پر ميتافزيک (Metaphysics) څومره او څنګه پوهېږئ؟  لومړۍ برخه

پېژندنه 
د Metaphysics انګلېسي کلمه د يوناني ژبې له دوه کلمو جوړه شوې ده. Meta د وروسته/after، شاته/behind  او په منځ کې/among په مانا او انګلېسي physics ويي د يوناني ژبې له  physika کلمې اخېستل شوی دي، چې په يوناني ژبه کې د طبيعت مانا ورکوي. پښتو کې هم ورته ميتافزيک  وايي او ځيني وخت دا کلمه (Metaphysics ) "حکمت"،  "مابعدالطبیعات" او "ماوراءطبيعت" علم هم بلل کېږي. تاسې پوهېږئ چې فزيک د طبيعت د سپړنې، څېړنې او شننې علم دی. فزيک د طبيعت ظاهر مطالعه کوي؛ فزيک ماده، د ځمکې د جذبې قوه، سرعت او نور بحث کوي، خو د فزيک کلمې سره د ميتا/Meta  مختاړې تړنه ميتافزيک (Metaphysics)  کېږي او مانا يې دا ده، چې د طبيعت له منځه، د طبيعت شاته او د طبيعت وروسته ښکارندې مطالعه  کوي. د ميتافزيک (Metaphysics)  په اړه ډېر تعريفونه وړاندې شوي دي؛ دلته يې دوه تر يو بريده جامع پېژند يا تعريفونه ليکو: وېکېپېډيا يې داسې تعريفوي، "د يو څه شتون څه دی؛ څه شتون لري؛ دا پوښتنې په Metaphysics  کې ځوابيږي- څه شتون لري او څه ډول شتون لري."په عصري فلسفې اصطلاحاتو کې، میټافزیک د هغه څه مطالعې ته اشاره کوي چې د مادي واقعیت د هدفي مطالعاتو له لارې نشي رسیدلی. د ميتافزيک يو لنډ تعريف داسې هم دی؛ چې میتافزیک د فلسفې یوه برخه ده چې عموماً په دې تمرکز کوي چې حقیقت او کائنات څنګه پیل شوي.

د ميتافزيک ماهيت (آر) او اصلي سکاله (موخه)
له ميلاد څلور پېړۍ وړاندې ارسطو يوه لنډه ليکنه/رساله/ treatise وليکله چې د لومړۍ فلسفې نوم يې پرې کېښود. درې پېړۍ وروسته يو بل يوناني عالم د ارسطو دغه کار سم او اېډټ کړ. نوموړي د ارسطو پر شوي کار د (Ta meta ta physika) نوم کېښود. د Ta meta ta physika مانا مفهوم (له هغه [کتابونو] چې د طبيعت په اړه دي وروسته). د دغه اېډيټر موخه له Ta meta ta physika کلمو دا وه، چې د ارسطو لارويان او شاګران دې وروسته له هغې د ارسطو د فلسفې په اړه زده کړې شروع کړي، چې يو ځل دوی د فزيک مطالعه خلاصه کړي. ارسطو په خپلې لومړۍ فلسفې کې دا بحث کړي وو، "د شتون آر [ولې يوه څه شتون لري]، او د څېزونو لومړي لاملونه [د دوی لومړني او اصلي لاملونه]". 

۱۷مه پېړۍ کې د ميتافزيک سکالووې پراخه او ډېرې شوې. هغه څه چې ارسطو ميتافزيک کې راټول کړي وو، ډېر شول خو بيا هم د ارسطو پوښتنې د ميتافزيک بنسټيزې پوښتنې پاتې شوې.  

د ميتافزيک د سکالو په اړه ويل شوي، چې مابعدالطبیعات د فلسفې هغه څانګه ده چې د واقعیت بنسټیز ماهیت، د وجود، هویت او بدلون لومړی اصول، ځای او وخت، علت او اړتیا  مطالعه کوي. همدا ډول د ميتافزيک آر  دا دی چې د وجود بنسټیز حقیقت تر پوښتنې لاندې راولي.  میتابیزیک د هغو شیانو سره معامله کوي چې په اصولو کې دي، او د تجربوي وسیلو له لارې ځواب نه لري. 

نور بيا