د لرغون پېژندنې اړوند، آزربایجان کې د انساني ژوند پيل د ډبرين دور پر مهال شوی. له ميلاد نهه پېړۍ وړاندې د ماد په نوم ايراني امپراتورۍ ازربایجان خپله برخه جوړه کړې وه او بيا له ميلاد ۵۵۰ کاله وړاندې، د ايران بلې امپراتورۍ چې (هخامنشي) په نوم وه، آزربایجان هېواد خپله برخه جوړه کړه. آزربایجان ته ترانسکانټینینټل/ transcontinental هيواد دي؛ ځکه چې دغه هېواد د دوه لويو وچو (اسيا او اروپا) ترمنځ شتون لري. د آزربایجان د مساحت يوه برخه اروپا او بله يې اسيا کې پرته ده.
ازربايجان قفقاز سيمه کې پروت هېواد دی. قفقاز د تور سمندر او کسپین سمندر ترمنځ سيمې ته وايي؛ ارمنستان، آذربایجان، ګرجستان او د سویلي روسیې ځینې برخې په ګډه قفقاز سيمه جوړوي. دغه غرونه په طبيعي او تاريخي ډول اسيا او اروپا ترمنځ طبيعي پوله شمېرل کېږي. ازربايجان له ګرجستان، روسيې، ترکيې، ارمنستان او ايران سره ګډه پوله لري.
وګړي او پراخوالی يې
ازربايجان نېږدې ۸۶زره کيلو متره مربع پراخوالی لري. د پراخوالي پر بنسټ د نړۍ وړوکی او کوچنی هېواد دی. د وګړو شمېر يې بيا لس مېليونه تنو ته رسيږي. غوڅ اکثريت وګړي يې چې ۹۴ سلنه کېږي مسلمان او پاتې نور يې عيسويان دي. په مذهبي ډول، د ازربايجان ۸۵ سلنه وګړي شيعه او ۱۵ سلنه يې سني مسلمانان دي. په قومي ډول يې ترټولو ډېر وګړي ازربايجاني دي؛ ازربايجاني په اصل کې يو قوم دی، ازریز هم ورته وايي او دغه قوم له ترکانو رېښه اخلي چې تر ډېره ورته اذربایجاني ترکان وايي.
حکومت او سياست يې
د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو سره ازربايجان کې ديموکراتيک جمهوري حکومت جوړ شو. دوه کاله وروسته پخواني شوروي يووالي دغه هېواد لاندې او تر ۱۹۹۱ز کال پورې يې تر والکې لاندې وو. ۱۹۹۱ کې ازربايجان د شوروي يووالي له تسلط ازاد، خپلواکي يې اعلان او په ورپسې کال د يو خپلواکه دولت په ډول د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو. د ازربايجان د حکومت ډول جمهوريت دی او ولسمشر يې د اوو کالونو لپاره د مستقيمو رايو په وسيله ټاکل کېږي. که څه هم د ازربايجان غوڅ اکثريت وګړي مسلمانان او بيا په ځانګړي ډول شيعه مذهبه دي، خو د ازربايجان د دولت رسمي دين اسلام نه دی او حکومت يې سيکولار دی. باکو يې پلازمېنه؛ ازربايجاني يې رسمي ژبه
سربېره پر دې چې ازربايجان د ايران ګاونډ او اکثريت شيعه مذهبه هېواد دی، خو د ايران او ازربايجان اړيکې ترېنګلې دي. د ايران پر ځای ازربايجان له اسرائيلو سره نېږددې اړيکې پالي. ازربايجاني ترکان چې د ازربايجان اکثريت قومي جوړښت دی، ايران کې هم په لوی شمېر شتون لري. د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه ای يې د نسب رېښه ازربايجاني ترک قوم ته رسيږي.
ازربايجان صنعتتي او اقتصادي وړتيا لرونکی هېواد دی. يوازې څلور سلنه وګړي يې د غربت کرښې لاندې ژوند کوي او هغه هم په لېرو سيمو کې مېشت دي. د تيلو او طبيعي ګاز توليد د ازربايجان اقتصاد ور ښه کړی دی.
وروستي