له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ لپاره نهه تخنیکونه

یو کاریزماتیک او د لوړو ټولنیزو اړیکو لرونکی فرد، له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ د پوښتنې په ځواب باندې پوهېږي، دا د هغوی د بریا راز دی، خو ډېر کم شمېر یې له دې مهارت څخه برخمن دي. څنګه مؤدبانه خبرې وکړو؟، ځنګه په اغېز ښندونکي او مسلکي توګه خبرې وکړو؟ او څنګه پیاوړې خبرې وکړو؟ د خپلو اړیکو او خبرو کولو د پیاوړتیا لپاره لاندې لیکنه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
په دې لیکنه کې به لاندې پوښتنو ته ځواب ورکړو:
ـــ څنګه له هر چا سره خبرې وکړو؟
ـــ څنګه نور وستایو؟
ـــ څنګه بریالۍ سوداګریزې اړیکې ولرو؟
ـــ څنګه یوه بریالۍ ټیلیفوني مکالمه ولرو؟
 
۱ ـــ څنګه د نورو ستاینه وکړو؟
راځئ چې رښتیني واوسو! موږ ټول له دې چې د پام، ستاینې او هڅونې وړ وګرځو، ترې خوند اخلو، خو په همدې کچه د نورو ستایل، نه شي کولای، چې خوندور وي، د بېلګې په توګه: کله وخت، چې له افرادو سره د صمیمت احساس نه کوو، خو له افرادو سره په اړیکه کې اړینه ده، چې مثبت ټکي یې ووایاست، ترڅو یوه ښه اړیکه رامنځته کړئ.
 
که په خپله له دې سره لېوالتیا لرئ، چې د مقابل لوري مثبتې ځانګړتیاوې څرګندې کړئ، کار مو هوسا او آسانه دی، خو که نه غواړئ په مستقیمه توګه ووایئ، نو کولای شئ د خپلې اړیکې د پیاوړتیا لپاره، له یوه ګډ ملګري څخه مرسته وغواړئ.
 
وخت پېژندنه
د نورو په ستاینه او هڅونه کې وخت پېژندنه یو له مهمو اصولو څخه ګڼل کېږي. هېڅ څیز د افرادو په روحیه باندې، د پر وخت ستاینې په اندازه ښه اغېز نه کوي. که فکر کوئ اوس هغه وخت دی، چې باید له یو چا څخه مننه وکړئ یا چلند یې وستایئ، نو په تمه مه پاتې کېږئ.
 
۲ ـــ اورېدونکي غوږونه ولرئ
د اړیکو د ښه والي او له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ د ننګونې لپاره تر ټولو آسانه لاره، ډېره پاملرنه ده. په لومړي ګام کې باید درک کړئ، چې ټول افراد کله وخت د روحي تخلیې ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه له یوې سختې ورځې او یا له کاري او احساسي شرایطو څخه تر تېرېدو وروسته، په دې شرایطو کې غوره ده، چې زغم ولرئ او هغوی ته اجازه ورکړئ، چې شکایت وکړي، خبرې وکړي او منفي انرژي لیرې وغورځوي، داسې څرګنده کړئ، چې هغوی درک کوئ او په ژوره توګه په دې موضوع کې ورسره هم فکری یاست.
 
۳ ـــ لوړ الوتونکی (بلند پرواز) واوسئ
آیا لوړ الوتونکی فرد او د سترو بریاوو په لټه کې یاست؟ لوړ الوتونکي افراد تل له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ او د لوړ مقام لرونکو افرادو تر اغېزې لاندې راوستلو او مخ پر وړاندې د حرکت کولو په لټه کې دي، له خپل مسؤول یا رییس سره د «تاسو» له ضمیر څخه ګټه واخلئ، د مدیریتي بوختیاوو په خاطر هڅه وکړئ، چې لنډې او اغېزناکې خبرې وټاکئ.
 
۴ ـــ بریالۍ سوداګریزه اړیکه
څنګه له هر چا سره خبرې وکړو؟ او څنګه په خپل سوداګریز کار کې له پېرېدونکو سره مسلکي اړیکه ټینګه کړو؟ ډېری کسان له پېرېدونکو سره په معاملاتو او چلند کې، یوازې د هغه له ګټې څخه خبرې کوي او د هغې ګټې په اړه، چې خپله یې له سوداګرۍ څخه کوي، هېڅ خبرې نه کوي.
 
