مذهبې ټولنه او خالي جوماتونه

دافغانې ټولنې یوه ځانګړنه مذهبي والی یادیږي.ریښتیا هم دې ټولنه کې مذهبي تأثر د ژوند هر ډګر کې له ورایه ښکاري، چې تر ډیره ممدوح عمل ده، خو کله ناکله د مذهب تر چتر لاندې د افراط په څوکه له مذهبي آرونه پښه باسو او کله ناکله بیا د تفریط په کنده کې د مذهب اصول دفن کوو. ډیر لرې نه ځو د جومات په محوطه کې د یوې وړې بیلګې په ضمن کې لنډه یادونه کوو او بیا وروسته په اړوندو عواملو او حل لارو بحث کوو. دا دی د روژې مبارکه میاشت عملا روانه ده، ددې میاشت فضیلت او ارزښت ته په کتو واقعا د عبادت او نیایش فرصت ده. هر مسلمان په ځانګړې توګه ځوانانو ته په کار ده، چې هر وخت بیا په ځانګړې توګه د رواني میاشتې په لړ کې عباداتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه شرعا د ځوانۍ عبادت په تناسب د بوډاتوب سره ډیر اجر لرونکی شمارل کیږي. او تر ډیره دې میاشت کې ځوان کهول هم مقید او د تقوا طرف ته مایل معلویږي، مثلا اکثریت مطلق ځوانان د روژه نیولو او تر یوه حده یې د ادابو خیال ساتي، تسبیح په لاس ښکاري، صدقاتو کې حرص لري،تراویح او ختمونو کې یې هم صفونه ښایسته کړي وي. دا د موضوع یو بُعد ده اما له بله پلوه که خپله ټولنه کې فکر وکړو د شریعت په اصلي روح په ټوله مانا عامل نه یو. شریعت کې هر عبادت ځانګړی حکم، ثواب او وخت لري، مثلا: د شریعت له مخې لمونځ شبانه روز کې پنځه وخت دایما فرض عین دی، په جمعې سره ادا کول یې واجب/سنت مؤکد او له انفرادې لمانځه وویشت درجې زیات غوره والی لري، منکر/ قصدا نه کوونکی یې کافر او حتی ځینې علما یې د غفلت له مخې نه کوونکی هم کافر بولي خو په راجح قول سره فاسق دی. اما ددې ستر حکم\عبادت په وړاندې وګړي او بیا په ځانګړې توګه ځوان کهول بې پروا بریښي او دا موضوع له روژې پرته نورو وختو کې له خالي جوماتو سړی ښه درک کولای شي. سړی خفه شي، چې د فرض عبادت سره زموږ د خلکو بی اعتنایې وګورې او بیا له سنت (تراویح) سره د دوي دلچسپي وګوري. حقیقتا په خپل ذات کې د هر نیک عمل سره دلچسپي یا په شرعي حکم منګولې خښول ممدوح دی، خو په ټولنه کې یې د دین د فهم یا یې په احکامو باندې د وګړو فهم او درک ته چې وکتل شي د تأمل او تدبر مایه هم ده. په کار خو دا ده، چې فرضو ته د فرض او سنتو ته دسنتو په حکم قایل شو، اولا پنځه وخته لمانځه کې او بیا یې په جمعې سره جومات کې پابندې وشي، نو طبعا د تراویح لمونځ هم چې یو افضل عبادت دی کما حقه ادا کیږي. مناسبه خو دا وه، چې جوماتونه تل په پنځه وخته لمونځونو کې هم همداسې ډک وی لکه د مبارکې میاشتې په تراویح کې چې ډک وي.
 
ورته وخت کې د ټولنې بل تفریط مو بیا دا ده، چې د عام ولس دا شور او ذوق د ملا امام یا قاری صیب لخوا د ترویخ په لمانځه کې په داسې ډول بدرقه کیږي، چې د شریعت له روح سره دا هم اړخ نه لګوي. هغه جوماتونو کې چې د قران کریم ختم نه کیږي او یواځي په ترایح باندې بسینه کیږي، ځینې وخت د ملا امام صیب لخوا په داسې سپيډ\سرعت سره تراویح ادا کیږي، چې د اذاکرو پرته یواځي د اړوند رکن ادا کولو هم سپین ژیرو ته په دومره تیزۍ کې ممکن نه وي. نن مې فیسبوک کې دې اړوند د یوه کلیوال ځوان لیکنه ولیدله، هغه لیکلي و، چې زموږ جومات کې د تراویحو سپیډ\سرعت 4G دی او هر څه سره 25  دقیقو کې خلاصیږي. هغه جوماتونو کې چې د قران کریم حتم کیږی، خو دا ختم بیا د ځینو لخوا په دومره سرعت سره کیږي، چې ثواب خو لا څه چې بر عکس مقتدیانو\قاریصاحب ته عذاب وګرځي.
 
