روسيې او چين ته د افغانستان نېږدي کېدل؛ د پاکستان کړکيچ او د امريکا نوې لوبه 

امريکا چې درې لسيزې يې له يو - اړخيزې زبرځواکۍ/هجمون ځواک څخه خوند واخېست، په دې وروستيو کالونو کې د نړۍ د نورو هېوادونو له خوا له مزاحمت او خنډونو سره مخ شوې ده. شااوخوا لس کاله کېږي، چې چين او روسيه سره ډېر نېږدې شوي او دا نېږدې والی يې هم د امريکا او ناټو پر وړاندې د ټلوالې او ائتلاف په بڼه دی. امريکا او ناټو يوې خوا؛ چين او روسيه بلې خوا، د نړۍ په مسايلو کې سره ښکر په ښکر او ټکر کې دي. له سوريه نېولي بيا تر افغانستان او اوکراين پورې، د روسيې او چين؛ امريکا او ناټو ګټې سره ټکر کې دي. 

اوس وخت کې چين او روسيه داسې يو پړاو او ځواک ته رسيدلي دي، چې کولی شي که د امريکا او ناټو پر وړاندې مخامخ مبارزه ونه شي کولی خو دومره کولی شي چې خنډونه، سرخوږي او مزاحمت ورته پيدا کړي. افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي شتون هم چې ۲۰۰۱ کې پيل شو، ۲۰۲۱ کې د چين او روسيې په مزاحمت سره په داسې بڼې پای ته ورسېد چې طالبان يې پر وړاندې غښتلي او امريکا او ناټو يې په رسمي ډول له افغانستانه په وتلو مجبور کړل. 

افغانستان کې د امريکا او ناټو ماته د امريکا  او ناټو سازمان لپاره په سياسي، پوځي او جيوپولېټيک برخو کې منفي اغېز لرونکې وه. امريکا ته دا ماته او له افغانستان وتل هغه مهال ډېر سخت تماميږي، چې د امريکا او ناټو پر ځای د روسيې او چين اغېز سيمه کې ډېريږي. تېره اوونۍ افغانستان ته د چين د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف سفرونه وکړل. روسيې مسکو کې د افغانستان سفير ومنلو او همدا ډول چين د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو د ناستې کوربتوب وکړ. دا ټول هغه څه دي، چې امريکا يې له ستوني نېولې ده او نه شي زغملی چې سيمه او ځانګړي ډول افغانستان کې د روسيې او چين اغېز وګوري. امريکا اوس له هرې لورې هڅه کوي، چې د اقتصادي بنديزونو له لارې او يا نورو پاليسو کې په وسيله د افغانستان اوسني حکومت باندې د خپلې خوښې شرطونه او د حکومت ډول ومني او دې سره افغانستان کې د چين او روسيې اغېز محدود کړي. 

د امريکا د بنديزونو او رسميت نه پېژندنې فشارونو پر وړاندې د افغانستان حکومت مقاومت او درېدنه سبب کيږي، چې امريکا بل ډول لوبه په لاس کې واخلي. اوس وخت کې امريکا هڅه کوي، چې چې افغانستان کې د روسيې او چين د نفوذ د کمولو لپاره، پاکستان لاس کې ونېسي. دا ځل د پاکستان لاس کې نېونه په يوې بلې نوې بڼه ده. له افغانستانه د امريکا په وتلو سره د امريکا سترګې پاکستان ته سرې شوې دي. امريکا په دې لټه کې ده، چې د پاکستان اوسنی حکومت له منځه يوسي، هلته ځان دننه کړي او دې سره سويلي اسيا کې د چين او روسيې په مقابل کې پاکستان کې ځان ته سنګر جوړ کړي. 

