لومړۍ نړيواله جګړه د ۱۹۱۴ز کال د جولای مياشتې پر ۲۴مه نېټه پيل شوه. دې جګړه کې د نورو هېوادونو ترڅنګ؛ جرمني او ترکيه يوې خوا؛ روسيه او بريتانيا بله خوا وو. د افغانستان امير دې وخت کې امير حبيب الله خان وو. امير حبيب الله خان د امير عبدالرحمن خان مشر زوی وو. نوموړي د لومړۍ نړيوالې جګړې وړاندې له څلورو ستر هېوادونو؛ جرمني، ترکيې، روسيې او بريتانيا سره اړيکې درلودې. امير حبيب الله خان، له ۱۹۰۱ بيا د لومړۍ نړيوالې جګړې يو کال وروسته، تر ۱۹۱۹، نېږدې ۱۸ کاله د افغانستان امير وو او لومړۍ نړيواله جګړه هم د نوموړي د واکمنۍ موده کې پيل او پای ته ورسېده.
له نوموړې نړيوالې جګړې نېږدې پنځلس کاله وړاندې او بيا ياده موده کې امير حبيب الله خان د کورني او بهرني سياست په ستونزو کې ګېر وو. لومړۍ نړيواله جګړه نه وه پيل شوې، خو امير حبيب الله خان له روسيې او بريتانيا دواړو سره اړيکې درلودې او دغه دوه هېوادونه د افغانستان په کورني سياست کې اغېز لرونکي هېوادونه وو.
امير حبيب الله خان ته هغه مهال په کورني سياست او کورنيو مسايلو کې ستونزې پيدا شوې، چې ده د خپل پلار خلاف نرم سياست او حکومتوالي شروع کړه. د نوموړي پلار امير عبدالرحمن ديکتاتورانه سياست او سخت دريځ درلود. د پلار له مړينې وروسته چې امير حبيب الله خان واک ته ورسېد، نو نېږدې ۱۸۰ درجې تغير يې رامنځته کړ. نرم خوی يې درلود، ټولو کسانو ته يې عمومي عفوه وکړه، هغه کسان چې د امير عبدالرحمن خان د حکومت پر مهال له هېواد شړل شوي وو، بېرته راوغوښتل شول. د امير حبيب الله خان هيلې لوړې وې؛ د پرمختللي، بسيا، ښه اقتصادي لرونکي، غښتلي پوځ څښتن او سيمه کې د سيال افغانستان پلانونه يې درلودل او کار يې پرې کولو. د امير حبيب الله خان نرم سياست د حکومت دننه درزونه او بغاوتونه پيدا کړل. دې سره د سيمې دوه ستر هېوادونه او سترې امپراتورۍ؛ روسيې او بريتانيا افغانستان کې د نفوذ کونې لړۍ شروع کړې. افغانستان ته له دغه دواړو هېوادونو سره اړيکې اړينې وې؛ افغانستان هغه مهال د بريتانوي هند او روسيې ترمنځ د حايل هېواد په ډول واقع وو.
له امير حبيب الله خان وړاندې د نوموړي پلار امير عبدالرحمن هم داسې بهرنی سياست درلود چې روسيې او بريتانيا سره يې توازن ساتلو. امير عبدالرحمن ټېنګار په دې کولو، چې افغانستان نه غواړي، د سترو هېوادونو ترمنځ واقع او ويجاړ شي. له عبدالرحمن خان وروسته، زوی يې، امير حبيب الله خان روسيه او بريتانيا پرې دې قانع کړل، چې افغانستان د دوی ترمنځ سياليو کې بې پرې دی. روسيې او بريتانيا هم ۱۹۰۹ز کال کې يو تړون لاسليک کړ او دې سره يې افغانستان د حايل دولت په ډول وټاکلو، چې نه به پرې بريتانيا تېری کوي او نه هم روسيه؛ دا چې د تړون تر شا څه وو، خو د تړون څرګندتيا هم دا وه.
لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه. روسيه، بريتانيا، فرانسه يوې خوا؛ جرمني، عثماني ترکيه، استريا بلې خوا وو. له جګړې يو څه وړاندې او بيا د جګړې په لومړيو مياشتو کې جرمني او عثماني ترکيې هڅې وکړې، چې افغانستان ځان سره ګډ کړي؛ پلاوي يې افغانستان ته ولېږل او سفرونه تر سره شول؛ دا چې افغانستان او روسيې او بريتانيا سره تړونونه درلودل، نو د المان هڅو پايله ورنه کړه.
د جګړې څه کم مياشت وخت وروسته، بريتانيا افغانستان ته د لومړۍ نړيوالې جګړې خبر ورکړ. له امير حبيب الله خان غوښتل شوي وو، چې د افغانستان او بريتانيا د شوي تړونونو بر بنسټ، افغانستان بايد دې جګړه کې بې طرفه اوسي او خپله پرېکړه اعلان کړي. د افغانستان امير هم ژر، خپله پرېکړه اعلان کړه او لومړۍ نړيواله جګړه کې يې بې طرفي په ډاګه کړه.
نور بيا دويمه برخه کې
وروستي