څنګه له خپل اندېښمن، خپه او زړه مات شوي ملګري سره مرسته وکړو؟   

د خپل دوست موقعیت او شرایطو ته په نه پام سره، دا چې وکولای شئ د دردونو په تسکین او د مات شوي زړه په جوړښت او رغښت کې، مل او ښه دوست واوسئ، ډېر په زړه پورې او ارزښتمن کار دی. 
 
لومړۍ برخه: په لاسرسي کې اوسېدل او ملاتړ کول
۱ ـــ دوست مو دې ته اړ کړئ، چې خپل غم او خپګان څرګند کړي
هغه اړتیا لري، چې د دې سختو شرایطو تر شا پرېښودلو لپاره، خپل رښتیني او واقعي احساسات څرګند کړي، نو هغه له خپلو احساساتو سره مخامخ کړئ، هغه په دې باندې پوه کړئ، چې د خپل غم او خپګان په پټولو سره به یې وضعیت ښه نه شي. 
 
ـــ هغه په دې باندې پوه کړئ، چې ژړل نه یوازې کومه ستونزه نه ده، بلکې په اوښکو تویولو سره یې حالت ښه کېږي. 
 
ـــ که داسې احساس کوئ، چې دوست مو خپل غمونه او اندېښنې په خپل دننه کې پټوي، نو توضیحات ورکړئ، چې په دې کار سره یې ستونزې نه حل کېږي. 
 
ـــ د غم او خپګان په پړاوونو کې معمولاً اندېښنې، خواشینۍ، افسوس او ګوښه ناستی شاملېږي، که دوست مو دا ټول پړاوونه تجربه کړل او یا د دې پړاوونو له تېرولو څخه یوه موده وروسته، بېرته په دې حالاتو باندې اخته شو، ډېر زیات مه خواشیني کېږئ.  
 
ـــ په بېلابېلو افرادو کې د غم او خپګان څرګندول توپیر لري، نو د نورو د احساساتو د څرګندولو په بهیر باندې قضاوت مه کوئ، البته که داسې احساس کوئ، چې غم او اندېښنې دوست مو له پښو غورځولی دی او حالت یې نه یوازې نه ښه کېږي، بلکې لا پسې خرابېږي، کولای شئ هغه ته وړاندیز وکړئ، چې یوه مشاور ته مراجعه وکړي.  
 
ـــ که دوست مو خپل نږدې او صمیمي شخص له لاسه ورکړی دی، نو کولای شئ، خپل دوست ته د هغه شخص د یادونو او خاطراتو ور په یادولو، له  هغه سره مرسته وکړئ، چې خپل غم او خپګان ښکاره کړي. 
 
۲ ـــ ښه اورېدونکی واوسئ
د احساساتو څرګندول او د هغو شریکول، له دوست سره مو مرسته کوي، ترڅو خپل مات زړه تسکین او ورغوي، نو هڅه وکړئ، هرکله یې چې درته اړتیا درلوده، خبرو ته یې غوږ ونیسئ او ترڅنګ یې واوسئ، هرومرو خبرو ته یې ښه غوږ ونیسئ او پرېږدئ، چې هر څومره یې زړه غواړي، د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړي. 
 
ـــ هغه ته ډاډ ورکړئ، چې د خبرو اورېدو ته یې لېوالتیا لرئ، ښایي واقعاً وغواړي له تاسو سره خبرې وکړي، خو په دې اړه اندېښنه لري، چې تاسو به یې د غم او خپګان په اړه د خبرو د اورېدو حوصله ونه لرئ او دا مکالمه به تاسو ته ځورونکې وي. 
 
ـــ دا چې له هغې پېښې څخه خبر شوئ، کومه چې دوست مو ورسره مخامخ شوی، نو له هغه سره په داسې بڼه اړیکه ټینګه کړئ او په خپل چلند او خبرو سره، هغه ته دا ښکاره کړئ، چې په فکر کې یې یاست او درته ارزښت لري، داسې وښیئ، چې د خبرو له اورېدو سره یې لېوالتیا لرئ، خو که چېرې د خبرو کولو لپاره په مناسبو شرایطو کې نه و یا یې ونه غوښتل، چې کوم څه ووایي، نو له هغه څخه مه خپه کېږئ. 
 
