تلين او د سياسي سبق يوه پاڼه؛ د ارواښاد مصداق په ياد کې

ما له ارواښاد ډاکټر نبي مصداق سره څه له پاسه اووه کاله په یوه دفتر کې دنده ترسره کړې، ډېر څه مې ترې زده کړي دي چې د وخت څو مهمې خاطرې یې غواړم له لوستونکو سره شریکې کړم. 

یوه ورځ چې د افغان ډبېټ په نوم د یو وییپاڼې د ثبت په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته تللی وم، ډاکټر صیب طارق رشاد ولیدم، راپسې غږ یې کړ. له ستړي مه شئ وروسته یې ویل چې خبر شوی یم، ډاکټر صیب نبي مصداق په پاکستان کې د سفیر په توګه ګمارل شوی؟ زه چې په دې اړه د جمهور رئیس غني له حکم څخه خبر نه وم، لومړی حیران شوم؛ خو د دې لپاره چې ناخبري مې څرګنده نه شي، ډاکټر صیب رشاد ته وویل: هو ډاکټر صیب! څه وخت مخکې ډاکټر صیب غني مصداق صیب ته د یو شمېر وزارتونو او سفارتونو ویلي وو چې که هر یو انتخاب کړي، ولسمشر به یې حتمن د ګمارنې حکم ورکړي. سره له دې چې ښاغلی مصداق د وزارتونو او یا سفارتونو په موخه  له ولسمشر سره د لېدنې هیڅ کوم وړاندیز نه وو کړی؛ بلکې د غږ رسونې په موخه یې بار بار د لیدو غوښتنه کړې وه چې ولسمشر هم منله. 

هغه وخت چې ډاکټر صیب نوی د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار شو، ما ته یې زنګ وکړ چې په ارګ کې به یو ځای یو. زه چې له ټاکنو وروسته مې څو میاشتې بې کاري تېره کړې وه، لېوال وم چې د مصداق صیب غوندې عالم سړي سره په کاري چاپیریال کې یو ځای شم او خپله تجربه او زده کړه مې غني کړم. ما د مصداق صیب لپاره د ارګ په محوطه کې چې د ډاکټر صیب غني ته نږدې و، یو دفتر خوښ کړ؛ خو مصداق صیب ټینکار کاوه چې باید د ارګ له محوطې څخه لرې وي؛ څو وکولای شو د خلکو غږ ژر واورو او په اسانۍ ورته رسېدنه وکړو. هماغه و چې د بهرنیو چارو د وزارت مخامخ مو په یوه پینځه پوړیزه ودانۍ کې یو دفتر خوښ کړ، چې د پخواني ولسمشر کرزي د مشاورینو ډیری دفترونه پکې ول، داسې سلاکاران چې په کلونو یې له ولسمشر سره نه و لیدلي. د هغوی ستونزې او دوسیې به هره ورځ مصداق صیب لوستلې، که به معقولې وې، لکه کوم ځنډ او خنډ پرته یې د ولسمشر غني دفتر ته رسولې چې دا لړۍ له تقریباً دوه کالو وروسته په ټپه ودرېده چې لامل یې په ارګ کې د یو شمېر واک طلبه تنګ نظرو موجودیت و.

