ګرځون

هیندارې ته ودرېد، لکه تبه چې یې ونیسي، ورېږدېد، سترګې یې پټې کړې، بېرته یې وغړولې. لکه شری چې پرې راختلی وي، دانې يې نورې هم ګڼې شوې وې، څېره یې هم زیړه را اوښتې وه. 

د خپلې څېرې لیدل پرې وغمېدل، له ځانه وبېرېد، مخ یې له هیندارې واړاوه، سيده تشناب ته لاړ. په لاسونو او مخ یې ښه ډېر صابون وواهه، مخ ته یې شړپ اوبه واچولې. بېرته راوګرځېد، هیندارې ته ودرېد، ځان یې بیا په هینداره کې ولید.

مخ یې هماغه څېر تور او له دانو ډک وو. لکه خپل مړی چې په ډېران کې وګوري، ګرځون ورغی. منډه یې کړه، د ورځې ټول خوراک یې بېرته راوګرځاوه، له پښو یې ساه ووته، سر پر وګرځېد، اوږد پر چپرکټ کې پرېوت، مخامخ په دېوال کې ځوړند ساعت ته یې پام شو، په سینه یې غبرګ دواړه لاسونه کېښودل، د زړه درزا یې د ساعت د ستنې غږ ته ورته وه. سر یې لا هم چورلېده، چت ته یې رڼې سترګې ونیوې. اداره، دوتر او همکاران یې مخې ته را شنه شول، هغه ورځ یې مخ ته ودرېده چې ادارې ته په ننوتو یې لکه نابلده مېلمه د ټولو پام ځانته را واړاوه، یوه ور غږ کړ: 
ـ معین صاحب خیریت خو به وي، څنګه دا ډېر وختونه در باندې ناوخته کېږي؟ 

بل ګېډې ته لاس ونیو: 
ـ معین صاحب، روژه خو به دې نه وي نیولې، دا ډېره موده ده چې د دوتر خواړه نه خورې.
بل له بل کونج نه را غږ کړ: 
ـ ډوډۍ څه چې د دوتر اوبو ته هم خوله نه ور وړي. 
دی په هره خبره غوږونه کاڼه واچوي، ځولۍ _ ځولۍ په زینو پاس درېیم پوړ ته پورته شي، دوتر دروازې ته نه وي رسېدلی، چې د چا دروند غږ یې نور هم حواس ګډوډ کړي:
ـ معین صاحب!

دی مخ ور واړوي، وزیر چې په تندي کې یې ګونځې جوړې وي، بې له روغبړ او سلامه، وار له مخه په غوسې ووایي: 
ـ چې داسې دې د دوتر خواړه ښه نه ایسیدل، ولې دې هېواد کې دندې ته زړه ښه کاوه، فکر کوئ د نورو دوترونو خواړه بل رنګ دي؟ 

دی مخ ته لاس ونیسي: 
ـ خو ما چې څنګه وخوړل، دغسې دانې را باندې راوختې او که نور...
ریس یې خبره پرې کړه، ويې خندل:

ـ څه فکر کوئ، موږ له دانو په امان پاتې شوي یو، دا شری موږ ټولو تېر کړی دی، ته به یې هم تېر کړې.

ـ شری خو به تېر شي، داغونه به یې څنګه لاړ شي؟ 
وزیر خپله اوږده ږیره په لاس کې ونیسي:

ـ ږیره پرېږده چې هم دې سنت په ځای وي او هم به دې د مخ کړوندي څوک نه ویني. 

دی وخاندي، په ملنډو ووايي: 
ـ خو که مېرمن یې ومني! 

د وزیر غومبري سره را واوښتل:
ـ داسې چې له مېرمن ډارېدې، بیا دې دلته څه کول؟ 
دی غلی شي، فکر کې لاړ شي. بېرته وزیر ته راڼه ور وګوري: 

ـ او که همداسې روژه ونیسم؟ 
د وزیر غږ لوړ شي:
ـ که داسې هر څوک په دوترو کې له خوړو انکاري او فراري شي، ټولې ادارې تړلې وبوله، پوهېږئ، اوس دې هم په پل څومره مامورینو دندې پرېښې دي، یا خوراک او یا استعفا!

