الکساندر بیل په ۱۸۴۷ز کال کې زږېدلی وو. دی سکاټلینډی اختراع کوونکی (مخترع)، ساینس پوه، او انجنیر وو. لومړي زده کړې يې کور کې له خپل پلار کړې وې؛ څو کاله يې ښوونځی ولوست او وروسته يې پرېښوود. الکساندر بیل ته د ښوونځي زده کړې په زړه پورې نه وې؛ ده يوازې ساينسي مضمونونو او په ځانګړي ډول له بيالوژۍ سره مينه درلوده، خو په ښوونځّي کې ټول او هر ډول مضمونونه تدريسېدل. ۱۶ کلنۍ کې يې نه بشپړ ښوونځي پرېښود. د ښوونځي له پرېښودو وروسته يې موسيقۍ ته مخه کړه؛ پیانو غږول يې زده کړل او پیانو کې دومره مخکښ شو چې د خپل کلي او شااخوا سيمه ترټولو ښه پیانو وهونکی پېژندل کېدو. د الکساندر لومړی نوم يوازې الکساندر بیل وو؛ چې وروسته يې خپل نوم سره د ګراهام کلمه هم زياته او الکساندر ګراهام بیل شو.
د الکساندر ګراهام بیل کورنۍ له سکاټلينډ څخه انګلستان ته لاړه؛ کورنۍ يې لندن ښار کې مېشت، خو الکساندر ګراهام بیل له خپلې کورنۍ جلا او بلې سيمې ته لاړ. لندن کې د نوموړي نيکه هم اوسېدو؛ نيکه يې هم زده کړې کړې او تجربه لرونکی کس وو. الکساندر بېل چې کله خپل نيکه سره لندن کې يوځای شو، نو نيکه يې په دې لټه کې وو، چې لمسی يې درسونو کې ښه ورسيږي او بيا د نيکه مطالعې او درس يې پر الکساندر بیل داسې اغېز کړی وو، چې زده کړو سره يې بي کچې ډېره مينه پيدا او ډېر وخت به يې مطالعه کوله.
پيانو غږول، خپله نيکه سره وخت تېرول او مطالعه سبب شوه، چې الکساندر بیل له غږ سره د سپړنې او پلټنې لېوالتيا پيدا کړي. د څو کالونو کار او تجربو وروسته الکساندر بيل په دې بريالی شو چې د لومړی ځل لپاره د خپل کاري ځای او د يو ملګري تر کور پورې ټیلګراف جوړ کړي. الکساندر بیل لومړنی ټيلګراف جوړ کړ او د خپلو تجربو او اختراګانو څخه يې عملاً ګټه اخېستل پيل کړل.
د الکساندر ګراهام بیل کورنۍ کې ټي بي يا توبرکلوز يوه عامه او ساري ناروغي وه. دوه وروڼه يې د نري رنځ ناروغۍ له امله مړ شول او له دغه پېښو وروسته، نوموړي له انګلستانه کاناډا ته کډه وکړه. دا چې ګراهام د غږ او اورېدنې برخه کې ډېره مطالعه درلوده، نو په ۱۸۷۳ز کال کې په کاناډا کې د غږيزې فیزیولوژي ښوونکی وټاکل شول او نوموړی به له هغه کسانو سره مرسته کوله، چې کاڼه به وو او نه به يې شول اورېدلی.
۱۸۷۶ز کال کې، الکساندر ګراهام بیل وکولی شول، چې لومړنی ټیلیفون جوړ او منځته راوړي. دغه لومړی ټيليفون تجربه شو؛ د ګراهام له کاري ورکشاپ شپږ کيلو متره لېرې د هغې د يو ملګري کور ته يې تار/لاين کش کړ او دوی بريالي شول چې ۶ کيلو متره لېرې د يو او بل غږونه واوري. (Mr. Watson — Come here — I want to see you)، هغه کلمې او جملې وې، چې الکساندر ګراهام بیل د لومړي ځل لپاره د نړۍ پر لومړي ټيليفون خپل ملګري ته، د اګست مياشتې په درېيمه، ۱۸۷۶ز کال کې کړې وې.
الکساندر ګراهام بیل تر نن د ټيليفون مخترغ ثبت شوی او دې برخه کې يې زياتې جايزې تر لاسه کړې دي. نوموړی د ۷۶ کالونو په عمر (۱۹۲۲ز کال) کې په کاناډا کې ومړ. نوموړی واده کړی وو او څلور بچيان يې درلودل.
وروستي