انسان یوازې هله ناکامېږي چې هلې ځلې پرېږدي. انسان چې هلې ځلې کوي، معنی دا چې لا له کاره لوېدلی نه دی او خپله خواري کوي او څوک چې خواري کوي، هغه ناکام نه دی، بلکی لګیا دی د بریالیتوب هڅې کوي. هلې ځلې د ناکامۍ معنی نه ده.
که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ:
١: تر ټولو لومړی په خدای ج توکل، باور او دهغه ارادې او رضا ته تسلیمېدل دي او صبر کوی، هره غوټۍ په خپل وخت کي پاڼي غوړوي.
٢: د عمل پلان جوړ کړئ!
ډېری خلک اهداف ټاکي، مګر هېڅکله یې د تر لاسه کولو لپاره عملاً کار نهٔ پیلوي، تر څو دا مشخصه کړي چې دا اهداف به څنګه تر لاسه کوي؟
د عمل پلان مهم ګام دی، عملاً لاس پهٔ کار شئ، قدم پهٔ قدم مخکې لاړ شئ. کار وکړئ، هدف تر لاسه کړئ.
٣: پر ځان باور درلودل!
د هر کـاروبار او پرمختګ لپاره مهم مهارت دی، چې باید ویې لرئ. دا د انسان په درون کې هغه ټینګ هوډ او عزم ته ویل کېږي، چې مورال پیاوړی کوي او انسان د خپلې مبارزې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو کوي.
٤: تېر هېر کړئ او راتلونکی مو جوړ کړئ! تاسو باید پوه شئ چې خپله ماضي نه شئ بدلولای مګر راتلونکی تقریبا ستاسو لاس کې دی. ښه راتلونکی حتمي دی خو که تاسو نن خپله هڅه پيل کړئ او موخې مو تعقیب کړئ. زموږ موخه دا ده، چې د ماضي په بند کې مه پاتې کېږئ. خو له خپلو ماتو او خطاوو څخه اخیستی درس مو هېڅکله مه هېروئ.
٥: هدف ته درسیدنی لپاره باید کلک هوډولرې، او د کار دپیل څخه وروسته هیڅ ډول مایوسۍ ته په زړه کې ځای، ورنکړي، ډېر سخت کارونه دپیاوړي هوډ په پایله کې اسانه او سرته رسیږی.
بریالي خلک؛ پدې باور لري چې په تیاره پسې رڼا، په ناروغۍ پسې روغتیا، په لوږه پسې مړښت او په ستړیا پسې هوساینه او په ماتې پسې بریا ده.
د ژوند بریالی سفر دومره آسانه هم نه دی؛ ستونزې د ژوند حتمي برخه ده. نو که د خپلو اهدافو لپاره قوي هوډ و نه لرئ، بریالیتوب سختېږي. هڅه وکړئ، د کار تر شروع کولو وړاندې قوي هوډ او عظم ولرئ. بریالي خلک همداسې کوي.
وروستي