ټوله کې مې هدف لدې لیکنې د ټولنې اصلاح او سمون ده، طمع لرم، چې د ټولنې هر قشر د دین روح ته په کتو خپل ژوند په ځانګړې توګه خپل عبادات عیار وګرځوي، تر څو له یوې خوا د مستهدف اجر او ثواب څښتنان وګرځیږي او له بلې خوا دین په ژوند کې د تحول او تغیر سبب وګرځیږي.
 
دا چې جومات دولسونو او ددوی د صالحو اشخاصو ترمینځ یو ښه نښلوونکي پل دي، د ټولنې هر وګړۍ کولی شي، چې د خپلو صالحو کسانو لخوا خپل روحي تربیت وکړي او له انزوا والي، کوم چې زمونژ دین او نورو ډیرو ادیانو کې یو روحي ناروغی شمیرل شوي ،  ځان او هم نور وژغوري او په دي ډول ټولنه کې د یوځای کیدو محور وګرځي . پردې سربیره جوماتونه د خلکو خپلې منځې هغه را ټولیدنې لاره هواروي، چې د مذهبي مسؤلیت تر سره کولو اخوا ټولنیز مسؤلیتونه هم ضمناً پکې ملحوظ شي. مثلا جومات خلک د یوه او بل له احواله خبریږي، د روغ او ناجوړ معلومات کیږي، د ښادۍ او غم چیغه بدرګه کیږي، محله کې د شته مصیبت او پرمختګ غږ اوریدل کیږي، خو بیا هم ډیر ځله جوماتونه له لمونځ کوونکي په ځانګړې توګه له ځوانو مقتدیانو په داسې حال کې خالي بریښي، چې ځوان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او ننۍ نړۍ کې د نفوس لویه برخه جوړوي؛ نو اړتیا ده، چې لاملونه یې وموندل او د حل په موخه یې کوټلې ګامونه واخیستل شي.
 
د خلکو دجلب او جذب پر وړاندي پراته خنډونه:
ځیني خلک له سالمي روزني اوکافي دینی پوهي سره سره  احساسات او عواطف هم لري  چې جوماتونه او ملا امامان کولای شي د مختلفو پروګرامونو په لاره اچولو سره ددوي دغه انساني او اسلامي احساسات اوعواطف کابو کړي او خلک په ځانګړې توګه ځوانان لا وهڅوي چې جومات او ممبر سره خپلې اړیکي لا پیاوړي کړي . مثلا ځیني ځوانان غواړي دیني مراسمو کې دیني شعرونه او نعتونه زمزمه کړي او خوش طبیعتی وکړي .
 
تر ډیره بریده دا غلط تعبیر او تحلیل دی چې له دین څخه د ځوانانو فاصله یوازي فرهنګې یرغلونه او د ددوی د هوس او هوا له امله دي؛ بلکي دغه پدیده مختلف عوامل لري چې باید اوسنۍ عصر کې دغې موضوع ته په واقعي ډول توجه وشي او مخنیوی یې وشي . ځیني دلایل او لاملونه چې د خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو دغه فاصله او له دین څخه تیښتي ته یې زمینه برابره کړي په لاندي ډول دی :
 
۱-دیني مفاهیم او موضوعات ګونګ او په غیر معقول ډول بیانول ؛
 
۲- سیاسي او مذهبي اختلافونه ؛
 
۳- د جوماتونو د ملا امامانو او نورو مسولینو غیر مسؤلانه چلند کول له خلکو سره ؛
 
۴- د ځوانانو لومړني او اصلي ستونزو او موضوعاتو ته نه رسیدګي او حتی پري بحث هم نه کول لکه واده ، داوسیدني سهولتونه ، کار او مصروفیت جوړونه ، ددوي دظرفیت لوړوني مسایل او داسي نور .
 
