افغانستان سره د ایران او پاکستان دوښمني دڅه لپاره ده؟

لسیزې وړاندې کله چې په افغانستان کې شاهي حکومت ړنګ او جمهوریت يې ځای ونیو، د سیمې استخباراتو دلته د لاسوهنو او خپلو اجنټانو د ځای پر ځای کولو هڅې پیل کړې، د جمهوریت بنسټګر شهید سردار محمد داود خان د خپلو ګاونډیانو له دې ناولي نیت څخه ښه خبر وو او په ټول توان سره يې هڅه وکړه چې د هغوی د لاسوهنو مخه ډب کړي.

خو دلته د ثور د ۷ اوومې خونړۍ کودتا هر څه بدل کړل، په افغانستان کې وینه تویدنه پیل شوه او د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د حکومت پر وړاندې د دریدو او نا امنۍ اورونه بل شول.

د سیمې استخباراتو له دې فرصت نه ښه ګټه پورته او په افغانستان کې د خپلو ګتو د خوندي کولو په موخه يې د عمل میدان ته را ودانګل، روسیه، پاکستان او ایران په دې چاره کې تر نورو هغو مخکښ وو، روسیه مجبوره وه چې د خپل نړیوال برم د ساتنې او له خپل قلمرو نه د خطر د لرې کولو لپاره په افغانستان کې نفوذ ولري.

خو پاکستان د ډیورنډ دفرضي کرښې د رسمیت پيژندنې په موخه د افغان حکومت د ضعیفولو او دلته د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې.

ایران هم کرار نه وو ناست د افغان شعیه ګانو د خپلولو لپاره يې له اولې ورځې دلته فرهنګي یرغل شروع کړ، د شعیه ګانو په جوماتونو او مدرسو کې به په ښکاره ډول د ایران لپاره تبلیغ روان وو او داسې به يې څرګندوله چې د ګډ مذهب له کبله د افغان شعیه ګانو او ایرانیانو ټولې ګټې او زیان یو دی او هیڅ توپیر پکې نشته. 

د همدې فرهنګي یرغل پایله ده چې نن په رڼا ورځ د کابل په زړه کې یو څوک د خپل هېواد د ټولو ملي ګټو خلاف په ایران کې له افغانانو سره په شوي وحشت سترګې پټوي، د ایران  په سفارت ګلونه شیندي او خپل هېوادوال ښکنځي. 

د لته د کورنیو جګړو او بدمرغیو تر پیل کېدو وروسته د پاکستان غوښتنې ورو ورو ډیرېدي، پاکستان داسې وپتیله چې د ډیورنډ پر ځای باید تر مټکه پورې د پاکستان د يوې نوې صوبې د جوړولو لپاره کار وکړي.

که څه هم کورنیو جګړو دلته ډیر ویجاړی وکړ، د کابل په ګډون ډیری لوی ښارونه په کنډوالو بدل شول او د میلیونو انسانونو ژوند يې واخیست، خو یوه ګټه يې دا وه چې افغانانو ته يې دوست او دوښمن ډیره ښه وروپیژندل.

 دلته د امریکا د ماتې او نوي حکومت تر واکمنېدو وروسته ایران او پاکستان په اسلامي امارت د فشار راوستلو په موخه د لوبې بڼه بدله کړه:

له بده مرغه ایران هلته میشت افغان کډوال د وسیلې په توګه کاروي او د هغوئ په وژلو او ځورولو یې لاس پوري کړی تر څو له لدې لارې په نوي حکومت خپلې غوښتنې ومني.

او پاکستان بیا ډیورنډ ته د رسمیت ورکولو په موخه په شپو شپو د افغانستان په وارداتو او صادراتو بار موټر د تورخم او سپین بولدک په بندرونو کې درولي وو، او پر ډیورنډ فرضي کرښه يې د اوښتو را اوښتو چاره ډیره ستونزمنه کړې ده.

په وروستي اقدام کې پاکستان د ټولو نړیوالو  قوانینو خلاف او د ګاونډیتوب د ټولو اصولو ترپښو لاندې کولو سره د کرښې دې غاړي ته هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان په دې سره غواړي نړۍ ته داسې څرګنده کړي چې ګواکې په افغانستان کې د پاکستان د حکومت وسلوال مخالفین شتون لري او باید مبارزه ورسره وشي.

یاد هېواد په دې توګه غواړي د افغانستان په نوي حکومت فشار راولي، او دې ته يې مجبوره کړي چې پاکستان ته د یوه ځواکمن ګاونډي په حیث درناوی ولري او د هر هغه کار نه ډډه وکړي چې د پاکستان د ګټو خلاف وي. 

د ایران او پاکستان د دې ټولو فشارونو موخه دا ده چې دلته په افغانستان کې د خپلې خوښې لاسپوڅی او د دوئ ګټو ته ژمن حکومت رامنځته شي، خو د افغانانو یو موټي کېدل او له خپل حکومت سره  اوږه پر اوږه دریدل به د دوی دغه ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي.

افغانان په دې ښه پوهیږي چې ګاونډیانو يې د افغانستان نوی حکومت تر خوږ ګوته نیولی، اوله شته مجبوریتونو څخه يې ناوړه ګټه پوره ته کوي.

اصلي خبره دا ده چې اسلامي امارت باید هیڅکله دې ډول فشارونو ته تسلیم نشي، ډیرې حقوقي لارې شته چې دا ډول موضوعات ورباندې حل شي او خپل غږ تر نړیوالو پورې ورسوو.

که چېرې دا ستونزې د ډیپلوماتیکو لارو حل نشوې نو افغانستان نړیوالې محکمې او ملګرو ملتونو ته د شکایت حق لري، او که هغوئ هم ستونزه حل نکړه بیا دې اولس ته مراجعه وشي، افغانان ډیر ښه پوهيږي چې یرغلګرو  ته څنګه جواب ووايي.

د افغانستان حکومت دې اوس مهال خپل ټول پام دې ته واړوي چې نړۍ يې په رسمیت وپيژني، په دې سره به د افغانستان اوسنۍ ستونزې تر ډیره بریده حل شي.
ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان باید پوه شي چې یوه ورځ به د افغانستان حکومت خامخا په رسمیت وپيژندل شي، او افغانان به د ارام ساه واخلي.

او دا هم تجربه شوی حقیقت چې د دې خاورې اوسېدونکي هیڅکله هم خپل غچ چاته نه پريږي، دا خبره دلته بیخي عامه ده چې وايي غچ یواځې له سپي نه پاتي کېږي.

پاکستان به دلته د ټولو کړو جنایتونو حساب خامخا ورکوي، داسې ورځ هم راتلونکې ده چې د ډیورنډ په نوم به هیڅ کوم سرحد شتون ونلري، او په ټوله مقبوضه پښتونخوا کې به د افغانستان بیرغ یوه ورځ خامخا ورپیږي. 

لیکنې ته د شاعر په لاندې بیتونو دپای ټکی ږدم.
مغل نه یم چې له زخم نه به ژاړم – انتقام په پرهرونو کې رانغاړم
چې لږ سم شم لږ دمه شم پنجابیه – د زرې زرې حساب به درنه غواړم