په رسنیو کې د ملي کلتور ساتل - دويمه برخه

د افغان ملت سپېڅلی اريايي کلتور، چې له زرګونو کلونو يې راهيسې په خپله خاوره کې د خپلو سرونو په قيمت ساتلی، پاللی او غوړولی دی، چې ساری يې په ډېرو اسيايي او اروپايي هېوادونو کې نه ليدل کيږي، نو له همدې کبله زموږ ملي، سیاسي، مذهبي او فرهنګي دښمنان له هرې زاويې غواړي چې موږ ذلیل کړي ټول خدايي او تاریخي شته افتخارات مو له خاورو سره خاورې او خپل شوم پلانونه پر موږ ومني او غواړي چې په فرهنګي هر اړخيز لحاظ مو استثمار کړي.

 نو که وپوښتو چې:
ولې بهرنيان زموږ د کلتور د تخريب په خاطر شپه او ورځ لګيا دي؟ 

 څرنګه چې ځوان قشر د هرې ټولنې د ملا تیر ګڼل کیږي، ځکه د ټولنې ټولې چارې د دوی په اوږو ځای ته رسیږي، بل دا چې دوی د راتلونکي پلرونه، مشران، او لارښوونکي دي، نو زموږ اذلي، فکري او عقیدوي دښمنان زموږ د ځوان کهول د تابع کولو، له خپلو ملي افتخاراتو لرې ساتلو او بلاخره د ځوانانو د فکري ارزښتونو د لاس ته راوړلو او په خپله ګټه څرخولو لپاره غواړي چې د دوی هرڅه پرغیر شعورانه او غير عاقلانه ډول وپېژني او غاړه ورته کېږدي. 

نو د اذهانو د تسخیر او تابع کېدو لپاره رسنۍ بهترینه ارزانه، اسانه، او مؤثره وسيله ده چې دوی خپلې ناولې، ناروا، فاحشې او غیر اخلاقي خپرونې، سریالونه، ډرامې او ..... زموږ په ژبه او خاوره کې زموږ د معصومو اولادونو د لاس ته راوړلو لپاره په کار او لار واچوي، تر څو زموږ ځوان نسل تر خپل اغېز لاندې راولي او بالاخره يې پر موږ د افغان په جامه  او تابعیت کې د یو مشر په حیث مقرر او دوی ته خدمت وکړي. 

دوی په مختلفو نومونو او سکالرشيپونو کې د بېرته پاتې هېوادونو اتباع تربیه کوي، روزي يې او او بالاخره يې د خپلو موخو لپاره په کار اچوي لکه د ترکيې، افغانستان، لیبیا، سوريې او نورو عربي هېوادونو لپاره پوهه او با استعداده ځوانان روزي او بیا يې د خپلو موخو لپاره کاروي، وګورئ د پاکستان په شان یو بېرته پاتې، بې ملیته، بې هويته او بې تاریخه هېواد زموږ څومره افغانان د ګران هېواد د ملي، سیاسي، تاریخي او عقیدوي ګټو په خاطر استعمال کړل، ويې وژل، چور او چپاو يې کړل، چې تر ننه په دې اور کې سوزیږو او د دوی د غلامۍ له پړي ځان نه شو خلاصولی؛ خو د یو لنډ وخت لپاره د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د پاکستان له هر ډول سياسي، اقتصادي او فرهنګي احتياجي څخه د خلاصېدو په حال کې و...؟!

افغانان په اسيا کې يو منلی، ثابت او با هويته ملت دی، چې بېلا بېل مذهبي، کلتوري، سياسي، اقتصادي، ادبي، تاريخي، نظامي... ارزښتونه لري، چې د دغو ارزښتونو په ساتلو او پاللو سره رسنۍ یوه لوړ مقام ته رسيږي، نو له همدې کبله په رسنيو کې د ملي، کلتوري، سياسي، ادبي، اقتصادي... 

ارزښتونو ساتنه او پالنه د رسنيو مسلکي او اساسي مسولیتونه دي، چې باید زموږ دولتي او غیر دولتي کارکوونکي او مشرتابه يې حق ادا کړي او ويې ساتي، نو بيا به مو خپلې ټولې ملي کټې پاللې او ساتلې وي.