ددي لپاره چې دغه متحرکه او له انرژي ډکه قوه نوره له جومات او نور دیني اصولو سره مخالفت خپل نه کړي او دغه واټن نوره هم زیاته نشي د ټولنې د ټولو و ګړو په ځانګړې توګه د علمای کرامو او نخبه کسانو مسؤلیت جوړیژي. ترڅو داسي معاصره تګلاره خپله کړي، چې دغه شته واټن له منځه یوسي او په ځانګړې توګه ځوانان نور هم تشویق کړل شي چې له دین او دیني اصولو سره مینه او محبت ته لومړیتوب ورکړي او دژوند له اصولو او اړتیاوو څخه یې وبولي .
 
دلته به کوښښ وشي چې په ډیر لنډ ډول هغه موانع او خنډونه ذکر کړل شي چې د خلکو په ځانګړې توګه دځوانانو، نه رغبت له جومات سره په ډاګه کوي او کوښښ دي وکړل شي چې د علماوو او نورو مخورو مشرانو لخوا یادو ستونزو ته ژر تر ژره رسیدنه وشي او له مخه لیري کړل شي :
 
۱- د کار او مصروفیتونو زیاتوالی :
د خلکو په ځانګړې توګه دځوانانو د کاري مصروفیتونو او له یو کار او دندي څخه په ډیرو دندو مصرفیت ددي لامل شوی، چې هغوي له ذهني فشار سره مخامخ شي او له جومات او دیني شعایرو سره خپلي اړیکی سستي کړي . دغه بی حده مصروفیت ددي ترڅنګ چې دوي له دین او شعایرو لیري ساتي ، ددوی پر روح او وجود هم خپل اثر لري او ځوانان تل د ستړيا او کسالت احساس کوي . دوی خپل ټول ژوند او وخت پر دندو او مصروفیتونو تیروي او له تفریح او یا خپلو خپلوانو د احوال اخیستلو څخه هم بي برخه کیژي، چې په دي توګه له ټولنیز ژوند څخه یې هم واټن ورو په ورو په کمیدو شي او بلاخره په بشپړه توګه منزوي شي .
 
۲- د رسنیو پروګرامونه:
د اسلام په لومړنیو کلنو کې ټولنې دومره پرمختګ نه و کړي، رسني او د دوي ډول ډول برنامي موجودي نه وي ، انترنت شتون نه درلود ، دتفریح او سکون لپاره دومره وسیلې موجود نه وو، په لویه کچه پانګونه او بازارونه شتون نه درلود او یوازی جومات وو چې د دیني ارشاداتو او اصولو د خپرولو د مرکزیت په حیث تري کار اخیستل کیده ځکه خو د خلکو رغبت او مینه له جومات او ملا امامانو سره خورا زیاته وه خو نن صبا بي شمیره رسنۍ شتون لري ، ګڼ شمیر معنی داره او بی معنی پروګرامونه رسنیو کې خپریژي ، د جوماتونو او ملا امامانو په خلاف تبلیغات او د خلکو پر ذهن او فکري ودي کار کول ، له معنی او مفهومه لیري سریالونه او فلمونه او داسي نور هغه لاملونه دې چې د ځوانانو رغبت او شوق یې له جومات او د جماعت له لمانځه سره یې خورا ټکنی کړي او خورا منفی تاثیر یې د دوي پر ذهنونو درلودلای دی .
 
۳- اختلافات:
جومات د ولسونو د راټولیدنې او وحدت مرکز دی او کوښښ دې وشي، چې تعبد ترڅنګ دې  د مسلمانانو ترمینځ د همدي اصلي هدفونو لپاره تري ګټه پورته کړل شي. جومات کې ټول د یو خدای عبادت کوي ، او خپل مینځ کې هیڅ کوم ځانګړنه: ثروت ، تعلیم او تحصیل ، عمر ، نژاد ، ټولنیز مؤقف او  داسي نور هیڅ په نظر کې نه نیسي او ټول یوشان د یو امام شاته خپل لمونځ کوي .
 
تر ډیره بریده سیاسي او مذهبی اختلافونه ، ژبنی او سمتي تعصبونه او داسي نور هغه لاملونه دي، چې د ولسونو او لمونځ کوونکو ترمینځ د کرکې او نفرت فضا جوړي او په پایله کې به د ټولنې افراد له جوماتونو سره واټن خپلوي او له یوه بل څخه د کرکې اونفرت له امله به جوماتونو ته نه ورځي او خپلو کورنو کې لمونځ او عبادت کولو ته ترجیح ورکوي .
 
