لکه په لاس ېې چې خوله ولګوي، زرېې له ملګری لاس آزادکړ. خوله ېې ورنږدې کړه، په غوږ کې وروپڅیده .څنګ ته وکښیده:
ـ خبرې بس کړه، دروړاندې شه!
ملګری ېې هک پک شو، مخ ېې ورواړاوه، سترګې ېې رډې ورونیوې:
ـ ولې ،څه خبره ده؟
سترګې ېې دمترو د ډبې دروازې ته ونیوې:
ـ د پلار ملګری مې راننوت.
ملګری ېې خبره بابیزه وګڼله ، وي وخندل:
ـ نو څه !؟
دفریبا تندی ګونځې شو، ملګری ېې پورې واهه:
ـ زه هر ځل تا ته خپل ارزښتونه نشم تشریح کولی.
ملګری لکه هیڅ ېې چې نه وی اوریدلی، بیرته ورنږدې شو. فریبا په منډه دمیترو د ډبې بلې څنډې ته
لاړه. په تشې چوکۍ کښینا سته . سترګې ېې له ملګري په قهر واړولې . هغه لور ته ېې نورنه ور کتل. تربل تمځایه ېې سترګې ځوړندې ونیوې . میترو ودریده . سورلۍ یو په بل پسې کیوتې. شاو خواېې نظر وزغلاوه . ډبه تشه وه . ملګری ته ېې په ناز وروکتل . هغه هم د باد په څیرراغی، تر خوا ېې کښیناست. په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه :
ـ ولې زما ګرانې !
ـ ته نو نه پوهیږې ،که هغه مې پلار ته ووایی!
ـ نو څه؟
ـ څنګه څه ؟ پوهیږې دا ما ته په کومه بیه تما میږی ؟
ملګری يي يه ورو زنې ته لاس وروړ:
ـ نو تا خو راته وویل چې هغه ډیر روښانه او دیموکرات دی !
فریبا سر وخوځاوه :
ـ مهربان او دیموکرات دی، خو د ښځې په خوښه د ملګری په انتخاب کې لا هم زاړه ارزښتونه پا لي
ملګری ېې ټوپ وهل:
ـ دا څه وایی نو څنګه هغه ورځ پخپله د یوې ځوانې ښځې سره ناست و؟
لکه په مترو کې چې دننه بم وچوي فریبا وریږدیده ، خوله ېې وازه پاتې شوه، له ځایه نیغه رايورته شوه ، د ډبې بل سرته لاړه ، بیرته لکه سودا چې وروولیږی راوګرځیده ، د ملګری سرته ودریده، په سر ېې لاس ور کیښود؟
ـ دا څه وايي، چیرته ؟
ـ په یوه بار کې ؟
ټکان ېې وخوړ،غاښونه ېې وچیچل :
ـ څه ېې کول ؟
ـ ملګری یی ورپاڅید ،په غیږ کې ېې ټینګه ونیوه . له مخه ېې توده مچکه واخیسته :
ـ ما او تا دا اوس څه کوو؟
فریبا لکه ستنه ېې چې وچوخوي ، شا ته ټوپ کړ .
ـ ته رښتیا وايي ؟
ملګری ېې راشاته شو، ځان ېې راټول کړ :
ـ خود ، زه درواغو ته څه اړتیا لرم ؟
ـ زه پوهیږم ته درواغ نه وایی ، خو تا مې پلار چیرې لیدلی؟
ملګری ېې موسکی شو.
ـ ولې هیر دې شو چې یو کال مخکې دده د دغه ملګری په څیرپه همدغسې میترو کې راوخوت اوته همدغسې رانه بې مخښه ښې غیبه شوې .
هغه له غوسې سره راواوښته . په سترګو کې اوښکې ډنډشوې . ملګری ېې د اوښکوډکو سترګو ته په ځیر وکتل. زر يي غیږ ته رانږدې کړه.
ـ وبخښئ ، که خبر وایی دا خبرمې نه درکاوه .
فریبا یی لاس په لاس کې ونیو .
ـ نه تا ښه وکړه .
