د

فزيک او ميتافزيک په خپل منځ کې توپيردي؛ هغه سکالووې چې فزيک يې مطالعه کوي، له هغوی سره توپير لري چې د ميتافزيک اړوند دي. د ميتافزيک لغوي مانا دا ده، چې له فزيک وروسته؛ هره هغه ښکارنده چې له فزيک وروسته څېړل کېږي، د متيافزيک سکاله کېږي. 

فزيک ماده مطالعه کوي؛ د مادې خواص راښيي؛ دا ښيي چې د تودخي، روښنايۍ، غږ او برېښنا اغېز پر ماده څه دی. فزيک د طبيعي علومو څانګه ده او طبيعت مطالعه وي کوي. حرکت، قوه، روښنايي، انرژي او نور مطالعه کوي. فزيک د تجربو او شواهدو پر بنسټ د طبيعي پېښو څېړنه کوي. 

فزیک د طبیعي ساینس یو ډول دی، پدې معنی چې دا د مشاهدې او تجربوي شواهدو په کارولو سره د طبیعي پیښو مطالعه او پوهه هڅه کوي.

بل اړخ کې، ميتافزيک بيا د فزيک وراېخوا مسايل بحث کوي. ميتافزيک د فلسفې يوه برخه ده او مابعدالطبیعات د حقیقت بنسټیز ماهیت او د هغې هدف مطالعه کوي.متيافزيک د مادې او څېزونو په اړه د "ولې" يا "why" پوښتې ځوابوي. ميتافزيک د فزيک پر خلاف، پر مشاهده، تجربو او ثبوت د کوم څيز شتون نه شي ښوودلی؛ ميتافزيک هڅه کوي چې د فکر، شننې، باور او ذهن پر بنسټ د څېزونو ماهيت او شتون ثبوت کړي.