ـــ تر کله چې خپله دوست مو له تاسو څخه غوښتنه نه وي کړي، په هېڅ وجه هغه ته نصیحت مه کوئ، ښایي لاپسې خپه او حتا غوسه شي. 
 
ـــ که دوست مو له خبرو کولو سره لېوالتیا نه لرله، نو هغه دې ته وهڅوئ، چې د خپلو خاطراتو په کتابچه کې خپل افکار او احساسات ولیکي. 
 
ـــ ښه ده، چې د رامنځته شویو پېښو په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړئ، په ځانګړې توګه    که صمیمي دوستان یاست، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وکولای شئ د خپل دوست شرایط او حالات په ښه توګه درک کړئ او ورسره مرسته وکړئ. 
 
۳ ـــ همدردي وکړئ 
دوست ته مو دا ښکاره کړئ، چې احساسات یې ستاسو لپاره مهم دي او غواړئ په دې سختو شرایطو کې ورسره مرسته وکړئ، د قضاوت کولو پرځای، په ډېرې آسانۍ سره یې غمونه او دردونه تائید او وې منئ او داسې ښکاره کړئ، له دې امله، چې اړ شوی، دا سخت شرایط تجربه کړي، خواشینی او اندېښمن یاست. 
 
ـــ تل له هغې ساده جملې څخه لکه «د هغه څیز یا شخص لپاره، چې له لاسه دې ورکړی دی، خواشینی یم» د خپلې اندېښنې او خپګان د ښکاره کولو لپاره ترې کار واخلئ. 
 
ـــ که دوست مو د جدا کېدو له شرایطو څخه وروسته، عاطفي دی، هڅه مه کوئ، چې د حالت د ښه کولو لپاره یې، د اړیکې د پخواني فرد په اړه یې بدې خبرې مه کوئ، یا د هغه له بدو ځانګړتیاوو څخه خبرې وکړئ، پرځای د دې، چې له دا ډول جملو څخه، لکه «هغه یو احمق فرد و، اصلاً په درد دې نه خوري، د هغه له شتون پرته به دې ژوند ډېر ښه وي» ګټه واخلئ، یوازې هڅه وکړئ، چې د دوست نه شتون مو درک کړئ او د دې جملې په بیانولو سره، لکه: «هرومرو د هغه چا له لاسه ورکول، چې تر دې بریده یې درته اهمیت درلوده، ډېره سخته ده»، له هغه سره همدردي وکړئ. 
 
ـــ دغه راز هڅه مه کوئ، چې د مثبتو او هیله بښونکو جملو په بیانولو سره، له دوست سره مو مرسته وکړئ. د دې جملو د بیانولو پرځای، لکه «په هره پېښه کې یو حکمت وي» کولای شئ له دې جملو څخه، لکه «خواشینی یم، چې دا شرایط تېروې، څنګه کولای شم، چې درسره مرسته وکړم؟» ګټه واخلئ. 
 
ـــ دوست ته مو مه وایئ چې «هره پېښه یو دلیل لري» دا خبره ښایي د دې سبب شي، چې دوست مو فکر وکړي، غم، درد، خپګان او اندېښنه یې ستاسو لپاره بې ارزښته او بې اهمیته ده. 
 
۴ ـــ تل د خپل دوست له شرایطو او وضعیت څخه باخبره واوسئ
زړه ماتوالی کولای شي، یو شخص ډېره موده له خپل ځان سره بوخت کړي، نو تمه مه لرئ، چې د دوست حالت به مو له یوې یا دوو ورځو وروسته ښه شي، تل یې د حالت پوښتنه وکړئ او وګورئ، چې حالت یې  په ښه کېدو دی او که نه، هغه ته یادونه وکړئ، چې ترڅنګ یې یاست او په هر ډول شرایطو کې ورسره مرسته کوئ. 
 
