ملګرو ملتونو سازمان سره ډېر بلد او په اړه يې مهم مالومات ولولئ 

ملګري ملتونه نږدې ۱۹۵ غړي هیوادونه لري؛ له دغه دوه سوه غړو هېوادونو يې ۱۹۳ دايمي غړېتوب  لري او دوه هېوادونه د ياد سازمان دايمي غړي هېوادونه نه، بلکې  د څارونکو دولتونو يا observer states ورته وايي. observer states په دې مانا چې د ملګرو ملتونو عمومي اسبملۍ ناستو ته دغه هېوادونه دعوت کېږي، خو خپله په کې غړېتوب نه لري. همدا ډول، دغه هېوادونه د ملګرو ملتونو د ځينو ادارو ددايمي غړېتوب هم لري. فلسطین او واتیکان د ملګرو ملتونو څارونکي دولتونه دي. 

ملګري ملتونه وسله وال پوځ هم لري؛ د دغه سازمان وسله وال پوځ د سوله ساتي ځواکونو يا  peacekeepers په نوم ياديږي.  شمېر يې سل زره  تنو ته رسيږي او د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د انساني حقونو  د ساتنې او د ښکېلو جنګي  ډلو ترمنځ د جګړې بندېدو لپاره  ماموريت تر سره کوي. د ملګرو  ملتونو د پروګرامونو له منځه پراخه يو يې WFP يا د خوراک نړيوال پروګرام دی، چې د نړۍ ۱۱۵ مېليونه وګړو سره د خوراکي توکو  په برابرولو کې همکاري کوي. 

د ملګرو ملتونو عمومي دفتر د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې شتون لري. هغه سيمه چې د ملګرو ملتونو دفتر په کې دی،  international territory يا نړیواله خاوره ورته وايي، په دې مانا چې ځايي حکومت پر حاکميت نه شي ساتلی. له نيويارک وراېخوا، ملګري ملتونه جنیوا، ویانا او نایروبي هم دفترونه لري. عربي، انګلېسي،  روسي، چينايي، فرانسوي او هسپانيوي د دغه سازمان شپږ رسمي ژبې دي. ټولو رسمي غونډو کې بايد په دې شپږو ژبو له يوې خبرې وشي او همدا ډول د ملګرو ملتونو سازمان ټول سندونه په دغه ژبو ليکل کېږي. 

ملګري ملتونه نړۍ کې د ډېپلماټيکو هڅو ستر مرکز دی. ددغه سازمان اساسي موخو  څخه  نړۍ کې د سولې ساتنه او  امنيت دی. د ملګرو ملتونو  سازمان په  اړه يو جالبه خبره دا ده، چې د دغه سازمان په ناستو کې تر ټولو اوږده  وينا ۱۹۵۷ز کال کې د وي.کي کرېشنا په نوم هندي ډېپلماټ د کشمير مسلې په اړه وکړه چې پنځه ساعته اوږده وه او دغه سازمان کې د ترټولو اوږدې وينا رېکارډ لري. 

اندونيزيا د ملګرو ملتونو  سازمان هغه يوازينی هېواد دی، چې يو ځل يې ملګرو ملتونو کې غړېتوب واخېست او بېرته دغه سازمان څخه ووت. اندونزيا يو کال وروسته بېرته د ملګرو ملتونو سازمان غړېتوب د دويم ځل لپاره واخېست. سويلي سوډان وروستی  هېواد  دی، چې د ملګرو ملتونو غړېتوب يې واخېست. سويلي سوډان په ۲۰۱۱ز کال کې د ملګرو ملتونو غړی هېواد شو.