شاعري او تصوف د مبتکر ليکوال، شاعر او نقاد يونس «تنوير» ښکلاييزه کارنامه

له هغه وخته چې د ديموکراسۍ پر وزرونو سپره د سيکولريزم رنګينه تروږمۍ د هېواد پر افق لړې لړې را ګرځېدلې ده. زموږ د اصيل فرهنګ ساه ډوبه او د جديديت او پرمختابه پر لور په ټپو روان ښکارو. دا لومړی يرغل چې تر پوځي بريده ډېر وژونکی دی. پر فرهنګ وشو او ژبه چې د فرهنګ مور ده، په طبيعي ډول ترې ډېره اغېزمنه ښکاري. ددې لامل دا دی، چې نښه يې ځوان احساساتي قشر دی، چې د نوښت په نامه ترې ډېر ژر رنګ اخلي.
 
کلونه پخوا علامه رشاد رحمة الله عليه ويلي وو، چې د تاليف او ترجمې د رياست له خوا را ته د ليسې د دورې د نصاب لپاره د يوه تدريسي مضمون په توګه د «پښتو» د تاليف وويل شول. ما پکې ټول ملي، تاريخي او ديني مسايل را ټول کړل، ځکه چې په دې حساس عمر کې شاګردان مينې، عشق او ښکلا ته سوقول د هغوی له برخليک سره لوبې وې، پرېږده چې پر هېوادنۍ مينې را لوی او ستر شي.
 
دا اوس د فيسبوک څه حال دی، له فحش، بربنډتيا او ښکنځلو پرته پکې که کوم بل څه وي، هغه د نرو او ښځو خپلمنځي د ښکلا (فيشن) سيالي ده. همدارنګه داسې اثار خپاره شول، چې زموږ تاريخ يې ولړزاوه. احمدشاه بابا ته ډاکو ويل، ديني ارزښتونه رانړول، تر شاه ولي الله محدث دهلوي پورې رسېدل او دومره يې را ټيټول، چې پخپل وخت کې چا نه پېژانده او بيا وروسته مشهور شو. خو دومره يې فکر لنډ تنګ دی، چې ستر امپراتور غازي ابدال بابا اته ځلې پر هند بريدونه د شاه صاحب پر يوه ليک وکړل. په شعوري ډول د يوه ننګيال هېواد تاريخ او کارنامې نفي کول نه بخښونکی جرم دی. لويه توره او مېړانه د کيسو ليکل دي، حال دا چې کيسه يو ځل لوستل کېږي او بس، خو د ادب تيوريکي ښاخونه تل تازه وي. هر څوک د فيسبوک ليکوال او ځان ورته من ښکاري، خو له دې ناخبره چې عالي ادب څه، دا په عادي ادب کې هم نه راځي. ځينو اثارو ته خو دومره تبليغ وشو، چې له اغراقه هم خبره واوښته، حال دا چې ټوله ژباړه او پيوند پيوند ده. درزونه يې له لرې ښکاري، په ډېرو پنډو پنډو او پېړو څو سيره کتابونو کې به هم لس ګرامه ادب او هنر و نه ګورې. د خوشحال بابا خبره: د بوستان ونې يې واړه پيوندي دي.
 
خو يو غږ چې تل پورته شوی، تل اوريدل شوی، د هر چا زړه او دماغ ته رسېدلی او پرې ښه لګيدلی دی، هغه د يوه درويش صفته ځوان، ليکوال، شاعر او نقاد ښاغلي يونس تنوير سپېڅلی دريځ دی، چې په پولادي هوډ او تکل د خپل «منزل مقصود» پر لور په ډېره بې‌پروايۍ او جرأت روان دی. زموږ هغه د جهادي فرهنګ سرلاري څه شول؟ چې د تنوير لاس ونيسـي. خو نه ددې مقابلې معجزه پر يوه ځوان فقير لورېدلې ده. ستر مفکر حضرت الفت رحمه الله وايي:
فرعونان د خدايي دعوې اغاز کړي
يو ماشوم د خدای له لورې مقرر شي
چې طلسم کاندې مات د سرکشانو
ډېر بوتان بوت‌پرستان زېرو زبر شي
 
که نه خپه کېږئ! زه د تنوير په فقيرۍ خوښ يم، ځکه وايي چې ليکوال موړ شي، مړ شي. مړښت خو د فحاشۍ او عياشۍ بلندوی دی. زموږ علماء به په دې خامخا پوه وي، چې کور، ډوډۍ، کالي د ترمذي شريف حديث دی، خو په دې به نه وي خبر، چې مارکس ترې خپلو پيروانو ته ځلېدلی شعار جوړ کړ.
 
