ولې سعودي عربستان او عربي اماراتو د جوبايډن پر مخ څپېړه ورکړه؟ 

امريکايي او عربي چارواکي تايئدوي چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان او د عربي متحده امارتو وليعهد محمد بن زاید آل نهیان د سپينې ماڼۍ هغه غوښتنه رد کړې ده، چې دوی ته يې د تيلفون له لارې جوبايډن سره د خبرو ويلي وو. ځينې سرچينې بيا ليکلي چې جوبايډن محمد بن سلمان او محمد بن زاید آل نهیان ته مستقيم زنګ کړی، خو دوی يې زنګ بند کړی او ځواب يې نه دی ورکړی. وال سټريټ ژورنال لوېدېځې رسنۍ ته د سپنې ماڼۍ يو چارواکي ويلي دي چې جوبايډن غوښتل د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو  د تيلو د توليد په اړه له وليعهد محمد بن سلمان او محمد بن زايد سره خبرې وکړي، زنګ يې وکړ، خو له بدمرغه چې محمد بن سلمان او د عربي اماراتو وليعهد  جوبايډن ته ځواب ور نه کړ او دغه اړيکه تر سره نه شوه. 

د سعودي عربستان چارواکو ويلي دي چې د محمد بن سلمان له  خوا د ولسمشر جوبايډن اړيکې ته د رد ځواب لاملونه لري او په وينا يې چې د ولسمشر  جوبايډن په ولسمشرۍ کې د تېر په پرتله اوس مهال د سعودي عربستان او امريکا متحدو ايالتو اړيکې خرابې شوې دي. سعودي چارواکو ويلي  دي، چې د سعودي عربستان ځينې غوښتنه دا دي، چې امريکا بايد د يمن په جګړه د سعودي ډېر ملاتړ وکړي، د سعودي عربستان د اټومي ځواک برخه کې همکاري ولري، ځکه سعودي عربستان غواړي چې د ايران په څېر اټومي پروګرام وړاندې يوسي او همدا ډول  محمد بن سلمان په شخصي ډول ځيني حقوقي مسايل لري، چې امريکا بايد په کې همکاره اوسي. امريکا په ترکيه کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي په وژنه کې د وليعهد محمد بن سلمان لاس دننه بولې او دې برخه کې داسې کار نه کوي، چې له يادې قضيې محمد بن سلمان لېرې او پاک کړي. 

ډېرو برخو کې د امريکا پر وړاندې د عربي متحده اماراتو دريځ د سعودي عربستان په څېر دی. عربي متحده امارات هم پر امريکا نيوکه کوي، چې د ايران په ملاتړ يمن کې حوثي وسله وال د دوی او سعودي عربستان پر وړاندې راکټي بريدونه کوي، خو دې برخه کې د امريکا متحدو ايالتو همکاري او ملاتړ پڅ دی. عربي متحده امارات هم د ايران د اټومي وسلو غني کېدو ته اندېښمن دی او له امريکا يې ګيله پر دې ده، چې بايد دې برخه کې د خپلو کلکو ملاتړو؛ سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو لاسنېوی بايد وکړي. 

د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د اړيکو خړپړتيا امريکا اندېښمنه کړې ده او هڅې يې دا دي، چې دغه اړيکې بېرته ښې او غښتلې کړي. امريکا ته  د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو اړيکو وروسته له هغې ډېر مهمې شوې، چې د لومړي ځل لپاره د يو بېرل تيلو بيه ۱۳۰ ډالرو ته ورسېده. سعودي عربستان او عربي متحده امارات هغه دوه هېوادونه دي، چې د تيلو په ډېر توليد سره کولی شي، چې امريکا او نورو اروپايي هېوادونو کې د تيلو راپورته شوی کړکېچ کنټرول کړي. 

د سپينې ماڼۍ يو چارواکو ويلي دي، چې امريکا هڅه کوي چې ژر سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره اړيکې ښې کړي او د دغه دوه هېوادونو ډېرۍ غوښتنې او په ځانګړي ډول امنيتي برخه کې د ځان ساتنې امنيت اندېښنې رفع کړي خو امريکا نه شي کولی چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ټولې غوښتنې او شرطونه ومني. 

اوس وخت کې، د امريکا د غوښتنو پر وړاندې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو رد ځواب او د امريکا له اغېز ځان اېستل، د امريکا او ناټو نورو هېوادونو لپاره به ګران بيه  تمام شي. امريکا او ناټو د اوکراين پر سر روسيې سره په يوې نااعلان شوې جګړه کې دي، او هره هغه کړنه او پرېکړه چې د امريکا اوسني متحدين له امريکا په کې لېرې کيږي، همماله روسيې ته ګټې او امريکا  ته زيان اړوي. امريکا په تېرو دېرشو کالونو کې ترټولو سخت پړاو تېروي او داسې ښکاري، چې هجمون يې د نزول پر لور حرکت کې دی.