څنګه ؟
ځکه چې اوس دې ما ته جواز راکړ :
ملګری ېې له خوښۍ ټوپ واچاوه :
ـ د څه شي جواز؟
فریبا ېې غیږ ته ځان ورنږدې کړ :
ـ له تا سره دنا وخته پاتې کیدو.
فریبا بیرته راشاته شوه:
ـ پوهیږې زه ستا په سترګو باور لرم خو زړه ته مې نه ولیږي چې هغه به زما له مورسره خیانت کوي؟
ملګری ېې حیران وروکتل؟
ـ ولې داسې فکر کوې ؟
ـ ځکه چې هغه عادی سړی نه دی ، پیژندل شوی مدنی فعال او د یو مخکښ سياسي ګوندمرستیال دی.
ملګری يي وخندل ، دلاسونو پړکا ېې پورته شوه؟
ـ تاته لکه چې د بیل کلنتن او د هغه دسکرترې (مونیکا لوینسکي) دسیکسی اړیکو کیسه نه ده معلومه ، پوتین څنګه د یوې ځوانې نجلۍ سره دمینې تار وځغلاوه او خپله وفاداره میرمن لودمیلا ېې له دیرش کلن ګډ ژوند وروسته په ډاک میدان پریښوده .
ملګری ېې د ګڼووتلو سیاسي رهبرانو او واکمنانو لکه نا پلون بنا پارت ، هټلر او نورو د سیکسی ژوندانه ګڼ داستانونه یو په بل پسې قطار کړل . خو فریبا ېې زر په خولې لاس کیښود:
ـ بس ،بس ،بس ..... سیاستمداران مه یادوه ، هغوی ټول بې وجدانه دي . هغوي چې خپلوهیوادونو او اولسونو ته په خیانت نه شرمیږی ، میرمنوته د خیانت څه پروا لري ؟!
ملګري ېې په ولي لاس کیښود:
ـ سیاستمداران مې ځکه بیلګې راوړلې چې تاد پلارد ګوند وویل .
فریبا سترګې پټې کړې ، سرېې په دواړو لاسونو کې ټبنګ ونیو، له اوښکو ډکې سترګې ېې پرانیستې ، ملګري ته ېې وروکتل :
ـ پوهیږې ، اوس دې یوه بله سودا راواچوله !
ـ ولې ؟ د څه شي؟
ـ د مور
ـ هغه څنګه؟
ـ هغه دا چې که ورته ووایم ، زړه به ېې له خفګانه وچوي؟
ملګری ېې ته ېې دا خبره بې معنا وبریښیده ، لکه هیڅ څه چې نه وی پیښ شوي:
ـ نو څه ؟ خو طلاق به واخلی ، له خاین میړه ، خو صادق ملګری سل ځله ښه دی.
فریبا له ځایه بیا را پورته شوه ،پاس اوږده اوسپنه ېې په لاس کې ونیوه . ده ته مخامخ ودریده:
ـ تا ته دا اسانه ښکاري؟
ـ خود ، ته پوهیږې پلارمې هم مورپه مینه کړې وه خو د واده څو کلونه وروسته ېې زما مورته شاه کړه او له بلې سره ېې تار وزغلاوه .
فریبا ټوپ وهل :
ـ رښتیا ، بیا دې مور څه سزا ورکړه ؟
ـ همدا چې وپوهیده په لغته ېې وواهه اوبل میړه ېې وکړ.
لکه په زړه ېې چې د غم لویه څپه راشي، لویه ساه ېې وویسته :
ـ ای کاش که مې مور ددې توان درلودی !
ملګری ته ېې فکر ورولوید:
ـ چې پلار دې دا توان لری مور ولې؟
ـ پلار به مې لاړشي بله ځوانه ښځه به وکړي .خو مور خواره .........
لکه خبره چې ېې ستونې کې وچه شي غریو ېې ونیسي.
د ملګری اکر يي هم خراب شي ،په غیږه کې ېې ونیسي ، په تندی ېې ښکل کړي.
وبخښه ګرانې !
فریبا لکه خولې ته چې ېې کولپ ورواچول شي هیڅ ونه ویل . میترو ودریده . دواړه کیوتل او تر ناوخته سره وګرځیدل .
وروستي