ـــ تمه مه لرئ، چې هغه ستاسو د حالت پوښتنه وکړي یا په خپله له تاسو نه غوښتنه وکړي، چې ورسره خبرې وکړئ، ښایي واقعاً تاسو ته اړتیا ولري، خو د اړیکې د ټینګښت حوصله ونه لري. 
 
ـــ دوست ته مو زنګ ووهئ، پیغام واستوئ، یا د هغه لپاره یاددښت ولیکئ، چې هغه په دې باندې پوه کړي، چې په فکر کې یې یاست، د اړیکې یا پیغامونو ځلونه، ستاسو او د دوست ترمنځ مو په صمیمیت پورې تړاو لري، ښایي د دې لپاره، چې  د دوست حالت مو ښه شي، اړینه وي، چې دا کار هره ورځ او یا هم یوه ورځ وروسته ترسره کړئ. 
 
ـــ د دې لپاره، چې دا څرګنده کړئ، د دوست په فکر کې مو یاست، په یوه ښه او وړ وخت کې له هغه سره اړیکه ونیسئ. د بېلګې په توګه: که دوست مو یو له خپلوانو څخه له لاسه ورکړی دی، نباید خاورو ته د جنازې سپارلو پر مهال له هغه سره اړیکه ونیسئ، بلکې غوره ده، چې هماغه شپه یا په سبا یې ورسره اړیکه ټینګه کړئ.  
 
ـــ کله چې حواس مو د خپل دوست شرایطو او احساساتو ته دي، نو ډاډ ترلاسه کړئ، چې د خبرو اورېدو ته یې چمتو یاست او ترڅنګ یې یاست. 
 
۵ ـــ له دوست سره مو د کوچنیو کارونو په ترسره کولو کې مرسته وکړئ
ـــ که د دوست حالت مو تر دې بریده خراب دی، چې حتا خپل ورځني کارونه هم نه ترسره کوي، هغه ته د مرستې وړاندیز وکړئ. د بېلګې په توګه ورته خواړه چمتو کړئ یا د ریاضي په کورنۍ دنده کې یې ورسره مرسته وکړئ. 
 
ـــ که دوست مو ستاسو د مرستې وړاندیز رد کړ، نو هغه ته ووایئ، چې هر وخت او په هر صورت کې مو وړاندیز پر خپل ځای دی او بدلون نه پکې رامنځته کېږي. 
 
ـــ که له خپل دوست سره صمیمي یاست، هڅه وکړئ په هغو کارونو سره، چې تمه یې نه لري، لکه د پیزا اخیستل او کور ته یې ورتلل، هغه حیران کړئ. 
 
ـــ هغه د خوړو خوړلو لپاره خپل کور ته را وبلئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې هم یې بدن تغذیه شي او هم له خپل کورني چاپېریال څخه لرې شي، چې دا دواړه یې په ګټه دي. 
 
۶ ـــ په هغه باندې فشار مه راولئ 
سره له دې، چې له خپل دوست سره مرسته کول ډېر ښه کار دی، تاسو یوازې کولای شئ چې له هغه سره تر یوه ځایه مرسته وکړئ، تاسو باید خپل دوست ته دا اجازه ورکړئ، لکه څنګه چې خپله یې غواړي، خپل غم او خپګان څرګند کړي او ورو ورو دا غم او خپګان تر شا پرېږدي. تمه مه لرئ، چې فوراً یې حالت ښه شي او هڅه هم مه کوئ، چې د حالت د ښه والي لپاره یې پرې فشار راولئ.
 
ـــ په یاد مو وي، ښایي په دې شرایطو کې دوست مو لږ ځان غوښتونکی (خود خواه) ترسترګو شي او ونه شي کولای ستاسو لپاره ښه دوست واوسي، هڅه وکړئ، چې درک یې کړئ، دوست مو د وخت په تېرېدو سره بېرته خپل پخواني حالت ته را ګرځي.  
 
