اټوم بم: جوړښت، ويجاړی، ډولونه، بيه او ګټه يې؛ ۳برخه (د اټوم بم ويجاړی)

اټومي وسلې پراخه وېجاړونکې وسلې دي؛ د يو اټوم بم په غورځونې سره لسګونه زره کسان وژل کېږي، ګڼې ودانۍ او کرنيزې ځمکې له کاره لوېږي او همدا ډول يې ويجاړونکی اغېز د څو لسيزو لپاره پاتې کېږي. د اټوم بم د ويجاړي ښه پوهېدو لپاره د جاپان پر ناګاساکي ښار د امريکا له خوا غټ سړی يا Fat Man  اټومي بمونو غورځونه څېړو او دې سره کولی شو، د اټومي بم د احتمالي ويجاړي په اړه عمومي مالومات تر لاسه شي. 

د دويمې نړيوالې جګړې پر وروستي کال (۱۹۴۵)، امريکا د جاپان پر دوه ښارونو هیروشیما  او ناګاساکي اټومي بمونه وغورځول. دغه دوه بمونه د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا متحدو ايالتو په  (لاس الاموس) ملي لابراتوار کې، چې هغه مهال د امريکا د هستوي انرژۍ اداره وه، جوړ شوي وو. د يادې ادارې مشر امريکايی فزيک پوه (جې رابرټ اوپین هایمر) وو او د نوموړي د لارښوونې لاندې امريکا دوه اټوم بمونه جوړ کړل. جې رابرټ اوپین هایمر د اټوم بم پلار هم ګڼل کېږي. د امريکا د وخت حکومت د کاناډا او انګلستان په مرسته دغه ادارې ته د منهاټن  پروژه سپارلې وه. منهاټن پروژې د لومړي ځل لپاره اټومي وسله جوړه کړه. 

د جې رابرټ اوپین هایمر په مشرۍ د منهاټن  پروژې اړوند امريکا، دوه  اټومي بمونه- کوچنی هلک Little Boy او غټ سړی Fat Man نومېدل، جوړل کړل. د لومړي په پرتله، دويم ډېر ويجاړونکی  وو او ډېر کسان يې ووژل. غټ سړی يا Fat Man نومي اټومي بم څه د پاسه درې متره اوږدوالی درلود؛ يو نیم  متر يې قطر وو؛ څه د پاسه څلورنيم زره کيلو ګرام وزن يې درلود. دغه بم د فوټبال ټوپ پر حجم وو او شپږ نيم کيلو ګرامه پلوتونیم په کې استعمال شوي وو. 

د ۱۹۴۵ز کال د اګست مياشتې د نهمې نيټې پر سهار، د امريکا بوينګ بي-۲۹ الوتکې د (کوکورا) په نوم د جاپان د يو ښار پر لور الوتنه وکړه او هدف دا ورکړل شوی وو، چې غټ سړی يا Fat Man بم به پر دغه ښار وغورځوي؛ وروسته له اووه ګړۍ الوتنې، د جاپان کوکورا ښار اسمان خړو وريځو پوښلی وو او الوتکې ونه شول کولی، چې خپل هدف مالوم او بم پرې وغورځوي. د الوتکې مسير تغير وخوړ او د کوکورا پر ځای يې د جاپان ناګاساکي ښار پر لور حرکت وکړ.  بوينګ بي-۲۹ الوتکې بم خوشی کړ؛ کابو ۴۷ ثانيې وروسته دغه بم ځکمې ته  نېږدې شو. له ځکمې نېږدې ۵۰۰ متره پورته دغه بم چاودنې ته چمتو او ځمکې ته په رسېدو يې چاودنه وکړه. 

د دغه بم په چاودنې سره د جاپان ناګاساګي ښار کې، چې هغه وخت يې څه د پاسه دوه سوه زره وګړي درلودل، ۴۰زره کسان په کې ووژل شول. نېږدې تر دوه کيلو متره يې دود اسمان ته پورته شو؛ ۵ کيلو متره مربع شااوخوا ټولې ودانۍ، هټۍ، کورونه او د ځمکې پرمخ  هر څه يې هوار او له منځه يوړل. غټ سړی يا Fat Man د چاودنې، اور لګېدنې او وړانګو له امله پورته ياد انساني او مالي تلفات رامنځ ته کړل. دغه بم درې ډوله وړانګې خورې او هوا ته پورته شوې؛ alpha, beta او gamma. لومړی ډول وړانګې alpha ډېر مضرې نه وي او هغه کسان چې په لباس پوښلي، سترګې، خوله او پوزه يې پټ وو، ډېر زيان ورته ونه رسېدو. دويم ډول وړانګې چې beta نوميږي پر پوستکي اغېز کوي او تر ډېرو لېرې سيمو يې د پوستکي حساسيت او د پوستکي د خارښت ناروغۍ پيدا کړې. تر ټولو مضرې وړانګې چې د غټ سړی يا Fat Man د چاودنې له امله خپرې شوې gamma وړانګې وې. دغه درېيم ډول وړانګو تر لسيزو د جاپان ناګاساکي ښار وګړي په سرطان، د زړه ناروغيو او يو شمېر نورو مرګوني مرضونو اخته او ککړ کړل.  

امريکا غټ سړی يا Fat Man بم نېږدې ۷۷ کالونه وړاندې پر جاپان وغورځولو. اوس وخت کې د هستوي وسلو او اټوم د جوړښت په برخه کې ټېکنالوژي ډېره وړاندې تللې او داسې بمونه جوړ شوي دي، چې د غټ سړي يا Fat Man بم په پرتله څو ځلې ډېر ويجاړی رامنځ ته کړي او شونې ده، چې ډېر ستر ښارونه په بشپړ ډول له منځه يوسي.