اسلام د آخریني آسماني دین په توګه د بشر د فردي او ټولنیز، مادي او معنوي، جسمي او روحي، دنیوي او اخروی په تناظر کې د لارښونې او سمون په موخه احکام او ارشادات لري؛ نو له همدې امله د وګړو د فردي او اجتماعي ژوندانه د تنظیم او د دوي د ګټو د خوندیتوب (مصالحو ساتنه) او ضررونو دفعه کولو (دفع مفاسد) باندې یې ټینګار کړی او خپلو پیروانو ته یې پلي کولو باندې امر هم کړی.
الهي والی، د واقعتونو په بنا ولاړوالی، انسجام، دوام او ثبات یې له ځینې هغه مهمو ځانګړنو د دین څخه دي،چې دین ته د انعطاف او تغیر پذیری غوشتنه او د سهولت او اسانۍ ملازمه ورپه برخه کوي. یا په بل عبارت سره دین باید داسې تعبیر شي، چې احکام یې په راحتۍ د اجرا وړ وبريښي او عام وګړې یې د شوق او ذوق له مخي تطبیق کا.
محمدي شریعت له بشري فطرت سره په ټوله مانا اړخ لګوي او بشري فطرت ته په کتو یې د احکامو نزول متعاقباً یې د تطبیق غوښتنه همدا حقیقت منعکسوي. د شریعت لومړنۍ مرحله همدا واقعت موږ ته رسوي. اسلام په داسې وخت کې نازلیږي، چې د جاهلیت باورونه، آداب او رسوم د خلکو تر منځ محترم ګڼل کیدل، کلونه کلونه وګړې په همدې پوچو باورونو ملتزم پاتي شوي وو. د نوې عقیدې خبره داسې ټولنه کې ټولنیز جرم بلل کیده. د همدې سماوي حکم په بنا رسول الله د دین په رسولو مأمور او مسؤل و. بلخوا ددې ستر مسؤلیت سره سره دین کې یسر یا آساني او د حرج یا شدت څخه لري والی دوه هغ مهم فکتورونه وو، چې خپله الله یې تائید کوي او فرمايي: (وَما جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ) بل ځاي فرمایې: (يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ). د دوواړو ایاتونو مفهوم دین کې آساني او تشدد څخه لرې والی بیان شوی ده. حتی خوږ رسول د خپل بعثت هدف بيانوي (إنى أُرْسِلْتُ بِحَنِيفِيَّةٍ سَمْحَةٍ) او بل ځای بیا تسامح په دین کې خوښوي او زیاتوي (أَحَبُّ الدِّينِ إلى اللَّهِ الْحَنِيفِيَّةُ السَّمْحَةُ). پورته ارشاداتو او عمیقو منطقي دلایلو ته به کتو د اسلام لومړي پیل کې هم د احکامو تدریجي نزول او تطبیق د یوه اصل په توګه نظر کې نیول شوی، تر څو دیني احکام په خلکو درانده تمام نشي او له اوږه ورکولو انکار ونکړي او دا قانون کلاً رد نکړي. علاوتا د دې دین د نزول زمانه کې د وخت او جغرافیه غوشتنې هم په نظر کې نیول شوې وې، دا چې اسلام د یوه نوې قانون په توګه د تطبیق په مرحله کې و، که ټول احکام یې سمدلاسه په یوځایې توګه نازل شوې وی، نو د ټولنیز بستر په نشتون به یې احکام کلاً نه مراعتیدل او دا مصلحت غوشتنه هم نه وه. عقلا هم دا موضوع ځکه د منلو نده، چې د ټول دین منل په فوري توګه د انساني فطرت سره ټکر کې راځي او له کلي انکار څخه تسهیل او تدریج ښه تګلاره او غوهر ده.