څرنګه چې د هر حکومت او دولت لوړ پوړي چارواکي د ملت له غېږې څخه دي، د دوی هر څه بايد د ملت د ګټو د ساتلو او پاللو لپاره وي، که خپلې ملي ټولنيزې او سياسي ګټې ونه پالي، نو د ملت په غېږ کې د بل چا لپاره مصروف او بوخت دي، نو په همدې اساس د يو هېواد ټول ژمن، متعهد او وطنپال ملت مجبور دی، چې د ټولنې د ټولو ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره کار وکړي.

که دا کار ونه کړي له ملت، ټولنيزو دودونو، خاورې، کلتور او وطن سره ښکاره خيانت دی، بايد مجازات شي، هغه ځکه چې دی د دې خاورې په غېږ کې لوی شوی، د کلتور په زانګو کې زنګېدلی، د ټولنې په پلو کې رغړېدلی، په کلي او بانډو کې ځغلېدلی دی، نو د دې ټولو پر ده سالم حق دی او د دې کلتوري مسايلو پالنه، غوړېدنه او لوړتيا يې اصلي او اساسي مسؤليتونه دي.

 زمونږ دين، مذهب، عقيده، ملي کلتور، ملي وحدت، ملي امنیت، ملي هویت، ملي ژبې، ملي ټرمينالوژي، ملي سیاست، ملي پوهه او ټول هغه ملي ارزښتونه چې په افغان اصیل کلتور پورې تړاو لري باید هر افغان يې په ساتنه، پالنه، پياوړتیا او پرمختګ کې هلې ځلې وکړي، په رسنیو کې په دې تړاو داسې پروګرامونه خپاره کړو، چې د خپلو ټولو ملي نوامسو سرې کرښې د دښمنانو له هر ډول خطر څخه وژغورو، دلته پاچا، وزیر، معین، آمر، مدیر، مامور، استاد، ملازم، امام او بلاخره هر عادي او غیر عادي افغان د خپلو ملي ګټو لپاره له خپلو ټولو ملي نوامسو په کلکه دفاع او ساتنه وکړي، ځکه زموږ د خاورې د دفاع  او ساتنې په خاطر زموږ غریب او مظلوم ملت څومره قرباني ور کوي، د هغوی د قرباني له برکته موږ په ارام پر دفترونو، موټرونو، کورونو ... کې ناست یو، دغه د کار زمینه د دوی د سرښندنو او قربانیو له برکته دی، نو ځکه زموږ چارواکي چې په ملي ادارو کی مسؤلیتونه لري، دوی د ملي مسؤلیت له کبله مکلف دي، چې د ملي ګټو او ملي نوامسو ساتنه وکړي، ويې پالي او د لا غښتلتیا په خاطر يې شپه او ورځ کار وکړي.

 دا چې د ټولنې د غوږونو د خلاصولو او هر یوه ته د رسولو لپاره رسنۍ مهمې دي، نو له همدې کبله د نورو وګړ په نسبت د رسنیو د مسؤلینو، کار کوونکو او مشرتابه مسؤلیت دروند دی، چې په دې لاره کې عالي او مناسبه همکاري وکړي، د دوی ټولې خپرونې تفریحي، خبري، ساعتیري، طنزي ... باید د افغان مظلوم ملت د هر اړخیز اړخ د غښتلتیا، پياوړتیا، پالنې او ساتنې لپاره کار وکړي،  څو يې ملي ګټې له دښمن څخه ژغورلې وي، ولې متآسفانه زموږ په ځینو رسنیو  کې د بهرنيو سريالونو او فلمونو خپرول مستقيماً زموږ د افغاني او ملي کلتور پولې نړولې او پر ځای يې د بهرني کلتور رواجولو او خپرولو ته  زور ورکړی و.
زموږ ملي کلتور يې په هندي، ترکي، ايراني او غربي کلتورونو بدل کړی و، چې ښه مثالونه يې په ښار کې مختلف بهرني فېشنونه، بهرني اکټونه، هندي ساړي لباسونه پېرل او پېرودل، چې زموږ د ټولنې ملي کلتور او ملي افتخارات ورسره له منځه ځي.