صحارا؛ نړۍ کې ترټولو وچه او سوځونکې دښته

نړۍ کې د دښتو شمېر ډېر دی، خو هغه دښتې چې پراخوالی يې ډېر دی، کمې او د ګوتو په  شمېر دي. انتارکتیکا چې په اصل کې لويه وچه ده، خو د نړۍ ترټولو ستره دښته هم شمېرل شوې ده. انتارکتیکا کې بوټي نه کيږي او ځانګړنې يې د دښتې په څېر دي، نو ځکه د نړۍ ترټولو ستره دښته بلل کېږي. له انتارکتیکا وروسته شمالي قطب يا آرکټیک هم نړۍ کې  دويمه ترټولو لويه دښته ده. انتارکتیکا او آرکټيک دوه هغه دښتې دي، چې هوارې دي، بوټي - ونې په کې نشته، ځنګلونه نه لري او ډېرې سړې دي. د نړۍ يوازېنۍ وچه، ډېره ګرمه او سوځونکې دښته افريقا کې پراته ده، چې صحارا ورته وايي. د پراخوالي پر اساس دغه دښته د نړۍ درېيمه ترټولو ستره دښته ده. 

د دغه دښتې صحارا نوم د عربي ژبې له صحراء کلمې اخېستل شوی دی. عربي کې صحراء دښتې ته وايي؛  صحراء  مفرد (يوګړی) نوم دی او بيا د صحراء ډېرګړی (جمع) صحارا ده، چې د دښتو مانا ورکوي. د صحارا دښتې پراخوالی نهه مېليونه او دوه سوه زره کيلو متره مربع  ته رسيږي. صحارا د شمالي افریقا ډیری برخه پوښي؛ د مراکش، الجزایر، چاد، مصر، لیبیا، مالي، موریتانیا، نایجر، لویدیځ صحارا، سوډان او تونس هیوادونو ځيني برخې دغه دښته کې شامليږي. که سره پرتله شي، نو د صحارا پراخوالی د امريکا او يا د چين د پراخوالي برابر دی. 

دغه  دښته ډېره وچه او ګرمه ده. هلته ژوند نه کيږي، اوبه نه پيدا کېږي، بوټي او ژوي شتون نه لري. صحارا بيا د تګ - راتګ پراخه او سترې لارې لري. له ډېر تېر راهيسې د افريقايي هېوادونو ترمنځ د اوښانونو کاروانه او سوداګري د همدې دښتې په وهلو کېدلې، اوس کې هم دغه دښته د ګرځندوی او ځينو برخو کې د تګ راتک لارې لري، خو څوګ په کې په دايمي ډول نه اوسيږي. صحارا دومره ګرمه ده، چې يو ځل يې په ۱۹۲۲  د تودخي درجه ۵۸ سانتي ګراېډ تته ورسېده. هلته ځيني ژوي ژوند کوي، خو د ځنګلونو د ژويو په پرتله يې شمېر ډېر کم دی. 

صحارا د لرغون پوهانو او ساينس پوهانو لپاره د څېړنو او مطالعو يو ښه مرکز، سرچينه او لابراتور دی. هلته د مېليونه کالونو د ژونديو موجوداتو نښې نښانې شتون لري. هلته د ډیناسور داسې پاتې شونې موندل شوي دي، چې ميليونه کاله پخواني دي. له ډیناسور وراېخوا، صحارا دښته کې د کاڼو او ډبرو، بوټو، ژونديو موجوداتو،  تګ - راتګ  او طبيعي پښو داسې نښې - نښانې شتون لري، چې د ګرځندوی او پلټونکو لپاره جالبې او حيرانونکي دي.  

د نورو عامو دښتو سره په توپير کې، صحارا دښته ۷۰ سلنه له غټو - غټو تيږو جوړه شوې او يوازې دېرش سلنه په کې شګي او نور مواد دي. په عام ډول، دښتې ډېرې له سرو او سوځونکو شګو جوړې شوې وي. صحارا دښته کې تر ديرشو د اوبو جهيلونه هم شتون لري، خو دغه جهيلونه ټول مالګينې اوبه لري، چې د انسانانو، ژويو او بوټو لپاره يې له ګټې او ضرر ډېر وي.