_2 (2).jpg)
کابل(روهي): د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر چې فراه ولایت ته يې سفر کړی، ویلي چې د بخش اباد بند د جوړولو هوډ لري.
ده ویلي، پخوا هم د بیا رغونې چارې بریالۍ وې او په راتلونکې کې هم د افغانستان د ابادۍ او بنسټیزو پروژو په پلې کولو کې مصصم دي.
دغه نوموړي د یاد ولایت له مسوولینو سره لیدنې کتنې هم کړې دي.
د يادونې ده چې د بخش اباد د بند جوړولو چارې په تېر نظام کې پېل شوې وې، خو په هېواد کې تر نوي تحول وروسته یې کار درېدلی دی.