ده هېڅ ځواب ورنکړ او وزیر هم په غوسې لاندې پوړ ته کېوت.
د هندارې خوا ته وګوري، خو زر مخ بېرته راوګرځوي، لکه کوټه چې بوی نیولي وي او یا یې هوا دپ وي، ساوتیګا راپاڅي، ګردې کړکۍ پرانېځي، ودرېږي. آسمان ته وګوري، آسمان تورو وریځو نیولی وي، د کټ په سر کښیني، سر په دواړو لاسو کې ونیسي، ګڼې اندېښنې ور ولوېږي، خو ناببره یې موبایل وشرنګېږي، مېرمن یې وي: 

ـ سلام څنګه یې، څه حالونه؟ 
ـ ښه نه یم!
ـ ولې؟ 
دی لکه څوک یې چې ژبه ور بنده کړي، په ورو ځواب ورکړي؟ 
ـ په مخ مې دانې راختلي، رنګ مې ورځ تر بلې تورېږي. 

د ښځې یې غږ پورته شي: 
ـ نه مې درته ویل چې مه ځه او که بیا ځې دوتر ته له ځانه سره خپل خواړه او اوبه وړه. 
ده چیغه کړه: 

ـ لېونۍ، روژې مې ونیوې، خو نوره نه کېده. 
ښځه حیرانه شوه: 

ـ ولې؟ 
ـ نور یې له دندې ګوښه کولم. 
ـ نو څه؟ خو بېرته به راغلی وای.
ده وخندل:

ـ خو په چا مې بیا منلی شوای چې ما په دوتر کې په نه خوراک او څښاک دنده پریښې ده؟ 

ـ هغه څنګه؟ 
ـ خو ویل به دې چې په غلا یې وویستې، تمبل وې.
ـ ښه نو اوس خو یې پرېږده!
ـ اوس خو پرېښودل شوې ده.
ښځې وپوښتل: 
ـ استعفا دې ورکړه؟ 
ـ نه، ويې شړلم؟ 
ـ ولې؟ 
ـ ځکه چې په دوتر کې مې خوراک او څښاک په ځان ودراوه.
ښځې یې په ستاینو پيل وکړ:
ـ ښه شاه بس، نو اوس څه ته ګورې، خو راځه کنه؟ 
ده په ژړه غوني انداز ځواب ورکړ: 
ـ خو زه نه غواړم چې په دې بڼه مې ته او اولادونه ووینئ! نه چې دا ناروغي تاسو رانه ککړ کړي. 
ـ نو علاج چېرې کوې؟ 
ـ ږیره پریږدم، حج ته ځم او د زم زم په اوبو ځان مینځم. 
ښځې یې په ورو ورته وویل:
ـ مه حج ته ځه، مه په زم زم ځان مینځه.
ده وخندل:
ـ زه پوهېږم چې له ږیرې دې ښه نه راځي. 
ـ له ږیرې مې ښه راځي خو له هغو ږیرورو مې لا کرکه کېږي چې په خپلو اوږدو ږیرو خپل داغونه پټوي. 
ده کلک مېز په سوک وواهه:
ـ نو څه وکړم، چاره څه ده؟ 
مېرمن یې په لنډو ورغبرګه کړه:
ـ هر سهار او ماښام په خوله کې لاس منډه... 
دده تندی ګونځې شو، لکه مېرمن یې چې ملنډې وهي، په غوسه یې خبره ور پرې کړه: 
ـ نو څه، دا څه په چټیاتو سر يې؟ 
مېرمن یې لکه دده خبره چې هېڅ نه وي اورېدلي.
ـ  ګرځون کوه، تر هغې له هېواده مه راځه چې ټول خواړه دې نه وي راګرځولي.
او له دې سره یې خبرې پرې کړې.