روژه په مسلمانانو د الله تعالی پېرزوینه او رحمت دی، چې په کال کې یو ځل د نړۍ اسمان ته راښکاره کېږي.
الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته د بښلو فرصت برابروي، نو له همدې امله ویلای شو چې روژه د مینې، محبت، همدردۍ، مساوات، ورورولۍ، بښنې، تېرېدنې او له یو بل سره د همکارۍ غوره فرصت دی.
د دې میاشتې په راتلو سره د جنت دروازې خلاصېږي او د جهنم دروازې بندېږي.
د دې میاشتې په راتلو سره شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي.
او د دې میاشتې په راتلو سره د نړۍ مسلمانان د خوښۍ جشنونه نیسي، له پوره چمتوالي سره ددې میاشتې هرکلی کوي.
زه هم په خپل وار سره د الهي، رحمتونو، مغفرتونو، بښنې، همدردۍ، ورورولۍ، مینې، محبت او سبحانه وتعالی د کلام د نزول د میاشتې مبارکي د زړه له کومې د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د ګران هېواد افغانستان خلکو ته وایم.
څنګه کولای شو چې روزه ته منظم پلان او برنامه ولرو؟
روژه کې د ډېرو خلکو تقسیم اوقات ګډوډ وي. غواړي عبادت ته یو ښه پلان ولري او زیات ثواب لاسته راوړي، خو د روژې میاشت داغسي ځني تېره سي، بیا نو ارمان پسې کوي.
دلته مو د حدیثو په رڼا کي د روژې د ټول ورځي او شپې تقسیم اوقات درته برابر کړی دي.
١: تر سهار لمانځه مخکي:
نبي کریم ﷺ فرمایي: پر ځان د تهجد لمونځ لازم کړی. چي تر تاسو مخکي هم د نیکو خلکو عادت وو. (ترمذی)
٢:پېشلمی کول: نبي علی السلام فرمايي: پېشلمی وکړئ، بېشکه په هغه کي زیات برکتونه دي. (بخاری)
د سهار سنت کول: رسول الله ﷺ فرمایي: د سهار دوه رکعته (سنت) تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي غوره دي. (مسلم)
٣:د سهار لمانځه څخه تر ماپښین لمانځه پوري:
د جماعت تر وخت پوري ذکر او دعا: نبي علیه السلام فرمایي: د اذان او اقامت په منځ کي دعا کول خامخا قبليږي. (مسند احمد)
٤:د سهار لمانځه څخه تر اشراق وخت پوري: د نبي علیه السلام عادت وو، کله چي به د سهار لمانځه څخه فارغ سو، تر لمر راختو پوري به پر هغه ځای ناست وو. (مسلم)
٥: د اشراق لمونځ: رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: کوم څوک چي د سهار لمانځه څخه تر لمر ختو پوري په ذکر مشغول سي او بیا دوه رکعته نفل لمونځ وکړي، د یوه پوره حج او عمرې ثواب ورکول کیږي. (ترمذی)
٦: لږ ارام کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ستاسو ځان هم پر تاسو حق لري (و هغه ته ارام ورکړئ) (بخاري)
تعلیمي او کاروباري مصروفیت: نبي علیه السلام فرمایي: یو څوک په خپل مټ تر ګټلي پیسو بله هیڅ پاکه روزي نه سي موندلای. (بخاری)
٧: په خالي وخت کي ذکر: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: ژبه مو همېشه د الله تعالی په ذکر تازه وساتئ. (بخاری)
٨: له ماسپښين څخه تر مازیګر لمانځه پوري:
ماپښین لمونځ په جماعت وکړئ: نبي علیه السلام فرمایي: د جماعت لمونځ تر یوازي لمانځه ۲۷ درجې فضیلت لري (بخاری)
د ماپښین د سنتو ارزښت: د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) عادت وو، د ماپښین تر فرضو مخکي یې څلور او وروسته یې دوه رکعته سنت کول. (ترمذی)
٩: کار کول یا آرام کول: د اړتیا په اندازه باندي خوب او کار وکړی. ښځي دي ارام وکړي، که ارام نه کوي، نو دي د قرآن کریم تلاوت، ذکر او یا هم درود شریف ولولي.
١٠: له مازیګره تر ماخستن پوري:
له اذان سره سم و مسجد ته تلل: که څوک په ښه ډول سره اودس وکړي او بیا مسجد ته لاړ سي، نو هغه د الله تعالی میلمه دی. او میلمه (بنده) پر کوربه (الله جل شانه) باندي د اکرام حق لري. (طبراني)
١١: او د روژه مات چمتو والی: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) به د کور په کارونو کي له خپلو بیبیانو سره مرسته کول. (بخاری)
تر روژه مات مخکي دعا: نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) فرمایي: د روژه نیونکي دعا نه رد کیږي. (ترمذی)
او پر وخت روژه ماتول: نبي علیه السلام فرمایي: زما امت پر خیر باندي قایم کیږي، تر څو په روژه مات کي ځنډ و نه کړي.
١٢: له ماښامه تر تراویح پوري:
په لومړي تکبیر سره د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: زما امت پر خیر باندي قائم کیږي، تر څو چي ئې د ماښام لمونځ نه وي ځنډولی. (ابو داؤد)
او همدارنګه د تراویحو د لمانځه ادا کول: نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کوم څوک چي د روژې په شپو کي د ایمان او ثواب په امید تراویح ادا کړي، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کیږی. (بخاری)
روژه د رحمت او مغفرت میاشت ده په پوره حوصله ، صبر او استقامت یې تېرول پکار دي ، الله تعالی دې ددې مبارکې میاشتې په برکت زموږ ګناهونه معاف کړي .
په دعاګانو کې مې حتما ياد ساتئ.
وروستي