معمولاً له پاملرنې او  توجه څخه وروسته صورت نیسي، چې د هغو په بشپړونه کې د انسان نورې مخکینۍ تجربې هم ونډه لري. د ساري په ډول ښايي د یوې الوتکې غږ  زموږ  پاملرنه ځانته ورواړوي او  موږ پوه شو، چې څرنګه الوتکه ده. ممکن الوتکه په هوا کې ونه وینو، مګر  د هغو د تېرېدو درک د هغو له غږ څخه کولی شو.

موږ هغه مهال له ذهني ستونزو سره مخ کېږو، چې کومه احساسي  او  ادراکي تېروتنه وکړو. ادراکي تېروتنه د درک د قوې او  اشیاؤ د فزیکي اندازې ترمنځ له انحراف او ناسالمې اخیستنې څخه راولاړېږي. هغه مهال چې موږ  د ژوند د کوم واقعیت، کومې پېښې او کوم فزیکي شي احساس کوو، نو هغه معنا چې موږ ته ورڅخه پیدا کېږي، لومړی په دې پورې تړلې، چې په څه ډول حس او لیدلوري مو ذهن ته راکش کړېده؟ څه ډول مو درک کړې؟ او په خپل ذهني تحلیل کې مو له هغو موضوع څخه ځانته څه شی جوړ کړي دي؟ موږ  په ورځني ژوند کې وایو، د خوښۍ احساس، د درد احساس، د وېرې احساس، د خفګان احساس، د مسئولیت احساس، ددغه شان ټولو ذهني غبرګونونو او برداشتونو مجموعې ته د انسان احساسات ویل کېږي.
 
انسان د شیانو او حقایقو د پېژندلو لپاره له  احساس، ادراک، انګېزو، انګېرنو او نورو فطري وسایلو څخه کار اخلي او د همدغو وسایلو په مرسته د واقعیتونو او  د هغو د ټولو صفاتو  له ذهني غبرګون څخه اخیستنې کوي. زموږ هرډول ذهني کیفیت، زموږ  له ادراکو او  احساساتو څخه سرچینه اخلي. که چېرې موږ د خپل بدن له روغتیا سره د خپلو حسي غړو ساتنې، حفظ الصحې او سالمې کارونې ته جدي پاملرنه وکړو او د ژوندانه له ټولو مسایلو څخه سالم او مثبت درک ولرو، نو تل به په خپل ذهن کې مثبت غبرګونونه، مثبت خاطرات  او  مثبتې تجربې ولرو.

دغه مثبت توکي، مثبت احساسات منځته راوړي او  د انسان نظر تل د ژوند مثبتو خواو ته اړوي. د مثبتو اړخونو درک، په موږ کې مثبت ذهنیتونه راټوکوي او کله چې زموږ ټول اروايي جریانات پرمثبت محورۍ وڅرخي، نو په واقعیت کې به موږ خپله خوشالي او  آرامي ترلاسه کړې وي.

«خپل ټول پام د ژوند مثبتو او خوشالوونکو خواو ته واړوئ، هغه احساس کړئ، هغه درک کړئ، هغو ته په خپل ذهن کې ځای ورکړئ او هېڅکله په خپلو جنجالونو، محرومیتونو، ناوړه نقشو او ناسمو باورونو باندې تمرکز  مه کوئ او  مه  يې پر ذهن باندې واکمنوئ!»