شل نړيوال سازمانونه: پېژندنه، جوړښت او اغېز يې؛ ۱- ملګري ملتونه 

د نړیوالو سازمانو پېژندنه او شمېر يې 
يو نړیوال سازمان د نورمونو او مقرراتو یو باثباته ټولګه ده چې په نړیوال سیسټم کې د دولتونو او نورو لوبغاړو چلند اداره کوي. انګلېسي کې ورته نړيوال سازمان/ international organization يا international institution وايي. نړيوالو سازمانونو ته ځيني وخت د حکومتونو ترمنځ سازمانونه يا  intergovernmental organizations هم وايي او دا نوم ځکه ورته اخېستل کېږي، چې غړي يې د نړۍ بېلا بيل دولتونه او حکومتونه وي. نړۍ کې  ترټولو لومړی او پخوانی نړيوال سازمان د مخابراتو نړیواله اتحادیه يا International Telecommunication Union په نوم سازمان وو، چې ۱۸۶۵ز کال کې جوړ شوی وو. اوس وخت کې، نړۍ کې شااوخوا درې سوه نړيوال سازمانونه شتون لري. ملګري ملتونه له ټولو نړيوالو سازمانونو لوی او مخکښ سازمان دی. 

د ملګرو ملتونو پېژندنه 
ملګري ملتونه یو بین الحکومتي سازمان دی چې موخه یې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ ترلاسه کول، او د هیوادونو د کړنو همغږي ده. دا د نړۍ ترټولو لوی او پیژندل شوی نړیوال سازمان دی. د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر  نیویارک ښار کې دی، او نور مرکزي دفترونه يې په جینوا، نیروبي، ویانا، او هاګ کې دي. 

ملګري ملتونه کله او څنګه جوړل شول؟ 
د ملګري ملتونو سازمان د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د راتلونکو جنګونو د مخنیوي په موخه رامینځته شوو. دغه سازمان د پخواني نړيوال سازمان (د ملتونو ټولنې يا League of Nations) د نااغېزتيا له امله جوړ او تاسيس شو.  د ۱۹۴۵ کال د اپرېل په ۲۵مه ۵۰ دولتونه په سان فرانسیسکو کې د یوه کنفرانس لپاره سره راټول شول او د ملګرو ملتونو د منشور په مسوده یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ کال د جون په ۲۵مه تصویب شوه او د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو د کار پیلولو سره نافذه شوه. د منشور له مخې، د سازمان په موخو کې د نړیوالې سولې او امنیت ساتل، د بشري حقونو ساتنه، د بشري مرستو رسول، د دوامدار پرمختګ هڅول، او د نړیوالو قوانینو ساتل شامل وو.  د ملګرو ملتونو په جوړېدو سره ۵۱  غړي هیوادونه په کې وو؛ په ۲۰۱۱ز کال کې د سويلي سوډان په یوځای کیدو سره، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو سازمان فعاليت او اغېز 
د نړۍ د سولې د ساتلو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ماموریت په لومړیو لسیزو کې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد او د دوی اړوندو متحدینو ترمنځ د سړې جګړې له امله پیچلی او تر پوښتنې لاندې شو. ملګرو ملتونو د خپل ماموریت په پيل کې د بې وسلې نظامي څارونکو او سپکو وسله والو سرتیرو څخه د نړيوال څارونکي په توګه فعاليت کولو. ۱۹۶۰ کالونو  کې ملګرو ملتونو د سترو هېوادونو له خوا د کوچينو او کمزورو هېوادونو د نېونې، استعمار او يرغل پر وړاندې ماموريت پيل او په لسو کالونو کې د دغه سازمان په هڅو نړۍ کې نېږدې اتيا هېوادونه له استعمار ازاد او خپلواکه هېوادونه شول. 

د ملګرو ملتونو شپږ بنسټيز ارګانونه
۱- د ملګرو ملتونو عمومي جرګه / United Nations General Assembly 

لنډ نومونه يې UNGA   او GA ليکل کيږي. دا د ملګرو ملتونو سازمان د شپږو اصلي ارګانونو څخه یو دی، چې د ملګرو ملتونو د اصلي فکري، پالیسي جوړونې او نمایندګۍ په توګه کار کوي. د ملګرو ملتونو عمومي اسبملي ددغه سازمان د  بودیجې مسولیت لري، امنیت شورا ته د غیر دایمي غړو ټاکنه کوي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ټاکل کېدو مسووليت لري، د ملګرو ملتونو د سیسټم د نورو برخو څخه راپورونه ترلاسه کوي او د پریکړه لیکونو له لارې سپارښتنې وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو عمومي جرګه د ملګرو ملتونو یوازینی ارګان دی چې ټول غړي هیوادونه یې مساوي استازیتوب لري. عمومي اسمبلي په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په کلنۍ غونډو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي تر مشرۍ لاندې غونډه کوي؛ د يو غونډو اصلي برخه عموماً د سپتمبر څخه د جنوري تر نیمایي پورې دوام کوي او د يو کال دننه نړیوالې مسلې او د ځيني هېوادونو کورني مسايل په کې څېړل کېږی. دغه اسمبلي ځيني وخت د نړيوالو مهمو مسايلو په اړه بېړنۍ او ځانګړې ناستې تر سره کوي. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لومړۍ غونډه د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ په ۱۰ مه د لندن په میتودیسټ سنټرل هال کې جوړه شوې وه او د ۵۱ بنسټ ایښودونکو هیوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

نور بيا په دويمه برخه کې