له واک  د عمران خان لېرې کېدل د امريکا د همدې سناريو يوه برخه ده. اسلام اباد ته د زلمي خليلزاد اوسنی سفر هم پاکستان کې د امريکا د يوې سترې پروژې ښکارندويي کوي، چې دې سره به لومړی وزير عمران خان په کې ګوښه، پاکستان به ناامنه  او هغه موخې چې امريکا يې په ناامنه پاکستان کې غواړي شروع؛ چين او روسيه به سيمه کې د هجمون له جوړېدو شاته کړي. 

د امريکا نوې لوبه داسې ښکاري او دا وړاندوينه د زلمي خليلزاد په خبرو کې هم څرګنده شوه، چې دوی به پاکستان کې حکومت بدل کړي. له يوې خوا به  له چين او روسيې د پاکستان په څېر د يو ملاتړي هېواد مسله ختمه کړي او له بلې خوا، په جعرافيايي ډول پاکستان کې خپل سنګرونه جوړ کړي. پاکستان کې د امريکا شتون د افغانستان په ضرر هم دی. امريکا به هڅه کوي، چې پاکستان د داعش او نورو سخت دريځه ډلو خوندي ځای جوړ کړي. په ظاهره به د همدغه ډلو سره د مبارزې په نوم ځان سيمه کې ځای کړي، خو په حقيقت کې به له دغه وسله والو ډلو د چين او روسيې پر وړاندې ګټه اخلي. 

پاکستان کې د امريکا نوې پروژې به د افغانستان پر امنيتي وضعيت هم ناوړه اغېز ولري. د روسيې او چين په مقابل کې به امريکا له وسله والو ډلو افغانستان کې ګټه اخلي. ښايي د امريکا لوبه داسې وشي، لکه د شوروي ملاتړو افغان حکومتونو پر وړاندې يې چې د مجاهدينو په وسيله د پخواني شوروي يووالي پر وړاندې کوله. توپير به يې په دې کې وي، چې هغه مهال امريکا له مجاهدينو ملاتړ کولو او شوروي  يووالی يې پرې مات کړ، خو دا ځل به امريکا پاکستان کې د وسله  والو ډلو د ځپلو په نوم په خپله د پردې تر شا وسله والې ډلې روزي، سيمه به پرې ناامنه کوي او په دې ډول به، روسيې او چين سره په سړې او نيابتي جګړه کې ځان دننه کړي. 

د افغانستان اوسني حکومت ته په کار ده، چې پاکستان کې روان سياسي وضعيت، د حکومت بدلون او د امريکا سياست ژور مطالعه او نېږدې تر څار لاندې ونېسي. د طالبانو ا.ا بايد دې متوجې  اوسي، چې امريکا او ناټو له يوې خوا له طالبانو  د خپلې ماتې او له افغانستان د شړلو غچ په سر کې لري او له بلې خوا نه غواړي، چې د افغانستان اوسني حکومت سره چين او روسيه نېږدې پاتې شي. 

د امريکا په لمسون پاکستان کې سياسي او پوځي ګډوډي د افغانستان په ګټه نه ده او دا د امريکا شيطاني سياست او پروژې دي. افغان حکومت ته په کار  ده، چې د پاکستان له خاورې د هرې احتمالي ناامنۍ لپاره خبر او چمتو اوسي. افغان حکومت بايد له چين او روسيې سره نېږدې پاتې شي، ترڅو په ګډه سيمه کې د امريکا د شتون مخه ونه نيسي. افغانستان بايد په داسې لوبه او لومه کې ګېر نه شي، چې د امريکا، چين او روسيې ترمنځ د نيابتي جګړې ميدان شي. 

امريکا اوس وخت کې دا زړه نه شي ښه کولی چې د ۲۰۰۱ په څېر پر افغانستان پوځي بريد او يرغل وکړي، خو د اقتصادي بنديزونو، رسميت نه پېژندنې او نورو فشاري لارو غواړي پر افغانستان خپل اغېز او نظر وساتلی شي. د افغانستان  اوسني حکومت او افغان ولس نېږدوالی او د حکومت غښتلی بهرني سياست کولی شي، د افغانستان پر وړاندې د امريکا راتلونکي پلانونه ناکام او شنډ کړي.