یا به یو کېږو کنې ورکېږو

انقلابونه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې رامنځته کېږي، خو پایلې یې بیا په هر هېواد کې توپير کوي.

 ځینو هېوادونو کې انقلاب دومره ګټور وي چې د هغه هېواد د پرمختګ او ځانبسیاینې سبب شي، او آن په نورو هېوادونو کې د انقلاب او مثبت تغیر لامل وګرځي. 

د مثال په توګه د فرانسې ستر انقلاب یادولای شو چې په یاد هېواد او کابو ټوله اروپا کې د نوي پیل او پرمختګ لامل شو.

افغانستان هم د نړۍ د هغه هېوادونو په کتار کې دی چې وخت ناوخته د انقلابونو شاهد وي، له همدې کبله افغانان هغه خلک دي چې د مختلفو نظامونو تجربه لري.

خو پوښته داده چې دلته په افغانستان کې ولې انقلابونو ښې پایلې نه دي لرلې، او په دې اړوند د اولس مسولیت څه دی؟

په دې لیکنه کې په دې خبرې کوو چې افغانان څنګه کولای شي له وروستي انقلاب (د اسلامي امارت واکمني) څخه ښه ګټه پورته کړي ترڅو د هېواد د پرمختګ او دلته د دایمي امن او ټیکاو سبب شي.

افغانستان شل کاله ورسته له یوې سختې جګړې راوتلی، هغه تورتم چې له کبله یې د سلګونو زرو کسانو  وینې تويي شوې او خپل سرونه يې نزرانه کړل.

کله چې په 1971 کال کې بنګلدیش هېواد خپلواکي تر لاسه کړه نو کټ مټ د افغانستان له اوسني حالت سره مخ وو، خو د بنګلدیش اوسېدونکو خپل همت د لاسه ورنکړ او د خپل هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره ژمن پاتي شول.

د یاد هېواد ټول اوسېدونکي دې ته چمتو شول چې له کوم امتیاز او معاش پرته خپل دولت سره کار وکړي، او  کابو ټولو دولتي مامورینو يې د ډیرې مودې لپاره بې معاشه خپلې دندې ترسره کولې.

د اولس دې همت بنګلدیش ورو ورو له ستونزو څخه خلاص او  پر ځان بسیاینې لور ته بوت، سره له دې چې د بنګلدیش د وکړو شمیر د افغانستان په پرتله څو چنده ډیر دی خو د خلکو همت او ملاتړ  دومره اړ نکړ لکه نن چې زموږ هېواد اړ دی.

د بنګلدیش یادونې څخه مې موخه دا  نه وه چې افغانان دې هم بې معاشه له خپل دولت سره کار وکړي دا ممکنه نه ده ځکه دلته د نړیوال شل کلن حضور، د میلیاردونو ډالرو ښکته پورته کېدو او نړیوالو مرستو افغانان یو ډول تیاره خواره اموخته کړل، او اکثره هېوادوال بیا داسې انګيري چې نړیوالې مرستې باید همیشه دوام ولري.

دغې غلطې انګېرنې له بده مرغه دلته د وطندوستي او هېواد پالنې حس ډیر کمزوری کړی ده، تر دې چې ګڼ شمېر دلته یواځې د پيسو د ګټلو لپاره شپې ورځې تېروي او افغانستان ته د خپل اصلي هستوګنځي او خاورې په سترګه نه ګوري.

 تاسې هم زما د دې خبرې هم شاهدان یاست چې ګڼ شمیر کسانو په تیرو شلو کلونو کې د خدمت او کار پر ځای یواځې خپل جیبونه ډک او د افغانستان سرمایه يې نورو هېوادونو ته انتقال کړه، او  په سخته ورځ يې هېواد یواځې پرېښود.

په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکا دلته د جګړې په ډګر  کې ستره او له شرمه ډکه ماتې وخوړه، خو اقتصادي جګړه يې لا هم په ټول توان سره دوام لري او غواړي له دې لار اسلامي امارت ناکام او د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله ډیره کړي.

