د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ د البانیا هېواد 

البانیا اروپايي هېواد دی، دغه هېواد د اروپا لويې وچې په سويل -ختيځه برخه کې پروت دی او رسمي نوم يې د البانیا  جمهوريت دی. د البانیا هېواد درې يوې خوا  وچې له يوې خوا اوبو سره پوله لري. شمال لویدیځ ته مونټینیګرو، شمال ختیځ ته کوسوو، ختیځ ته شمالي مقدونیه او په سویل کې یونان سره ګډه پوله لري. ۱۵مه زېږدېزه پېړۍ کې دغه هېواد د عثماني امپراتورۍ په والکه کې وو. 

وګړي او پراخوالی يې
البانیا د پراخوالي او وګړو پر بنسټ د نړۍ کوچنی  هېواد دی. پراخوالی يې  نېږدې ۲۹زره کيلو متره مربع دی او پر دې اساس د نړۍ ۱۴۰م هېواد راځي. د وګړو شمېر يې د ۲۰۲۰ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ څه کم درې مېليونه تنه حساب شوی. د البانیا غوڅ اکثريت وګړي چې ۶۰ سلنه کېږي مسلمانان دي، ورپسې دويمه شمېره کې عيسويان او ورپسې بې دينه او نورو وګړي راځي. د البانیا ډېری وګړي هغه وخت د اسلام په مبارک دين مشرف شوي دي، کوم وخت چې عثماني امپراتورۍ دغه هېواد په والکه کې درلود. 

حکومت او سياست يې 
د حکومت بڼه يې پارلماني د اساسي قانون اړوند جمهوریت دی. دغه هېواد هم ولسمشر او هم لومړی وزير لري. ولسمشر يې د دولت او لومړی وزير يې د حکومت مشري کوي. دغه هېواد تر ۱۹۱۲ز کال پورې د عثماني امپراتورۍ برخه وه؛ له عثماني امپراتورۍ څخه له جدا کېدو وروسته په کې کمونيسټي رژيم جوړ شو او اوسنی حکومت او اساسي قانون يې ۱۹۹۸ز کال کې جوړ شوي دي. اسماعیل قمالي د اوسنۍ البانيا بنسټګر شمېرل کېږي، چې عثماني امپراتورۍ څخه وروسته بيا تر ۱۹۱۴ز کال پورې دی د البانيا لومړی وزير وو. د دغه هېواد پلازمېنه تیرانا نوميږي، چې د البانيا ترټولو ستر او سوداګريز ښار هم دی. خلک يې په البانيايي ژبه خبرې کوي او دغه ژبه کې په ډېر او ګڼ شمېر عربي کلمې او اصلاحات شته دي. البنيا د ناټو غړی هېواد هم دی او دغه سازمان کې يې  غړېتوب په ۲۰۰۹ز کال کې تر لاسه کړی دی. که څه هم البانیا  د ناټو غړی هېواد دی، خو تر اوسه د اروپايي ټولنې غړېتوب نه لري. البانیا اروپايي ټولنې کې د غړېتوب لپاره وړانديز کړی او لا تر نن منل شوی او قبول شوی نه دی. البانیا په ۱۹۵۵ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان غړی هېواد شو. 

اقتصادي او پوځي وړتياوې يې 
البانیا اروپا کې کمزوری اقتصاد لرونکی او غريب هېواد وو. دغه هېواد اوس په اقتصادي پراختيا کې دی او د نړۍ د سترو هېوادونو، بيا په ځانګړي ډول امريکا سره سوداګريزې اړيکې لري. د نړۍ د ۱۴۲ هېوادونو په منځ کې، په اقتصادي اړخ کې البانیا ۱۱۵ ځای لري. البانیا نړۍ کې کوچنی پوځ لري چې شمېر څه د پاسه پنځوس زره تنو ته رسيږي.