د بریا لپاره د برایان ټریسي شل برخلیک ټاکوونکې سپارښتنې 

۱ـــ بریالي کسان تل له نورو سره د مرسته کولو لپاره د یوه فرصت په لټه کې دي، ناکام هغه کسان دي، چې تل پوښتنه کوي، زما لپاره څه ګټه لري.

۲ـــ ما دا ومونده، چې چانس د وړاند وینې وړ دی، که ډېر چانس غواړﺉ، نو باید چانس ډېر وازمویئ. فعال واوسئ او ډېر د نورو په پام کې واوسئ.

۳ـــ مهمه نه ده، چې له کوم ځای څخه راغلی یاست، یوازینی څیز چې مهم دی، مقصد مو دی.

۴ـــ تاسو په خپل وجود کې په هغو ټولو ستونزو باندې د غلبه کولو لپاره وړتیا لرﺉ، چې ژوند ستاسو په مخکې را زرغونې کړې دي.

۵ـــ په هر هغه څه باندې چې په ځواکمن احساس سره باور ولرﺉ، نو په واقعیت باندې به بدل شي.

۶ـــ د بریا کیلي داده، چې خپل باخبره ذهن په هغو کارونو باندې متمرکز کړﺉ، چې ورسره مینه لرﺉ، نه په هغو کارونو باندې، چې ترې وېرېږﺉ.

۷ـــ موخه لرونکي کسان، د هغو کسانو په پرتله په کم وخت کې ډېرې رڼې او لیکلې لاسته راوړنې لري، کوم چې یوازې خپلې موخې تصور کوي.

۸ـــ هر څومره، چې ډېر اعتبار مصرف کړﺉ، نو ډېر اعتبار به تر لاسه کړﺉ. هر څومره، چې ډېر له نورو سره مرسته وکړﺉ، نور به ډېر ستاسو مرستې ته را ودانګي.

۹ـــ که هیله لرﺉ، چې په خپل شخصي او کاري ژوند کې ارزښتمن څیزونه تر لاسه کړﺉ، تر ټولو لومړی باید تاسو په ارزښتمن شخصیت باندې بدل شئ.

۱۰ـــ بریالي کسان، په آسانۍ سره د بریالیو عادتونو لرونکي دي.

۱۱ـــ اړیکې یو مهارت دی، چې کولای شئ، زده یې کړﺉ، لکه بایسکل ځغلونه او ټايپ کول، که چېرې پیاوړی هوډ لرﺉ، چې په دې مهارت کې بریالی شئ، کولای شئ، په ډېرې چټکۍ سره، د خپل ژوند د ټولو برخو کیفیت زیات کړﺉ.

۱۲ـــ بریالي کسان داسې عادت شوي دي، چې له ټولو پېښو څخه مثبتې هیلې ولري.

۱۳ـــ تاسو نه شئ کولای، هر هغه څه، چې تاسو ته پېښېږي، کنټرول کړﺉ، خو کولای شئ، له هر هغه څه سره، چې مخامخ کېږﺉ، په اړه یې د خپل فکر بڼې ته بدلون ورکړﺉ، په دې کار کې تاسو بدلون د امر منلو ځای ناستی کوﺉ.

۱۴ـــ په مدیریت کې لومړۍ درجه زرین قانون مه هېروﺉ:
نور هماغه ډول مدیریت کړﺉ، چې خوښېږي مو تاسو مدیریت کړي.

۱۵ـــ ستاسو تر ټو مهمه شتمني، د ګټورتوب وړتیا مو ده او تر ټولو ارزښتمنه شتمني، وخت مو دی.

۱۶ـــ ټول بریالي افراد، ښځینه یا نارینه، ستر خیال بافان دي، هغوی هغه راتلونکې، چې خوښېږي یې، په خپلو خوبونو کې ویني، ټولې برخې په جزئیاتو سره تصور کوي او هره ورځ د دې خوب د تر لاسه کولو لپاره هڅه کوي، موخې ټاکي او خپلو موخو ته رسېږي.

۱۷ـــ که خپل اولادونه داسې وروزﺉ، چې باور ولري، په ژوند کې هره موخه یا لاسته راوړنه ولري، تاسو د والدینو په توګه بریالي شوﺉ او اولادونه مو په غوره توګه روزلي.

۱۸ـــ که هغه کار، چې تاسو یې دمګړۍ ترسره کوﺉ، تاسو ته د خپلو موخو په لور لارښوونه نه کوي، نو له خپلو موخو څخه د خپل ځان د لرې کېدو په حال کې یاست.

۱۹ـــ تاسو باید ډېر زیات کارونه ترسره کړﺉ، پرله پسې کوچنۍ هڅې، چې هېڅوک یې نه ویني یا یې په ارزښت باندې نه پوهېږي، ترڅو ارزښتمنې بریا ته ورسېږﺉ.

۲۰ـــ انسان عادت لري، چې تل خپلو هیلو ته ورسېږي، مهمه نه ده، چې هیله یې ښه پېښه وي یا بده.