د نړۍ هېوادونو سره بلد شئ؛ د اندورا هېواد، د ټولو وګړو شمېر يې ۷۷زره تنه دی

اندورا  د اروپا لويه وچه کې پروت يو شاهي هېواد دی. د دغه هېواد رسمي نوم د اندورا سلطنت دی. فرانسه يې شمال او هسپانيه يې سويل خواته پرته دي. اروپا لويه وچه کې اندورا شپږم ترټولو کوچنی هېواد دی. اندورا هېواد کم نفوس لري، د وګړو شمېر يې د ۲۰۲۰ز کال د شمېر پر اساس ۷۷ زره او ۵۴۳ تنه حساب شوی وو. د دغه هېواد پراخوالی هم کم  دی. ټول پرخوالی يې له پنځه سوه کيلو متره مربع هم کم دی. د پرخوالي پر اساس اندورا د نړۍ ۱۷۹ هېواد شمېرل شوی دی. اندورا د پراخوالي پر بنسټ د نړۍ ۱۶م تر ټولو کوچنی او د وګړو  پر اساس د نړۍ د وګړو ۱۱م ترټولو کوچنی هېواد دی. د اندورا له شمال تر سویل او له ختيځ تر لوېديځ  ټول واتڼ نېږدې ۴۰ کيلو متره دی، چې د يو - نيم ساعت موټر مزل په کې کېږي. 

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې خلک د اندورا له نوم سره هم نااشنا دي. ډېر خلک په دې نه پوهيږي، چې د اندورا په نوم  کوم هېواد هم شتون لري. دغه هېواد د يو دولت په ډول د منځته راتګ زر کلن تاريخ لري. که څه هم خلک  د اندورا نوم سره نااشنا دي او د نړۍ پر نقشه ورته د اندورا  پيدا کول سخت دي، خو دغه هېواد د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانانو له خوا په رسميت پېژندل شوی دی او  د نړۍ ځيني هېوادونو سره ډېپلماټيکي اړيکې پالي او لري يې. 

د اندورا  په اړه يوه په زړه پورې خبره دا ده چې دوه شهزادګان لري او په شريکه د دغه دوه شهزادګانو له خوا اداره کېږي. يو شهزاده د اندورا هېواد د کاتوليک کليسا ميراثي راهب وي او دويم شهزاده د فرانسې هېواد ولسمشر. يانې هر کله چې فرانسه کې کوم  سياستوال د فرانسې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، نو هممهاله د اندورا شهزاده هم وي. د فرانسې اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون اوس مهال د اندورا  هېواد شريک شهزاده هم دی. 

دغغه کوچني هېواد کې په فرانسوي او هسپانيوي ژبو خلک خبرې کوي، خو رسمي ژبه يې د Catalan په نوم ده. دغه Catalan ژبه د نړۍ بل ځای کې نه ويل کېږي او يوازې د اندورا رسمي او دولتي ژبه ده. اندورا يو غير سټراټېژيک او غير  مهم موقعيت لري. دغه هېواد د يوې لړۍ غرونو په منځ کې پروت دی. طبيعي سرچينې او بل د پام وړ کوم داسې توليد، اهميت، صادرات او ځانګړنه نه لري. د همدې مسايلو د نشتون له امله له تېرو زرو کالونو راهيسې د نړۍ هېڅ هېواد پرې بريد نه دی کړی او نه هم اندورا کوم بل هېواد سره جګړه کې ښکېل شوی دی. 

اروپا کې پروت دغه هېواد دولتي او بانک او ملي پيسې نه لري. اوس وخت کې يورو په کې د ملي پيسو په ډول دود لري، له دې وړاندې په کې هسپنانوۍ پيسه او فرانسوی فرانک چلېدل. د اندورا په اړه جالبه خبره دا ده، چې د وګړو شمېر ۷۷  زره تنه دی، خو هر کال دغه هېواد ته لس مېليونه ګرځندوی ورځي. مطلب دا چې اندورا  کې د هغې د خپلو وګړو له ټول شمېر څخه د ګرځندویان شمېر څو برابر ډېر او زيات وي.