ښایي داسې فکر وکړئ، چې دا کار د ادب مراعات کول یا د کاري حریم ساتنه ده، خو باید ووایو، چې دا په ټولو دندو او کاروبارونو کې یوه کلیشه یي او ستره تېروتنه ده. که غواړئ یو ښه پلورونکی او سوداګر واوسئ، نه یوازې د پېرېدونکي د ګټې په اړه، بلکې د خپلې ګټې په اړه هم رښتینی واوسئ، په دې ترتیب هېڅوک فکر نه کوي، چې له هغه څخه مو بده ګټه اخیستې ده او یا درغلي وکړئ، ترڅو ډېره ګټه ترلاسه کړئ.
 
۵ ـــ تمرین
د غونډو لپاره مخکې تر مخکې چمتووالی او تمرین معجزه رامنځته کوي، که غواړئ د یوې بریالۍ لیدنې لپاره ډېر زیات چانس ولرئ، لږ تمرین او مخکې تر مخکې چمتووالی کولای شي، معجزه رامنځته کړي. په پیل کې ډاډ ترلاسه کړئ، چې د ویلو لپاره مناسبې خبرې لرئ.
 
څېړنې څرګندوي، هغه افراد، چې د اصطلاحګانو پراخه کړۍ لري، د نورو په پرتله ډېر هوښیار او خلاق تر سترګو کېږي. هر کله مو چې یوه ښکلې وینا واورېدله، نو ژر تر ژره یې یاددښت کړئ او هڅه وکړئ، چې د وخت په اوږدو کې یې له خپل ځان سره تمرین کړئ، ډاډمن اوسئ، چې له هغې څخه د ګټه اخیستنې لپاره مناسب فرصت پیدا کوئ.
 
۶ ـــ څنګه یوه بریالۍ ټیلیفوني مکالمه ولرو؟
د اړیکې د ټینګښت په موخه ټیلیفوني مکالمه د ډېری کسانو لپاره، د خوښې وړ یوه تګلاره نه ده. ځینې څېړنې څرګندوي، چې خلک د خپل غږ دېرش سلنه انرژي د ټیلیفوني مکالمې له لارې، له لاسه ورکوي، خو څو تګلارې شتون لري، چې له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، چې یوه بریالۍ ټیلیفوني اړیکه ولرئ، کله چې ټیلیفون ته ځواب ورکوئ، دا کار په واضحه او مسلکي تګلاره ترسره کړئ.
 
څنګه له هر چا سره خبرې وکړو؟ کله چې خپل اړیکه نیونکی مو وپېژانده، د یوه پخواني ملګري په څېر سلام وکړئ، په دې ترتیب مخاطب د صمیمت احساس کوي، سربېره پر دې چې د مکالمې د پیل لپاره مو، یوه غوره شروع لرلې، په یاد ولرئ، چې خلک نه شي کولای د ټیلیفون له لارې، ستاسو د څېرې او بدنې ژبې حالت یا د لاسونو حرکت ته متوجه شي، دا تاسو یاست، چې دا بصري معلومات په کلامي نښو نښانو باندې بدل کړئ.
 
دا په دې مانا دی، چې د سر خوځولو پرځای هرومرو ووایئ: «زه د دې موضوع له اورېدو څخه ډېر زیات خوشاله شوم، د مهربانۍ له مخې دوام ورکړئ.» دا کار د دې سبب ګرځي، چې د ټیلیفون تر شا شخص په دې باندې پوه شي، چې ستاسو په ذهن کې څه تېرېږي او په بشپړه توګه په همدې خبرو اترو کې بوخت یاست.
 
له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ یو بل اصول، چې په هره اړیکه او مکالمه کې کولای شي یو ګام وړاندې وي، د افرادو له کوچني نوم څخه ګټه اخیستنه ده، خلک د خپل له نوم له اورېدو څخه ښه احساس پیدا کوي او تر ډېره د مکالمې په لور جذبېږي. د اړیکې له نیولو مخکې خپله وخت پېژندنه او مسلکي توب څرګند کړئ، د دې کار لپاره غوره ده، چې له افرادو څخه وپوښتئ، چې آیا د ټیلیفوني مکالمې لپاره وخت لري او یوازې د وخت د مناسب اوسېدو په صورت کې له هغوی سره اړیکه ټینګه کړئ.
 
۷ ـــ له فرصتونو څخه ګټه اخیستنه
ډېری افراد یوازې د ښه وخت تېرولو په موخه په مېلمستیاوو کې ګډون کوي، البته دا کار هېڅ ستونزه نه لري، خو کولای شو، لږ په لوړې الوتنې سره د کړنو ډګر ته ور ودانګو. په دې برخه کې به د چلند د څرنګوالي  او نور تر اغېزې لاندې راوستلو په اړه په څو ټکو باندې رڼا واچول شي.
 
