ملي ټرمينالوژي - لومړۍ  برخه

په يوه هېواد کې ټولو اوسېدونکو قومونو ته که هغوی په هره ژبه ګړيږي يا په بله وينا که په بېلا بېلو ژبو خبرې کوي خو چې ګډ ژوند کوي تاريخ، جغرافيه او کلتور يې يو وي، يو راز ګټې ولري ملت ورته وايي.

ملتونه د تاريخ په اوږدو کې جوړيږي، وده کوي، ملي ځانګړنې مومي او ملي تشخيص ترلاسه کوي او همدا ګډه جغرافيه، ګډ تاريخ، ګډې ګټې او ګډ کلتور د يوه ملت بنيادي ستنې دي، چې د ژوند ټول اقتصادي، سياسي، ټولنيز او کلتوري اړخونه يې له همدې ځانګړنو څخه رنګ اخلي او پر همدې بنسټ لوړيږي او پر مخ ځي.

که څه هم د ملي د نوي او کلاسيک تعريف تر منځ په بېلا بېلو لحاظونو يوه اندازه تغييرات ليدل کيږي مګر بيا هم په کې په اساسي توګه کوم داسې تغيير نه دی راغلی چې د تعريف ټولې محتوا ته بدلون ورکړي او دا تعريف يې هم تقريباً معاصر دی چې: (د يوه ملت د جوړېدو له پاره د څلورو ارکانو وجود ضروري دی په دې ډول ژبه، خاوره، ګډې ملي ګټې او ملي روحيات) که د دغو څلورو ارکانو څخه يو کم وي نو دغه ډول ملت خپل ځان په خپله رښتيني بڼه نه شي څرګندولای، تر هر څه د مخه په کار دي چې د ملت د جوړېدو پورتني څلور واړه ارکان پوره او منظم شي او بيا نورو چارو ته مخ واړول شي.

که څه هم د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې اوس مهال د يوه هېواد تابعيت (Citizenship) اخيستل هم د ملت د تعريف يو جز دی او ويل کيږي چې ژبه اوس د دغو اجزاوو له شمېرې وتلې ده خو په شرقي نړۍ کې لا تر اوسه هم کلاسيک تعريف ته زيات اهميت ورکول کيږي او ژبه د نورو ټولو ارکانو څخه د اهميت او ارزښت له مخې په لومړي سر کې راځي. 

ملتونه سره له دې چې د تاريخ په اوږدو کې رامنځ ته کيږي، د وينو شراکت يا ګډون، ګډه ژبه، ګډ دين، ګډه خاوره او کور، ګډې ګټې او بلاخره يو ګډ سياسي نظام چې تر ټولو ستر او رغنده لامل دی او بيا نور عوامل هم په کې شامل دي چې په وروستيو پېړيو کې ډېر اغېزمن ګڼل شوي، ملت رامنځ ته کوي او د هغه په جوړښت کې رول لوبوي.

که د ټولنې سياسي نظام صالح، پياوړی او عادلانه وي د بشري کتلو په يووالي او همغږۍ او د ملت د جوړښت له پاره اغېزمن دی او که نظام استبدادي او يا استعماري وي د يووالي د مزيو د شلولو او ورانولو له پاره ډېر ستر او مؤثر عامل کېدای شي.

ځينې پوهان ملتونه له افرادو سره تشبيه کوي، لکه څنګه چې يو شخص له وړکتوب، بلوغ او زړو بودۍ سن لري ملتونه هم همدغه شان مراحل لري. او لکه څنګه چې افراد د يوې روحيې او ځانګړنې څښتن دي ملتونه هم همدغسې ځانګړې او څرګنده روحيه او خاصه لري.

همدارنګه لکه څنګه چې د خلکو د ژوند حوادث او پېښې د هغوی پر شخصيت او روحيه باندې اغېز لري. همدا ډول تاريخي پېښې او بهيرونه د ملتونو د روحيو په بشپړولو کې تاثير لري. د شخصيتونو يا افرادو ژوند، داستان او سر ګذشت ته حياتي سوانح، سيرت او بيوګرافي وايي د ملتونو سرګذشت او د ژوند داستان ته تاريخ وايي.

انسان د ژوند په اوايلو کې د نورو سرپرستۍ او څارنې ته اړتيا لري ملتونه هم د ودې او پخوالي سن ته نه وي رسېدلي تر څارنې او سلطې لاندې راځي. چې دې سلطې ته قيموميت او سرپرستي ويلی شو.

(مګر هغه قيموميت چې په خپله يې ځان ټاکلی وي) دا نابالغ ملتونه کله د قيم او سرپرستۍ خاوندان وي چې د وړو په حق کې ظلم کوي، وهي او ټکوي يې، مال او ملک يې خوري پر روزنه او د نفس په اصلاح کولو کې يې کوښښ نه کوي په دې توګه نو مظلوم له خپل مال او ملک نه محروميږي، له پالنې او روزنې نه بې برخې کيږي او کله پالنه او څارنه ترلاسه کوي خو د داسې پالنې او څارنې قرباني کيږي چې څارن کس اصلاً په خپله د څارنې او سرپرستۍ صلاحيت نه لري یا تنبل وي، بې صلاحيته، بې پالنې او بې باکه وي. پر عيش او نوش باندې بوختيږي او د مسووليت احساس نه کوي او کله هم د داسې صالح، عادل او حق پېژندونکي کس په لاس کې لويږي چې ملت د ژوند کولو له پاره چمتو کوي، اداره يې محترمه ګڼي او په خپله يې د ملت په لاس کې ورکوي.

دلته دی چې ملت د حکومت واګې په خپل لاس کې اخلي (د خلکو حکومت) منځ ته راځي. خو تر ټولو ښه دا دی چې ملتونه د تکاملي سير له لارې په تدريجي ډول دې مرحلې ته ور ورسيږي او نيک او هوښيار سرپرستان د موقع په پېژندلو سره پرته له شخړې او شور ماشور څخه په تدريجي ډول سره صلاحيت ملت ته ورسپاري.

آزادي د افغانانو ملي ځانګړنه او روحيه ده. دوی تل له استعماري قوتونو سره جنګېدلي او د خپل استقلال ساتنې له پاره يې نه هېرېدونکې هلې ځلې کړې له ظلم او استبداد سره يې مجادله کړې او خپله آزادي يې ساتلې ده. نو په دې توګه د ټولو واکمنو نظامونو رامنځ ته کېدل او ويجاړېدل دواړه د ملتونو په ملاتړ او پياوړتيا تر سره شوي دي او واکمن نظامونه د عوامو د هيلو او غوښتنو تابع وي. د نظام د سياسي بدلون او تاريخي اړتيا له پاره چې کوم اسناد رامنځ ته کيږي اکثره يې د ملتونو مال وي د دې خبرې تر ټولو لوی ثبوت ( اساسي قانون) دی چې د  افغان ملت ګټې او ملي حيثيت په کې خوندي دی.

ملي کلتور د يوه ملت د جوړوونکو قومونو له خوا په يوه اوږده زماني تاريخ واټن کې جوړيږي او د ګډ مادي او معنوي کلتور نښه يې رامنځ ته کيږي او يوه ملت ته داسې ځانګړنې وربښي، چې له نور ملتونو څخه پرې بېليږي.

له دې ډلې څخه ملي ټرمينالوژي د يوه ملت د کلتور د يوې برخې په توګه په همداسې په اوږده زماني واټن کې جوړيږي او هر نوم او کلمه د ملت تر مننې او قبلولولو وروسته د ملي ټرمينالوژۍ برخه ګرځي.
نور بيا دويمه برخه کې ...