د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ ۲۳- اتريش، د اډولف هټلر  پلارنی هېواد 

پښتو او دري نوم يې اتريش لیکلي کېږي؛ انګلېسي کې ورته Austria وايي او جرمني  نوم يې Österreich ليکل  کېږي. دا يو اروپايي هېواد دی؛ وچه کې پروت او په رسمي ډول د اتريش جمهوريت/Republic of Austria دی.د جرمن (اتريش) کلمې لغوي مانا "ختیځ سیمه" ده؛ دغه هېواد ته اسټرايا هم وايي. دغه هېواد د شمال له لوري له چک جمهوریت، د شمال ختيځ له لوري له سلواکيا او ایټالیا، د لوېديځ له لوري له لیختن اشتاین، سویس او جرمني سره پولې لري.

وګړي او پراخوالی يې 
اتريش يو کوچنی هېواد دی؛ ۸۴زره کيلو متره مربع پراخوالی لري. د پراخوالي پر اساس دغه هېواد ۱۱۳م هېواد شمېرل شوی. وګړي يې بيا نهه مېليونه دي او پر همدې اساس د نړۍ ۹۸ هېواد راځي. اوويا سلنه وګړي يې عيسويان او همدا ډول  اته سلنه په کې مسلمانان دي. په قومي ډول  يې غوڅ اکثريت وګړي اتريشي دي. 

سياست او حکومت يې 
د نازي جرمني ديکتاتور مشر اډولف هټلر په خټه د اتريش هېواد وو. دی جرمني ته لاړ او کالونه وروسته  يې د جرمني تابيعت واخېست. د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې اتريش د جرمني برخه وه او د جرمني په پار يې جګړه کوله. د دويمې نړيوالې په پای ته رسېدو سره او لس کاله وروسته اتريش خپله خپلواکي تر لاسه  او د اتريش جمهوريت شو. په همدې کال اتريش  د ملګرو ملتونو غړی هېواد هم شو. ۱۹۹۵ز کال کې اتريش  د اروپايي ټولنې غړی هېواد شو. که څه اتريش د اروپايي ټولنې غړی هېواد او اروپا لويه وچه کې موقعيت لري، خو د ناټو پوځي سازمان غړېتوب نه لري. ناټو کې د اتريش نه غړېتوب لامل دا دی، چې د اتريش د ۱۹۵۵ز کال اساسي قانون اړوند اتريش يو بې پلوه هېواد او هېڅ پوځي ټلوالې او اړخ کې به برخه نه اخلي. د اتريش د اساسي قانون اړوند دغه هېواد به د نړۍ په هېڅ جګړه کې برخه نه اخلي.  د اتريش بيرغ درې ټوټې لري؛ سور ، سپين او سور. سور يې  د غښتلتيا او زورورتيا مفهوم ورکوي او سپينې ټوټې د سولې مفهوم لېږدوي. د اتريش د بيرغ په اړه رېکارډي خبره دا ده، چې د نړۍ کې يو ترټولو زوړ بيرغ دی. د اتريش بيرغ ۱۲۳۰ز کال کې جوړ شوی دی. 

اتريش پرمختللی اقتصاد لري. اقتصاد يې صنعتي دی او خلک يې شتمن دي. ویانا يې پلازمېنه او ستر ښار دی، چې د نړۍ ډېر ډېپلماټيک او سياسي تړونونه په کې کيږي. دغه هېواد له امريکا او اروپايي هېوادونه سره ښې او اقتصادي اړيکې لري او مالدرۍ برخه کې ډېر صادرات نړۍ ته وړاندې کوي.