دیني یا اخلاقي ارزښتونه د ټولنې د شرافت، انصاف او د اجتماعي بري ضامن دي، له ارزښتونو څخه مراد هغه کړنې یا اعمال دي کومو ته چې په ټولنه کې د دین، قانون، اداب، عاطفه او هغه چې په اجتماعي چاپیریال کې ورته په غوره نظر سره کتل کېږي، يا پر بل عبارت: ارزښتونه هغه ټول حسنه اعمال او افعال چې احترام او درناوی یې کېږي، خلک ورته د قدر او احترام په سترګو ګوري او په ورځني ژوند کې یې کول غوره بلل کېږي. دیني ارزښتونه لکه: عبادات، لمونځ، روژه، زکات، حج، تلاوت، الهي ذکر او نور…(۸:۱۵)
رسنۍ نن سبا د هرې ټولنې یا هېواد د دیني او اخلاقي ارزښتونو د دفاع کامیابه وسله او د دعوت مؤثره ذریعه ګرځیدلې، چې د باثباته او برېمنې ټولنې په رامنځته کولو کې یې منلی شوی رول او ځواکمن کردار خورا روڼ او جوت دی.د نړۍ په کومو هېوادونو کې چې د اخلاقي ارزښتونو قدر و قیمت ته په سپکه کتل شوي، هلته ولسونه د نه پای لرونکو بدمرغیو او بد اخلاقیو داسې ډنډونو ته پرېوتي چې د هغو نه د وتلو لپاره لار او ګودر نه لري.
زموږ ګران هېواد (افغانستان) ته هم د امریکا تر راتګ وروسته د بیان آزادۍ په پلمه د پردي پالو رسنیو له خوا له دیني او اخلاقي پلوه ورته نه جبرانېدونکي زیانونه رسېدلي، خو د ګڼو رسنیو په مقابل کې ایله څو په شمار وطن پالې او اسلام پالو رسنيو شتون درلود، کومو چې د لږو امکاناتو په مټ د منحرفو او بې لارو رسنیو له خوا د فکري او فرهنګي یرغلونو په مقابل کې خپل قلمونه سپر نیولي ؤ.
اسلامي او اخلاقي ارزښتونه: شرم، حیا، ایثار، قرباني، د مشرانو احترام، پر کوچنیانو شفقت، حسنه اخلاق، د وخت قدر، د انسان احترام، د ناروغ پوښتنه، میانه روي، رښتينولي، ورورولي، خپلمنځي اتحاد، یو بل سره همدردي او د بې وزلو لاسنیوی، د ظلم مخنیوی د مظلوم مرسته او داسې نور… دي چې اسلامي او اخلاقي ارزښتونه بلل کېږي. shahamat1.com
د رسنیو پر چلوونکو او لیکوالانو فرض ده چې دا پورته یاد ارزښتونه په پام کې ولري، په دې معنی چې یو پلو ورباندي د خلکو د پوهاوي لپاره کار کوي، پر تبلیغ او رسولو کې یې ونډه واخلي بل لورته په خپلو ورځنیو، اوونیزو، مياشتنیو او مهالنیو خپرونو کې هیڅ کله پایمال نه کړي، یعنې ترې د سرغړونو جسارت ونه کړي، د هرې رسنۍ چلوونکي باید خپل اسلامي، ملي او اخلاقي مسؤلیتونه درک کړي، په اړه یې تل حساس او بیدار ذهنیت ولري او ورباندې وویاړي، که مسلمان په خپل فرهنګ، کلتور، اخلاقو او اقدارو نه ویاړي او د نورو قومونو او خلکو د اقدارو پیروي خپلوي؛ نو دا به خورا بدمرغه پایلې ولري.
عموماً ویل کېږي رسنۍ هغه څه وړاندې کوي، چې په یوه ټولنه کې پېښېږي، یعنې د ټولنې عکاسي کوي خو حقیقت دا دی چې رسنۍ د دې کار ترڅنګ د اړونده ټولنې فکري رهبري کوي! د هرې ټولنې خلک له رسنیو اوري او د رسنیو مني، باید رسنۍ د ټولنې د خلکو د مثبتې روزنې او اصلاح فریضه سرته ورسوي، نه دا چې سرچپه په ټولنه کې منفي سوچونه او شیطاني اعمال خپاره کړي(۹:۳۴).
پوهان وایي: رسنۍ مثبت او منفي دواړه خواوې لري چې د خیر لپاره هم ترې کاراخيستل کېدای شي او د شر لپاره هم، یو قوم ته عزم، حوصله او باور هم ورکولی شي، د ذهني غلامۍ، پوځي برترۍ او کلتوري غلبې ډار هم بښلی شي، یو ولس ته سیاسي او ملي شعور ورکوي، خو د د رواغو، افواهاتو په خپرولو سره هغه په خپلو عزایمو او باور شکمن کولی هم شي، د اتفاق او اتحاد نعره هم پورته کوي، د نفاق او شقاق هم، په دې وجه هغه رسنۍ چې د پردیو لپاره کار نه کوي او چلوونکي یې د پردويو معاش خواره او مزدوران نه دي، باید په ټولنه کې د خپلمنځي همدردۍ، اتحاد او یو والي را وستو په موخه کار وکړي، د افغانانو ملي او دیني مسؤلیتونه روښانه کړي، د نیکو او صالحو استعدادونو د روزلو هڅې وکړې د خلکو د خیر، بري او خوشالۍ په هدف مسؤلیت اداء کړي، تر څو په ټوله کې یوه پاکه، سوتره، پیاوړې او سپېڅلې ټولنه رامنځته شي(۷:۲۴).
وروستي