د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) پېژندنه، اغېز، ګټې او زيانونه يې 

د سوداګرۍ نړيوال سازمان چې انګلېسي کې ورته World Trade Organization وايي او لنډ نوم WTO لېکل کېږي، يو د حکومتونو ترمنځ (بین الحکومتي) سازمان دی، چې ۱۹۹۵ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه رامنځته او مرکز يې د سويس په جېنوا ښار کې دی. دغه سازمان کې د نړۍ ۱۶۴ هېوادونه غړېتوب لري. دغه سازمان د سوداګرۍ نړيوال سېستم چلوي، د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې ستونزې حلوي، د سوداګریزو تړونونو د خبرو اترو لپاره د يو فورم په توګه کار کوي او د مخ پر وړاندې هېوادونو اړتياوې پوره کوي او مرسته ور سره کوي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان بنسټيزې پرېکړې د دغه سازمان د وزيرانو کنفرانس په ناسته کې کېږي او دغه کنفرانس هر دوه کاله وروسته يو ځل ناسته کوي. د دغه سازمان د پرېکړو دويم اساسي ارګان عمومي شورا ده، چې د ورځې مسايل څېړي او کال کې يو ځل عمومي ناسته کوي. WTO خپل مصارف د غړو هېوادونو څخه تر لاسه کوي او دا چې هر غړی هېواد څومره پيسې بايد دغه سازمان ته ورکړي، ځانګړي اصول او لارې شتون لري.  د دغه سازمان ۱۵  سلنه بوديجه د امريکا متحد ايالت ورکوي. 

د سوداګرۍ نړیوال سازمان دغه شپږ اساسي دندې او چارې تر سره کوي 
۱- د نړيوالې سوداګرۍ لپاره اصول جوړ او پلي کوي؛  
۲- د نړيوالې سوداګرۍ د ښې وړاندې تلنې، څار او له محديتونو څخه د خلاصون په پار فورم او بحثونه ايجادوي؛ 
۳- د نړيوالې سوداګرۍ برخه کې داسې پرېکړې کوي، چې شته خنډونه په کې لامنځه يوړل شي؛ 
۴- د هېوادونو او ملتونو ترمنځ ستونزې او مشکلات حلوي؛ 
۵- د نړۍ د سترو اقتصادي بنسټونو سره په همکارۍ د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا هڅې کوي؛ 
۶- د پراختيا په حال کې هېوادونو سره مرسته کوي، چې له نړيوالې سوداګرۍ ګټه پورته کړي او لا پرمختګ وکړي. 

د غړو هېوادونو لپاره د سوداګرۍ نړيوال سازمان زيانونه 
- د دغه سازمان غړي هېوادونه اړ دي، چې د سوداګرۍ تعرفې ټيټې کړي او اجازه ورکړي، چې سوداګريز توکي پرته له محديتونو د دوی هېواد ته داخل شي. دې سره په وروسته پاتې هېوادونو کې کورنی صنعت او سوداګري منفي اغېزمنه کېږي او داسې وضعيت رامنځ ته کېږي، چې کورني شرکتونه سترو نړيوالو شرکتونو سره سيالي نه شي کولی او که سيالي کوي، نو په کې زيان مومي.

- د نړۍ ستر هېوادونه د سوداګرۍ له نړيوال سازمان ګټه اخلي او خپل توکي د درېيمې نړۍ ته په داسې بڼه صادروي، چې ګمرکي تعرفي پرې ټيټې وي. دې سره وروسته پاتې هېوادونه نه شي کولی، چې له بهرنيو وارداتو ګمرکي ګټې تر لاسه کړي.