نړیوال هم د امریکا په مشوره مرسته شوې پیسې حکومت ته نه ورکوي، او د نړیوالو موسساتو او سازمانو له لورې يې مصرفوي چې له بده مرغه تر نیمايي ډیري يې بیرته شخصي جیبونو او بهر ته ځي.

په داسې نازک حالت کې چې نړۍ له افغانستان سره په اقتصادي جګړه بوخته ده او د امریکا له اجازې پرته یوه خبره هم نشي کولای، نو افغانانو ته په کار ده چې د هېواد ژغورلو لپاره سره یو شي او له شته فرصت نه اعظمي ګټه واخلي.

افغانان نور باید په دې وپوهيږي چې په نړیوالو باندې تکیه کول او مرستو ته په تمه کېدل د دې هېواد هیڅ درد نشي دوا کولای.

اوس ډیری دا خبره کوي چې ګواکې موجوده نظام يې حقوقو ته ژمن نه دي او له دې کبله ورڅخه ملاتړ نکوي، د دوی په اند کېدای شي تر دې غوره نظام رامنځته شي، خو زه وایم دا د افغانستان د ژغورنې ورستی چانس دی او باید ګټه ترې پورته شي، ځکه د اوسني نظام په راتګ سره دلته بیرته د واحد او یو موټي افغانستان هیلې را ژوندۍ شوې دي.

دا خبره مې ځکه وکړه چې په تیرو شلو کلونو کې د فزیکي جګړې تر څنګ د ځینو هېوادونو په ځانګړي ډول د ایران او تاجکستان له لورې سخته فرهنګي او فکري جګړه هم روانه وه.

د همدې بدمرغه فرهنګي جګړې له کبله اوس ځیني تش په نامه سیاسون او مشران تر وېش په تالا خوشحاله دي او ددې مظلوم او جګړه ځپلي هېواد د تجزیه کېدو په هیله شپې ورځې تیروي.

دوی په وار وار په خپلو ناولو خولو سره افغانيت او ملي ارزښتونو ته سپکاوي کړی دی او ځيني خو يې حتی له خپل افغانیت نه پښېمانه دي.

که خدای مکړه دا ځل یو وړوکی چانس هم په لاس ورغی نو دا خلک به ورڅخه د خپلو بهرنیو بادارنو پر مټ ډیره ګټه پورته کړي، او دا هېواد به د قومي او ژبنیو اختلافاتو داسې کندې ته واچوي چې بیا به يې له تجزیې پرته بله حل لاره نه وي پاتي.

دې کسانو کلونه کلونه د خپلو خلکو په سرنوشت لوبي کړې دي او لا هم دوام ورکوي.
ګرانو  او قدرمنو هېوادوالو که غواړئ چې له دې بدمرغیو او شته ستونزو څخه خلاص شئ نو راځئ چې ټول یو موټی شو او لاسونه سره ورکړو ، د بهرنیو په خبرو ونه غوليږو او هر افغان د خپل تن او وجود برخه وګڼو.

که مو خپلمنځي اختلافات له منځه یووړل او د پردیو د لاسوهنې مخنیوی مو وکړ، نو حکومت به مو هم په خپلو پښو  ودریږي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې اوسمهال مو ډیری هېوادوال له ګڼو ستونزو، بیکارۍ او لوږې سره مخ دي، خو دا باید هیر نکړو چې کال وړاندې به دلته هره ورځ د سلګونه بې ګناه انسانانو وینې تويدې، هره ورځ او شپه به مو د چاودنو، بمباریو او چاپو له کبله ناکراره وه، هیڅوک خوندي نه وو ، حتی ماشوم د خپلې مور په غیږ کې هم د امنیت احساس نه کاوو.

په پای کې غواړم ووایم چې یواځې صبر، زغم، قناعت او له شته نظام سره همکاري مو له اوسني ناورین څخه را ایستلای شي.