کله چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه را ووتلم، په وارخطایۍ مې مصداق صاحب ته زنګ وکړ او موضوع مې ور سره شریکه کړه، له وړې خندا وروسته یې وویل: راشه چې دفتر کې درته ټوله کیسه وکړم. ویل یې چې دا درې څلور ورځې چې اکلیل حکیمي راته زنګ کوي، د ولسمشر پیغام را اوروي چې ورته ویل شوي ول؛ څو ما دې ته راضي کړي چې له مشاوریت ور هاخوا کوم بل ماموریت چې زما لپاره په زړه پورې وي، وکړم؛ خو ما ویل چې زه به خپله له ولسمشر سره هم په دې اړه خبرې وکړم. اکلیل حکیمي هغه وخت د مالیې وزیر و. هماغه و چې د لوړو زده کړو وزارت، د پوهنې وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت د ولسمشر غني له لوري مصداق صاحب ته پېشنهاد شوي ول. مصداق صیب بیا د انګلیسي ژبو سفارتونو خوا تماییل ښوده. هماغه و چې له ډاکټر صیب حضرت عمر زاخیلوال څخه وروسته په پاکستان کې د ولسمشر غني د لومړنۍ دورې دویم سفیر ډاکټر صیب مصداق انتخاب او حکم یې لاسلیک شوی و. ډاکټر صیب عمر زاخیلوال په پاکستان کې د افغان سفیر په توګه خپل دوه کلن ماموریت پای ته رساوه او غوښتنه یې کړې وه چې ولسمشر غني دې د نوموړي پر ځای بل مناسب څوک د سفیر په حیث پاکستان ته ولېږي. د حکم له لاسلیکېدو څو ورځې وروسته ولسمشر غني د مصداق صیب او د اکرم خپلواک په ګډون د یو لوړرتبه پلاوي په بڼه خوست ولایت ته سفر درلود. د سفر په لړ کې د ولسمشر غني سیاسي سلاکار او د سولې شورا د دارالانشاء د مشر له لوري په دې اړه له مصداق صاحب سره نږدې خبرې شوې وې. مصداق صاحب ته ډاډ ورکړل شوی و چې که غواړي، په پاکستان هېواد کې به یې د سفیر په حیث په دنده وګماري؛ خو دا چې ښاغلي مصداق د بل په لاس له فرمایشي ګمارنو څخه کرکه کوله، هغه ته یې د نه ځواب ووایه؛ له بل لوري ډاکټر صیب مصداق پوهېده چې حکم یې لاسلیک شوی او څو ورځې وروسته به که خدای کول، د سفیر په توګه اسلام اباد ته ځي. خو د ولسمشر د سیاسي سلاکار په هڅو یاد مکتوب غیب او آن د مصداق صاحب تګ راتګ هم ارګ ته د ځینو مصنوعي منابعو له امله محدود شو. همدا راز د تشریفاتو ریاست هم چې په یاده مسله کې به یې یو شمېر کارمندانو ماته زنګونه کول، په مهمو ناستو کې د ولسمشر له تاکید سره سره د مصداق صیب په موجودیت کې کموالی راغی. 
 
په هر ترتیب، د ولسمشر غني د واک په دویمه دوره کې ډاکټر صیب مصداق راته زنګ وکړ چې د ارګ یو مهم چارواکي ورته زنګ وهلی چې ولسمشر د پوهنې د وزیر په توګه د ډاکټر صیب مصداق د ګمارنې حکم لاسلیک کړی او د پارلماني چارو وزارت ته یې د باور رایو د اخیستلو په موخه ور پيژني. دلته بارکي دا وه چې د حکم د لاسلیکېدو په ورځ د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي جوړجاړي په موخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د سیاسي او جهادي ډلو د مشرانو په نوم څو تنو په ګډون پلاوي پرېکړه کړې وه چې ولسمشر غني به د دوی تر منځ د جوړ جاړي تر کېدو پورې ټولې لویې ګمارنې ځنډوي، له دې امله د مصداق صیب د ګمارنې حکم وځنډېده چې د ډاکټر صیب فضلي تر دفتر پورې رسېدلی هم و او ممکن هره ورځ یې اړاوه ر اړاوه. لنډه دا چې یاد حکم هم لکه د پخوا په څېر (قسمتی که ګاو خورده باشد) د حکم په مکتوب حاکم او ډېرو مسلو کې تورن چارواکي له مصداق صیب څخه د لکاوو ډالرو غوښتنه وکړه؛ خو مصداق صیب لومړی ښه وخندل او بیا یې ماته وویل چې ټول ستا له لاسه. 

زما له لاسه دا چې د ولسمشر غني د لومړۍ دورې په لومړنیو میاشتو کې چې به روغتونو او یو نیم ادارو ته په ناڅاپي ډول تلو، هېوادوالو ورسره ډېره مینه پیدا کړې وه؛ خو کله چې له دې خوشباورۍ څو ورځې تېرې وشې، امنیتي او نورې بندوبارۍ یو څه زیاتې شوې، مصداق صیب هوډ وکړ چې په دې نظام کې به کار نه کوي او بېرته به امریکې ته ځي؛ خو زه وم چې مصداق صاحب مې په دې پلمه چې د ده ځای کوم مفسد څوک ونه نیسي، هغه و هڅاوه چې له سفر بېرته له امریکې څخه خپلې دندې ته راوګرځي. 

سیاسي بدلونونو پرېنښودم چې د مصداق صاحب څو اثار چې چاپ ته چمتو و او یو شمېر نور یې چې د هغه له کورنۍ سره مې ژمنه کړې وه چې زه به یې راټولوم او د کتابونو په بڼه به یې چاپوم، راڅخه پاتې شول، زه یې له پتمنې کورنۍ او ملګرو څخه بښنه غواړم.

د مصداق صاحب دې اروا ښاده وي، پاک، عالم، مبارز، زړه سواند، صادق او ملنګ سړی و. خدای ج دې یې هغه دنیا ګل او ګلزار لري.