ـــ دوست مو وهڅوئ، چې ورو ورو خپل پخواني انرژي لرونکي حالت ته بېرته ور وګرځي، که مېلمستیا تللو سره لېوالتیا نه لري او یا د هوساینې احساس نه کوي، له هغه څخه وغواړئ، که یې خوښه وي، ستاسو کور ته راشي او له تاسو سره یو اسلامي فلم ننداره کړي. 
 
۷ ـــ د یو بل برید وساتئ او له هرې غوښتنې سره موافقه مه کوئ 
دا سمه ده، چې له دوست سره مو مرسته کول، ډېر ښه کار دی، خو پام مو وي، هغه کارونه، چې په تاسو پورې تړاو نه لري، مه ښکېل کېږئ او د هغو کارونو له ترسره کولو څخه، چې امکان نه لري، ډډه وکړئ، دغه راز پام مو وي، چې له بریده زیات خپل وخت او انرژي له خپل دوست سره په مرسته کولو باندې مه لګوئ. دا هم د یو بل د برید او پولې ساتلو لپاره څو تګلارې: 
 
ـــ خپل محدودیتونه وپېژنئ، یانې وګورئ، چې له کومو کارونو سره مینه او لېوالتیا لرئ او له کومو سره یې نه لرئ، ښایي وغواړئ، چې د دوست خبرو ته مو د هغه د پخواني شریک په اړه غوږ ونیسئ، خو مه غواړئ چې د دې دوو کسانو ترمنځ کوم پیغام رد و بدل کړئ یا د خپل دوست پخوانی شریک تر څارنې لاندې ونیسئ. 
 
ـــ خپل دوست مو په روښانه او واضحه توګه په دې باندې پوه کړئ، چې غواړئ کارونه په یو مخیز ډول ترسره کړئ، خو د ځینو له ترسره کولو سره یې هېڅ مینه او لېوالتیا نه لرئ. د بېلګې په توګه ښایي ووایئ «له دې چې تل دې خبرو ته غوږ ونیسم، خوشاله کېږم، خو نه شم کولای، چې په کار ځای کې مې ځواب ویونکی واوسم، د کار له پای ته رسېدو وروسته له یو بل سره خبرې کوو.» 
 
ـــ که چېرې برید او پولې له منځه لاړلې، باید په روښانه او واضحه توګه خپل دوست ته ووایئ. د بېلګې په توګه کولای شئ ووایئ « زه د خپل توان په کچه درسره مرسته کوم، خو له بده مرغه په دې یوه مورد کې هېڅ هم نه شم کولای.» 
 
ـــ خپلو احساساتو ته هم پام وکړئ او دوست مو په دې باندې پوه کړئ، چې تاسو هم لږ استراحت او آزاد وخت ته اړتیا لرئ. د بېلګې په توګه کولای شئ ووایئ «واقعاً زړه مې غواړي چې درسره مرسته وکړم، خو فکر مې ډېر بد بوخت او خراب دی، کولای شو سبا له یو بل سره خبرې وکړو؟» 
 
۸ ـــ په خپل ځان باندې پام کوئ، ترڅو عاطفي انرژي مو هم بېرته را وګرځي
داسې نه کېږي، کله چې خپله انرژي نه لرئ، بل شخص ته انرژي ورکړئ او ورسره مرسته وکړئ، نو په خپل ځان باندې پام کول ډېر زیات مهم دي، ځکه کله چې خپل حالت مو ښه وي، کولای شئ د خپل دوست حالت هم ښه کړئ، د خپلې عاطفي انرژۍ د ډېرښت لپاره، هغه کارونه وکړئ، چې له ترسره کولو څخه یې خوند اخلئ. لږ تر لږه د ورځې دېرش دقیقې هغو کارونو ته ځانګړې کړئ، چې خوښېږي مو ترسره یې کړئ او له هغو سره د آرامتیا احساس کوئ. لکه:
ـــ پلی مزل کول. 
ـــ اوږد مهالی حمام کول  
ـــ د بوختونکو کارونو ترسره کول، لکه: اوبل، نقاشي یا ویډیویي لوبې.