د کاناډا هېواد

  په شمالي امریکا کې یو هېواد دی. د دې لس ولایتونه او درې سیمې له اتلانتیک څخه تر ارام سمندر پورې او شمال لور ته د ارکټیک بحر ته غځول شوي، چې ۹.۹۸ ملیون مربع کیلومتره (۳.۸۵ ملیون مربع میل) مساحت لري،چې دا د ټول مساحت له مخې د نړۍ دوهم لوی هیواد جوړوي. 

د متحده ایالاتو سره د هغې سویلي او لویدیز پوله،۸،۸۹۱ کیلومتره د نړۍ تر ټولو اوږده دوه اړخیزه ځمکنۍ پوله ده د کاناډا پلازمینه (اوټاوا) ده او ترټولو لوی ښار يې تورنټو دی.

 په عمده توګه په خپل پراخه طبیعي زېرمو او ښه پرمختللې نړیوالو سوداګریزو شبکو تکیه کوي.

 کاناډا د ډيرو لویو نړیوالو او بین المللي ادارو یا ګروپونو برخه ده په شمول د  ملګرو ملتونو، ناټو، G7، د لسو ګروپونو په شمول، G20، د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD)، د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO)، د ملګرو ملتونو مشترکه ټولنه، د ارکټیک شورا، سازمان ، د آسیا - آرام سمندر د اقتصادي همکارۍ فورم، او د امریکا د متحده ایالاتو سازمان د دې ټولو غړيتوب لري.

 کاناډا هېواد (۳۸,۲۴۶,۱۰۸ ) نفوس یا خلک په کې اوسېږي. په کاناډا کې د مذهبونو لیست:  ۶۷.۲٪سلنه عیسویت لري، ۲۳.۹٪سلنه هیڅ مذهب نه مني، ۳.۲٪سلنه اسلام لر، ۱.۵ ٪ سلنه هندویزم ، ۱.۴٪سلنه سکهیت ، ۱.۱٪ سلنه بودیزم ، ۱.۰٪سلنه یهودیت، ۰.۶٪ او  نور مذهبونو لري. 

د کاناډا حکومت هر یو مذهب ته خاص درناوی لري. د کاناډا رسمي ژبې انګليسي او فرانسوي ده او کاناډا په نړۍ کې تر ټولو اوږد ساحل لري.

په کاناډا کې په ملیونونو جهيلونه شتون لري، د کاناډا شپږ ښارونه له ۱ ملیون څخه ډیر اوسیدونکي لري، د شپږم پرله پسې کال لپاره، کاناډا په ټولیز ډول د ژوند د ښه کیفیت د برابرولو له امله لومړی مقام لري د کډوالو لپاره په نړۍ کې تر ټولو ښه هيواد دی.

د کاناډا دولت رسمي احصایې او معلومات ښيي چې دغه هېواد تر (۲۰۲۲) کال پورې یو میلیون کډوالو ته اړتیا لري.

دغه یو میلیون کډوال به د کاناډا په کم نفوسه سیمو کې د کرنې او یا د کوچنیانو او زیات عمر لرونکو کسانو د پاملرنې لپاره په کار وګومارل شي.