خوست او پکتيا د شاو خوا زرمهاجرو کورنيو کوربانه ګرځېدلي

 افغان پولې ته څېرمه په كورمه اېجنسۍ كې  د شېعه او سني ډلو ترمنځ  درنې جګړې روانې دي، چې له امله يې شاوخوا زر  كورنۍ پداسې حال كې خوست او پكتيا ولايتونو ته را كډه  شوې چې له ځانونوسره يې نه د پوښاك او نه هم د خوراك لپاره څه راوړي دي. د همدغو جګړو له امله  له كوزې پښتونخواڅخه د راکډه شويو کسانو  شمېر  زرګونوتنو ته رسيږي .
د  خوست والي ارسلاجمال وايي ، چې د دغه ولايت عليشېرو، باك او لكڼو سيموته پنځه سوه  كورنۍ چې د غړو شمېريې څو زرو ته رسيږي ،  راكډه شوي دي.
د خوست دولتي ادارو په عليشېرو كې پر څلور سوه پنځه  دېرش كورنيو  خواركي مواد او  د پوښاك لپاره  ژمني توكي  وويشل . ارسلا  جمال وايي ، چې په راتلونكو دوو ورځو كې به په باك اوځاځي ميدان ولسواليوكې مېشتوكډوالو ته هم مرستې ورورسوي.
 همداشان  د پكتيا والي وياند دين محمد دروېش وايي، چې د دغه ولايت  ځاځيو، ډنډپټان او نورو   سرحدي سيمو ته د كورمې اېجنسۍ له مركز پاړه چنار څخه پنځه سوه كورنۍ پداسې حال كې راكډه شوي چې ماشومانوته يې د سينه بغل سختې ناروغۍ هم ورپېښې شوي دي.
دى وايي چې سيمې ته يې ډاكټران ، درمل ، خوراكي او د پوښاك لپاره ژمني توكي ورليږلي دي.
 خوست والي په وينا  راغلي كډوال دامهال د ځايي خلكو په كورونو كې ويشل شوي او زياتوي ، چې دا مرستې د دوى له پاره بسنه نه كوي او  لويې ستونزې يې د سرپناه او خوراكي توكو نشتوالى دى.
 د جګړو له ويرې راتښتيدلي ملكي وګړو  له افغان دولت او نړيوالو څخه  وغوښتل ، چې د دوى لپاره دې پنډغالي جوړ او زياتې مرستې وكړي ځكه د هغوى  په خبره د جګړو له امله يې يواځې سرونه راخلاص كړي او ډك كورنه يې پاتې شوي دي.
 راكډه شوي خلك وايي، چې په سيمه كې يې د روانو جګړو  په لړ له سلو زيات  كسان وژل شوي،  په زياته اندازه  كورونه  لوټ شوي او سوځول شوي هم دي. د وروستيو شمېرو له مخې تر اوسه د کورمې په مذهبي نښتو کې شاوخوا 330 کسان وژل شوي او 700 هم ټپيان شوې دي .