عملاً هم دا ثابته ده، چې د دین ټول احکام په یوه ځل یا ورته وخت کې ندي نازل شوي، مثلا د لمانځه فرضیت د نورو څخه وړاندې او د زکات فرضیت بیا د سود یا ربا څخه وړاندې دی. همدا رنګه ځینې احکام بیا په تدریجي یا مرحله یې بڼه نازل شوي، لکه د شراب او ربا د حرمت حکم یا د جهاد د فرضیت حکم. د موضوع د لا ښه وضاحت په پار لنډ ډول سره دې موضوعګانو کې یواځې د شراب او د سود د حرمت تدریجي نزول ته اشاره کوم:
کله ناکله د بشر حیواني طبیعت، انسان مادي خوندونو ته سوق کړي او په نتیجه کې له هغه څخه داسې څه صادریږي چې د سالم عقل او حق غوشتنه نه وي او له الهی احکامو او سلیم فطرت څخه لرې پاتي شي؛ نو ځکه خدای تعالی ځینې د نهی یا منعه اصول وضعه کړي. یو لدې بدو رواجونو یا فرهنګونو څخه چې د اسلام د نزول په وخت کې د جاهلیت ټولنه کې حاکم و دشراب څښکل و. دا چې دا کړنه ډیره ځنډنۍ او عامه وه؛ نو د منعي لپاره یې هم حکم سملاسې او یکدم نه و نازل شوی بلکې پړاو په پړاو دریو مرحلو کې نازل شو.
لومړۍ مرحله: الله تعالی دې مرحله کې شراب یو جرم یا ګناه پیژني او د اعراف سورت کې فرمایې: يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ. دې پړاو کې یواځې د شرابو څخه د لویې ګناه په توګه یادونه شوې او حرمت ته یې هیڅ ګوتڅنډنه ندې شوې ځکه یو په یو یې پریښودل خلکو ته مشکل تمامیده بلکې باید لومړی دا ماده د خلکو ذهن کې منفور ثابت شوی وی.
دویمه مرحله: دې پړاو کې خلکو ته د محبوبې د بدلون امر وشو او د لمانځه په وخت کې د نشې کولو منعه شول، څنګه چې الله تعالی فرمایې: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّى تَغْتَسِلُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا). يعني ولسونه باید د شهواتو له محبوب ګرځول منعه او اقدس ذات خپل محبوب وګرځوی. دلته دې ته هم اشاره شوې، چې شراب یا نشه تاسو د خدای له ذکر غافل کوي او د نشي حالت له خشوع او خضوع د لمانځه سره اړخ نه لګوي. اما د یادولو ده، چې دې مرحله کې شراب په هر حالت کې نه و منع شوې بلکې د لمانځه وخت کې او په هر مقدار هم نه و منعه شوې بلکې په هغه پیمانه حرام ګرځول شوي و، چې نشه راولي او بس.
دریمه مرحله: دا مرحله آخرې او د حرمت مرحله ده، چې الله تعالی مسلمانان په کلي ډول سره د شراب له څښلو منع کوي او فرمایې:( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ.
ورته تدریج سود یا ربا کې هم ملحوظ دی او د سود حرمت څلورو مرحلو کې ده:
اوله مرحله: دې مرحله کې الله تعالی سود یو ناوړه عمل ګڼي: (وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ رِبًا لِيَرْبُوَ فِي أَمْوَالِ النَّاسِ فَلَا يَرْبُو عِنْدَ اللَّهِ وَمَا آتَيْتُمْ مِنْ زَكَاةٍ تُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُضْعِفُونَ). دا لومړنۍ ایت ده، چې د سود په هکله خبردارۍ ورکوي او دا مکي سورت دی؛ نو معلومیږي، چې خلک له پخوا سود سره اشنا او په سود مبتلا وو او الله تعالی خپله نارضایتي اظهاروي.
دویمه مرحله: دې مرحله کې الله تعالی د یهودو مخالفت له مقدس کتاب څخه بیانوي او فرمایې: (وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُوا عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا). دې آیت کې الله تعالی د یهود عذاب د هغه مخالفت له وجهې بیانوي چې د سود د حرمت له امله ورته رسیدلی و او مسلمانانو ته هشدار ده، چې که دوي هم سودي معاملاتو ته ادامه ورکړي؛ لرې نده چې دوي به تعذیب شي.
