ډیناسور مېليونه کالونو وړاندې سمسارې ته ورته ژوندي موجودات وو چې د خزندګانو په کورنۍ پورې يې تړاو درلود. په خپله انګلېسي dinosaurs کلمه د يوناني او لاتين ژبو له دوه کلمو جوړه شوې ده. dinos په لاتين ژبه کې ډارونکي ته وايي او بيا sauros يوناني کلمه ده، چې سمسارې يا څرمښکۍ ته ورته خزندې ته وايي.
دا چې ډیناسور کره څومره کالونه وړاندې موجود وو؟ آيا شتون يې درلود او کنه؟ څه ډول جوړښت او ژوند يې کولو؟ او څنګه له منځه لاړ په اړه يې کره مالومات او کره سرچينې شتون نه لري، خو هر هغه څه چې د ډیناسورانو په اړه ويل کېږي، د څېړنو پايله کې کېږي او د ډیناسور د پاتې شونو څخه څرګنديږي.
ځينې سرچينې او د ډیناسورو پاتې شونو يا fossils ښيي، چې ډيناسور ۲۲۳ يا ۲۴۳ مېليونه کاله وړاندې د ځمکې پر مخ راپيدا شول. د ډیناسورو نسل تر مېليونه کالونو پورې شتون درلود او نېږدې ۶۵ مېليونه کاله وړاندې له منځه لاړ. پر ځمکه د ډیناسور د ژوند موده ۱۶۵ مېلېونه کاله ښوودل کېږي. ډیناسورو ډېر بڼې درلودې او ويل کيږي چې ۱۰۷۰۰ نوعې يا species په کې وو. دوی په لويه کې په دوه ستر برخو وېشل شوي وو، ځيني هغه يې چې الوتنې يې کولی شوې چې avian dinosaurs ورته وايي او د ډیناسورو بله ډله چې د الوتنې وړتيا يې نه درلوده، ورته non-avian dinosaurs وايي. هغه ډيناسور چې له ټولو نورو بڼو يې ډېر غټ او غښتلی وو، د Argentinosaurus په نوم وو. Tyrannosaurus Rex بيا د ډيناسور هغه نوع وه، چې د ځمکې پر مخ له هر بل ژوی/حيوان يې تېز او سخت غاښونه درلودل.
له انترکتيکا نېولې بيا تر اروپا، اسيا، افريقا او اسټراليا د نړۍ په ټولو لويو وچو کې د ډیناسور پاتې شوني يا fossils موندل شوي دي او دا ښوودنه کوي، چې د نړۍ په مختلفو برخو کې ډیناسور شتون درلود او ژوند يې کړی دی. اوس وخت کې هغه پوه چې د ډیناسورو په اړه په کې کېږي او د هغوی پاتې شوني په کې څېړل کېږي، palaeontology ورته وايي.
که څه هم د ډيناسورو نسل مېليونه کاله له منځه تللی دی، خو تر اوسه هم باور او يو شمېر علمي څېړنې دا دي، چې ماران، تمساح، سمسارې او کشپ/شمشتی د ډيناسورانو له نسل څخه دي. د ژونديو موجوداتو په ډله بندۍ کې؛ ماران، تمساح، سمسارې او کشپ د خزندو په ډله کې راځي او همدا ډول ډيناسور د خزندو يا reptile په کورنۍ کې شامېليږي.
څېړنې ښيي چې ۶۵ مېلېونه کاله وړاندې د ځمکې دننه يو درنه چاودنه رامنځته شوه. دغه چاودنې سره په ډېر اندازې سره دوړې، خاورې، کاڼې او شګې هوا ته پورته شوي. دې سره د لمر وړانګې بند شوې او ځمکې ته نه شوې راښکته کېدله چې له امله يې ځمکه بي حده ډېره يخ شوه. دې ډول د اقليم بدلون کې ډیناسورو ژوند نه شو کولی او په بشپړ ډول له منځه لاړ.
ځينې په دې اند دي، چې که چېرې ډيناسور نه وای تباه شوي، نو اوسني وخت کې چې کوم ژوندي موجوات شتون لري، ښايي هېڅ رامنځته شوي نه وای، يانې دوی به د ډيناسور په وسيله له منځه تللي وای. يو شمېر نور بيا پر دې باور دي، چې ډيناسور د کايناتو په يوې ځانګړې موده کې ژوند کولو، چې د وخت په تېرېدو سره به ضرور له منځه تللی.
وروستي