۴- د جوماتونو د ملا امامانو او مبلغینو د فعالیتونو کم رنګ والی او یا هم د کیفیت کموالی :
هغه جوماتونو کې چې ملا امامان یې د نني عصر سره سم دیني اصول نه بیانوي ، تشویقي خبري او ډیالګونه نه کاروي ، د ننۍ عصر مسائل نه بیانوي او همغه پخوانی او تکراري بیانونه په څو ځلو اوروي نو تمه دې نه کیژي چې ټول ولسونه دي جومات ته حاضر شي او یا هم دې ته وهڅیژي چې د جومات په نورو دینو برنامو کې د شوق او رغبت له مخي ګډون وکړي .
 
۵- دجومات او په جماعت کې د لمونځ کولو له فضیلت او ثواب څخه نا خبري :
جومات کې کیناستل عبادت دی او بي شمیره ثوابونه یې شریعت کې ذکر شوي دي . جومات کې شته خلک دالله متعال ځانګړي میلمانه دې.
 
له دیاد فضیلتونو او ثوابونو څخه ناخبره خلک له جوماتونه څخه واټن اخلي او فکر کوي لمونځ کول کور او جومات کې ورته دي او هیڅ فضیلت به نه لري .
 
د اسلام په لومړینیو کې ځیني صحابه وو د هوا زښت زیات ګرموالی بهانه کاوو او جومات او لمانځه ته به نه حاضریدل . رسول اکرم صلی الله علیه وسلم چې کله له دې موضوع څخه خبر شو ډیر خفه شو او وی ویل : ما پریکړه کړي چې د هغو خلکو کورونو ته اور ورته کړم چې جومات ته نه حاضریژي چې دې وخت کې د سوره بقري (۲۳۸) آیت نازل شو .
 
( د ټولو لمونځونو په کولو کې کوښښ کوی په خصوص د وسطی لمونځ ( ماسپښین لمونځ) ، او د عاجزی او اطاعت له مخي ولاړشی او تنبلي مه کوی )
 
۶- جوماتونو کې دمیشت او مسؤلو خلکو ناسم چلند :
کیدای شي یو له مهمو دلایلو څخه چې ډیری  خلک او په ځانګړې توګه ځوانان جوماتونو ته نه حاضریژي همدا د ځینو جوماتونو د مسولینو ( ملا امام ، خادم ...) ناسم چلند او له تحقیر څخه ډکي خبري او لهجه وي چې د ځوانانو شوق او رغبت یې له جوماتونو سره دومره ټکنۍ کړی .
 
که د جوماتونو دمسؤلینو چلند سم شي ، ځوانانو ته تشویقي خبري او لاري چاري په لاره واچوي؛ نو کیدای شي دغه شته واټن راکم شي او ځوانان لا وهڅیژي چې خپله هم جومات ته راشي او نور ځوانان هم دعوت کړي او د جومات په فضایلو یي خبر کړي .
 
په خواشینۍ سره دغه ناسم چلند تر ډیره بریده دمشرانو لخوا نوي ځوان شوي وګړو سره تر سره کیژي لکه مخکینۍ صف کې د اودریدو په سر تهدید او بد چلند ، ځوانان تهدیدول چې کله هم له دوی د سهوي او نا فهمی له مخي لمونځ کې اشتباهات وشي آن کله هم دا بیچاراګان په پتلون او لوڅ سره باندې لومنځ کولو باندې دومره تهدید شي، چې جومات خو څه ټول دین ورته (ببو) ښکاره شي. دا ټول ناوړه چلندونه ددي سبب کیژي چې ځوانان له جومات او منبر سره خپل اړیکې وشلوي او نورو مذخرفو برنامو او لارو چارو ته مخه کړي .
 
۷- نا سم چاپیریال ، ټولنه او ناوړه دودنه :
انسان ټولنیز مخلوق دی او داسي خلق کړل شوی چې له نورو سره باید تل په اړیکه کې وي او ځیني کارونه یې تر نورو تړلي وي نو مجبورا له نورو سره راشه درشه او راکړه ورکړه وکړي او تر ډیره بریده هغه دودونه او فرهنګونه چې د ټولني د افرادو ترمینځ شتون لري ، وپالي او ترسره یې کړي .
 
که انسان داسي یوه ټولنه او ناسم چاپیریال کې واوسي چې هلته د ديني شعایرو سپکه ویل کیژي ، جوماتونو خلاف تبلیغات کیژي او په قصدی/شعوري ډول خلک له لمونځ او جومات څخه راګرځول کیژي نو تمه نشي کیدای چې دغه فرد دې له جومات او دیني شعایرو سره خپل مینه څرګنده کړي او یا دې هم راتلونکې کې ورته کومه علاقه پیدا کړي .