تاسو باید د خپلو ټولنیزو اړیکو د ودې لپاره، له هر فرصت او پروګرام څخه ګټه واخلئ. په مېلمستیاوو کې، کله چې مقابل لوری د خبرو کولو په حال کې دی، په بشپړه توګه یې خبرو ته غوږ ونیسئ او د سر په خوځولو سره یې خبرې تائید کړئ.
 
څنګه له هر چا سره خبرې وکړو؟ او خپل مخالف نظر وړاندې کړو، مخالف نظر لرئ، د «ستاسو دا ټکی ډېر ارزښتمن دی، خو بل ټکی چې شتون لري...» په ویلو سره خپله خبره بیان کړئ، د مقابل لوري له خبرو څخه ذهني یاددښت اخیستنه ولرئ، هغه ټکي، چې مقابل لوری یې په خپلو خبرو کې ورته اشاره کوي، په بله ناسته کې له دې جزئیاتو څخه د یوه یادونه یې کولای شي، په فرد باندې حیرانونکې اغېزه ولري.
 
۸ ـــ څنګه په لومړي لید کې مسلکي واوسو؟
د انسان له طبیعت او د خلکو له عادتونو څخه بنسټیز درک، د دې سبب ګرځي، چې په ډېرې آسانۍ له نورو سره اړیکه ټینګه کړو، له دې امله هر څوک کولای شي، زده کړي، چې څنګه یوه اغېزناکه اړیکه ټینګه کړي او خپلو اړیکو ته ښه والی ور وبښي، په دې لاره کې غوره ده، د افرادو په جذبولو کې، د لومړنۍ لیدنې کتنې ارزښت په ښه توګه درک کړئ. لومړۍ لیدنه، د یوې اړیکې د پیدایښت د پیل تر ټولو مهم پړاو دی.
 
لکه څنګه چې پوهېږئ، لومړنۍ اخیستنه ډېره زیاته مهمه ده. د ننوتلو لپاره لومړنی تخنیک ډېر آسانه دی، له ننوتلو مخکې، د دروازې ترڅنګ لږ مکث وکړئ او فضا په خپل ذهن کې په بشپړه توګه بررسي کړئ، د فضا له بررسي کولو وروسته او د هغې د ښه والي له پلوه د ډاډ په ترلاسه کولو سره، کولای شئ مُسکا وکړئ او هغې ته ور داخل شئ.
 
تر ننوتلو وروسته، لومړی باید د عمل ډګر ته ور ودانګئ او له ځنډ پرته په ناست مجلس کې له په زړه پورې فرد سره اړیکه ټینګه کړئ. که شاوخوا ته په تمه پاتې شئ او یو شخص تاسو ته مراجعه وکړي، نو د مېلمستیا تر پایه به د ننوتلو د وخت په څېر یوازې پاتې شئ.
 
۹ ـــ بدني ژبه
له نا ګواښونکې بدني ژبې څخه ګټه اخیستنه زده کړئ. لاسونه، سترګې، مُسکا او حتا د ناستي ډول مو کولای شي، د شاوخوا خلکو په جذبولو کې اغېزناک وي. حتا د بدني ژبې تر ټولو غوره کتابونه مطالعه کړئ، ترڅو له نا کلامي پیغامونو سره، چې په لیدو کاتو او غونډو کې یې نورو ته لېږدوئ یا یې ترلاسه کوئ، آشنا شئ.
 
له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ وروستۍ خبره
له هر چا سره څنګه خبرې وکړو؟ په ځواب کې پوه شئ، په بشپړه توګه له نورو سره په خبرو کولو او د اړیکو په ټینګښت کې باید خپلې تمې او محبتونه  برید بندي کړئ او پایښت لرونکې ملګرتیاوې ولرئ.     په یوه کاري ناسته کې له حضور مخکې، چمتو شئ او مه هېروئ، چې په موضوع پورې اړوند په څو ټکو باندې پوهېدل، کولای شي، ستاسو کاري راتلونکې ته په اغېزناکه توګه بدلون ورکړي.
 
په یاد ولرئ، چې د «څنګه له هر چا سره خبرې وکړو؟» په پوهې او مسلکي تګلارو سره، نه یوازې د هوساینې او په خپل نفس باندې د ډېر اعتماد احساس کوئ، بلکې  ډېر ملګري هم پیدا کوئ او په چټکه توګه د بریالیتوب په پوړۍ باندې مخ پورته ځئ. خوشاله او بریالي اوسئ.