دریمه مرحله: دې مرحله د سود یو مصداق حرام وګرځول شو: (يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ). دلته یواځي فاحش سود حرام وګرځاوو شه.
څلورمه مرحله: دې پړاو کې د سود د قطعي حرمت حکم بیانیږي: (الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (275) يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ (276) إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (277) يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (278) فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ).
د قرآنکریم سر بیره د رسول الله ژوند او فقهي قواعد هم د تدریجي تطبیق پلوي ده، ځکه د کم ضرر تحمل کول د لوي ضرر په تناسب سره د فقه کې مطلوب ده.
د پورته شرعي نصوصو په رڼا کې مسلمانانو ته په فردي او اجتماعي کچه د دین تطبیق اړین دی. او د عیني واقعتونو نه سترګي پټول، د دین وچ کلک تعبیر، د زمان او مکان غوښتنې ردول، لومړیتوبونه له پامه غورځول، نه یواځې ټولنه بلکې نظامونه د تحجر په کنده کې غورځوي. دا چې نن صبا هیواد وال د فقر په ټغر ناست، د سر پټولو او نس ډکول آه یې تر آسمانه رسي. بیکارې او د نامعلوم راتلونکي ویر یې روحاً شکنجه کوي.کور د ننه لا هم په ټوله مانا سیاسي ثبات کماحقه ندی تر لاسه شوی، حکومتولي کې د ملت اراده کم رنګه ده، د حاکمانو او محکومینو ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتیږي. بلخوا نړیوال سټیج کې لا هم رسماً د استازیتوب جوګه نه یو ګرځیدلي او ورځ تر بلې اندیښنې او ملاحظو ته زمینه سازي کیږي. دا ټول هغه څه دي، چې د داخلي او خارجي چلنچونو به قطار کې باید واچول شي او د لومړیتوبونو له مخې یې په فرصتونو بدل کړو، نه دا چې ستونزې مو مضاعف کړو.
وا حاکمانو! راځئ داسې لاره غوره کړو، چې د خداي رضا ته ورباندې ورسو نه چې د ملت نه منافقان جوړ کړو. د خلکو له عقیدوي اصلاح یې پیل او په فکري ویښتیا یې پاي کړو، کنه د زور په عبادت خو نه یواځي د خدای رضا نه موندل کیږي( ځکه نیت په عبادت کې شرط ده) بلکې ملت مناقف روزل کیږي( که سوټۍ و، لمونځ به کوي، ږیره به پریږدي، حجاب به مراعتوي...، خو که سوټۍ نه و بیا به ډیرو دیني شعایرو سپکاو کوي، کوم چې منافقت بلل کیدای شي).
منم چې د ټول دین تطبیق مطلوب ده، خو دا هم ومنه! چې حکمت او تدرج د احکامو تطبیق کې د دین لویه برخه ده. د ځینو فرعي احکامو له تطبیقه د نظام د لوي چتر ساتل باید لومړیتوب او ولس سره تدریجي شکل سره د سپڅلي دین ګام په ګام پلي کول ارجحیت وګڼل شي. او دا ځکه چې تدرج په پلې کولو د دین کې له شرعي نصوصو، فقهي قواعدو او تاریخي حکایتو ثابت دی او له ولس سره تعامل کې د نظام عمر تړلی، آن تر دې چې ډیر ځله د یوه نظام پایښت د خپل ولس سره په تعامل او چلند مجاسبه کیږي. ډیر لرې به نه ځو په همدې خاوره سوټه مسلمانې تجربه شوې خو منتجه نه وه، نو ولي باید یو ځل بیا تکرار شي؟ په کار ده، چې د جوش په ځاي له هوش کار واخیستل شي.
وروستي