مولانا جلال الدين بلخي رومي يو حديث شريف نظم کړی، چې «المؤمن کا المزمر» مؤمن د مزمار ( د ساز د آلې) غوندې دی، چې ډډ يې تش نه شي اواز يې نه خوږيږي. زه د مؤمن په توګه يونس تنوير په همدغې تلې تلل غواړم او بل امتياز ورته نه غواړم.
 
شاعري او تصوف د ښاغلي تنوير هغه جمالياتي نقد دی، چې تر اوسه په پښتو ادب کې پرې چا داسې څېړنه نه ده کړې او که کړې هم وي، زما له نظره نه ده تېره شوې. په هر صورت زه ورته د يوه غوره او غنيمت اثر مقام ورکوم، ځکه د هر چا خپله خپله خوښه.
 
لوی خدای جل‌جلاله چې انسان ته پر عقل سربېره ذوق هم ور کړی؛ نو عقل د مادي شيانو معرفت او ذوق د معنويت د لارې لاروی دی. عقل د پنځو مادي حواسو پر مټ لار وهي، خو ذوق پر باطني حواسو سربېره د «وجدان» امتياز هم لري، چې د انساني انا بنسټ دی. د عقل هره پرېکړه چې د وجدان مهر او تائيد و نه لري، هغه واهمه بلل کېږي. ځکه عقل حکم کوي، خو وجدان يې په تجزيه تأثر زېږوي او ذهني سکون راولي.
 
په دې نقد کې بايد له پامه و نه غورځوو، چې د شيخ سهروردي رحمه الله په ارواپوهنه کې د علم د پېژندنې لپاره پر حواسو او عقل سربېره يوه بله مبداء هم شته، چې هغه ذوق يا باطني ادراک دی. دا ادراک په تخيل کې نه ليدونکو شيانو ته مادي شکلونه ور کوي. شاعر د ښکلو الفاظو لباس ور اغوندي، په دې توګه د بشري ذهن او معنوي نړۍ پولې سره لګېږي او د هستۍ غيرزماني او غيرمکاني حالتونه منعکس کېږي.
 
محمد علي «حزين» رښتيا ويلي دي، چې تصوف د شعر ويلو لپاره ښه دی. ځکه چې تصوفي ادراک له دوو لوريو هنري دی. لومړی هغه سکون چې عارف پرې د مادي شيانو پر لور او د مادې ور اخوا يون کوي، د شهود و اشراق او مستقيم ادراک پر بنسټ ولاړ دی او هنري کشف هم په ړومبي حالت کې د شيانو پر لور له اشراقه ډک حرکت، د هغوی بدلول او ذهني کول دي. دويم د يوه هنرمن لپاره چې هنري ژوند طبيعي ژوند ګرځي، د صوفي لپاره خپل صوفيانه ژوند د طبيعي هغې ځايناستی کېږي. له هنره بېرته را ګرځېدل شور و شوق وي، خو صوفي د مرموزو اشياوو له داخله استعاري او کنايي سفر له مادې ور اخوا يوې بلې نړۍ ته بوځي. دا ټول روحاني کيفيتونه د تفکر، تخيل او کشف له مخې سره مشترک ښکاري.
 
ښاغلي تنوير يوه زبردسته موضوع انتخاب کړې، چې د خپل نوعيت له مخې بيخي ابتکاري او نوې ده. هغه لومړی له خپل يوه استاد ګيله کوي، چې رحمن پوهنه دې له تدريسي نصابه ووځي. استاد که هر څومره د قدر وړ محقق دی، خو پر وړاندې يې چپ پاتې کېدل د منځنۍ دورې له ادب او مکتب سره يوه لويه جفا ده. نقاد ډېر ښه غبرګون لري. د نوميالي مفکر استاد خادم نقل قول وړاندې کوي، چې د پښتو ژبې تر ټولو لوی شاعر خوشحال بابا دی، خو رحمن بابا له شاعره هم لوی دی. همدارنګه يې د تغزل په باب وايي، چې که کاظم‌خان‌شيدا خپل هنر په لوړو استعارو وړاندې کړی، رحمن بابا خپل اسمانڅکي خيالات او تفکر په سهل ممتنع سندريز کړي دي. سهل ممتنع يوه داسې ارايه او صنعت دی، چې په عربي، فارسي او اردو کې هم د ډېرو لږو شاعرانو په برخه شوی، خو متاسفانه چې د چا ادبي ذايقه خرابه وي، هغه د رحمن بابا ساده‌ګي او مفکرانه نوښتونه کله د يوه هنري منشور لاندې کتلی شي؟ د يوه مفکر او مصلح په توګه او هم د يوه سرلاري مقتدا هنرمن او شاعر په توګه يې له تغزل او شعريت منکريدل امکان نه لري. دا ناڅانګيزې ستونزې ته ورته يوه مغالطه ده.
 
