بلند کاش

د سیداباد ولسوالۍ اړوند د  ګربت د غره د ختیځې لمنې په پرتو حصارنو کې ګڼ شمېر کلي ودان شوي دي خو نوموړي کلي ته ډنډوکي، باغک او چینه ګۍ کلي نژدې  دي، هغه څه چې موږ یوڅېړو بلند کاش د درې په بڼه منځ ته راغلې سیمې نوم دی چې له دوه کلیمو بلند او کاش څخه جوړ دی چې موږ دواړې په لاندې شرحه څېړلې دي.

لومړۍ کلمه، بلند د اېلبند په بڼه: شاید ګڼ شمېر خلک پردې د هلمند ولایت نوم شک وکړي خو خبره دا نه ده چې اېلبند یا وړنګوری هغه سیمې دي چې خلک د اوړي د تودخې څخه د خان ساتلو لپاره هلته ورځي خو دا کلیمه زموږ د هېواد کوچیان زیاته دا کلیمه کاروي. 

دویمه کلیمه، د کڅ، کاش، ګاش او کش په تعبیرونو ښکاري چې هر یو یې په لاندې بڼه څېړو.  

کاش د کاڅ او کڅ په بڼه: خو رشاد صاحب بیا بلند کڅ یا بلند کاڅ بللی دی خودا نظر هم تر ډېره ځای کره دی ځګه چې کڅ په دوه ماناوو راغلی دی.

لومړی – کڅ، د تنګي مانا لري خو د ځمکې بڼه نسبي تنګي ته ورته بڼه لري خو د رشاد صاحب خبره دلته پر ځای ده.

دویم – کڅ، د دوه سیندونو ترمنځ  ودانۍ یا کلي ته ویل کیږي کوم چې دلته هېڅ سیندونه نشته چې تر منځ یې کلی شتون ولري.

کاش د ګاش په بڼه: کاش د ګاش په بڼه هم له امکانه لېرې نه دی کوم چې د پنډ غالي مانا لري نو په دې بڼه دا به مخکې تر دې چې کلی په کې اباد شي یو پنډ غالی و چې وروسته به کلي هم هماغه نوم خپل کړی وي.

کاش د کش په بڼه: د کش په بڼه هم تر ډېره ځایه سمه ده ځګه چې سیمه غرنی جوړښت لري او له دې ځایه لږ لېرې د کوشمون په نوم کلی شته کوم چې د غره د لمنې په نوم ښکاري  نو د دې  مانا به هم غرنی میشت ځای وي.
 
کاش د کاش په بڼه : د سیمې دې لهجې له مخې د غره اوبلنې برخې ته پرته له سیند څخه معمولا چینې چې شاوخوا یي چمن شتون ولري ویل کیږي.

د پورته شرحې څخه دا پایله راوځي دا سیمه مخکې تر دې چې هلته کلی رامنځ ته شي، پنډ غالي لرونکې  زرغونه ساحه وه، د خپلو طبعي مناظرو له امله مشهوره شوې ده، خورا یخې اوبه او اوړي موسم ورته زړه راښکون ښکلا وربښي او همدې ټکو به د خلکو لېوالتیا ور زیاته کړې وي چې د اوړي په موسم کې خلک په ځانګړي ډول څاروي لرونکي زیات ورشي.