په دې ښکلاييز يون کې چې کله له ښاغلي تنوير سره د څو ګامو اخيستلو مجال پيدا شي؛ نو بيا درته پخپله جمالياتي هېنداره کې داسې څه در ښيي، چې فضا حيراني واخلي. نويد زېری يو ځوان خو ډېر محبوب او پرده‌خوښی شاعر دی. شعر او په شعر کې يې هنګامې او نوې خبرې خامخا تحير راولي. لويديځ نقاد «سر والټررالي» د تنقيد په معنا کې عجيبه شان پيدا کړی، چې نقد مړ ليکوال يا مړې ليکنې را ژوندۍ کول دي. د هغه دليل دادی، چې د «فټز جرلډ» د عمر خيام د رباعياتو د ژباړې په مړه کارنامه کې د «سونبرن» تنقيد نوې ساه پو نه کړه؟ خو شکر نويد ځوان، ژوندی خو محجوب دی. له تنوير نه مننه چې له نويو افکارو نه يې موږ خبروي:
 
زه د ذات او د وجود د ذرې عکس يم
را خلاصېږي د دار پړی زما دام ته
دې حالت ته ايينې واړه ګونګۍ شي
زه چې څڼې غورځومه د چا نام ته
په دې کره‌کتنه کې نقاد د يوه بل ځوان او نوي شاعر ښاغلي کړاو منګل يوه بېلګه راوړي، چې لوستونکی حيرانوي. ځکه نه پوهېږي چې دا خطاب محبوب ته دی او که عاشق ته. کوم استنباط به ترې پياوړی وي، خو متاسفانه ليکوال ورته بيخي لږ تم شوی دی. هيله ده بيا وخت ور کړي.
 
استغنا دې شوه روزي په کومو سترګو
د موجونو خو هر څه وي دريابونه
 
له پياوړي نقاد سره د تحسين او ترديد دواړه ځواکه څپاند روان دي، په معاصره شاعرۍ کې يې د مصطفی سالک ادبي مقام ښه روښانه کړی او دا يې حق هم دی. د سالک په باب څومره ښکلي توري او هنري انداز خپلوي: «سالک په رښتيا لوی شاعر دی، چې تغزلي تصوف يې د ښکلو په زرينو زلفو تړلی دی». سالک يوه کاريدلي خيال ته څومره ښکلي او ماهرانه رنګونه ورکوي، چې د منصور د «اناالحق» ناره يې په شاعرانه او هنري تالونو سندريزه کړې او دغه ستره هنګامه يې په ادبي او فني ابهام د تخيل په قابو کې راوستې ده، دا شور او زور له داره هم اوچت ختلی دی:
اوس له خپل وجوده هم را ته نزدې يې
نور به نه وايم چې ته خو زما ځان يې
 
درانه ليکوال په دې اثر کې ډېر ستر او لوی شاعران نقد کړي، په هره څېړنه يې څه ليکل يو ځان ته تحقیق غواړي. د بېلګې په ډول د حمزه بابا مشاهده چې يوه ډېره سخته فلسفي، عرفاني او ادبي موضوع ده، خو کوم حق يې چې اداء کړی دی، ښايي پر ده نقد کوونکی ور و نه رسي.
 
زه په تلو تلو کې ددې کتاب د لسم مخ يوې تېروتنې ته چې چاپي تېروتنه ده، ځکه ړومبی متن او ترې را وروسته ليکنه يې نفې کوي. خدای جل‌جلاله ته د واجب‌الوجود پر ځای متصف الوجود ليکل شوی؛ لکه چې مخکې مې وويل، طباعتي سهوه ده. همدارنګه په همدې مخ کې علامه صلاح الدين سلجوقي ته ايرانی ليکوال ويل شوی دی. دا ربړه ځکه رامنځته شوې، چې د علامه صاحب « نقد بيدل» اثر درې ځلې او بيا په پای کې ايران چاپ کړی دی. علامه صاحب يو فاضل، عالم او مدبر شخصيت او په «سفير فيلسوف» مشهور و. دی د هرات اوسيدونکی او ډېر وخت په مصـر او هند کې د افغانستان سفير و. علامه اقبال به ډېر کله په ډيلي کې له ده سره مېلمه و. دده په نوم ليکونه هم لري. يو بل امتياز يې دا و، چې د عربي ژبې په ټولنه کې غړی و، تر اوسه هيڅ غير‌عرب، بهرنی ددې ټولنې غړی نه دی منل شوی. يو مصری عالم او ليکوال يې په باب وايي: تر اوسه چې په مصر کې چا ته د علامه، فيلسوف، عالم او ... القاب ورکړل شوي، سلجوقي له دې ټولو نه لوړ مقام لري.
 
زه ګران تنوير ته په دې شهکار اثر مبارکي وايم او هيله مې ده، چې لوستونکي به له يوه اوږده ذهني انحطاطه را ويښ او د شعر و ادب قبله به يې سمه کړي.
پای