نړيوالې اړيکې:سيمه ايزم (REGIONALISM) او  ددې نظريي پاراډايم

پوهنیار نبي حبیبي کانادا  
د نړیوالو اړیکو د نظریو د زده کړو هلې ځلې د څو پیړۍ وړاندې شروع شوي مګر ددې قرن په اوائلو کې په سیستماتیکه توګه نړیوالو اړیکو په ارتباط دبعضی نظریو د افهام اوتفهیم لپاره کوششونه شروع شوي دي.   دنړیوالۍ ټولنې روابط د دوو نظریو دتحلیل څخه خالي ندي. نړیوالزم یا انټرناشنلزم(Internationalism) او سیمه ایزم یا ریجانالزم (Regionalism) اقلیمګرایۍ، او یا په عربي ژبه ورته (الاقلیمیه) ویلاۍ شي.
دې نظریو   نه تنها د نړیوالو مسائلو توضیح او تحلیل زمینه سازې کړی بلکه اوس  په پیشرفته نړۍ کښۍ میډیا د خلکو دارتباط  او د یوبل سره د دوۍ د برخوردونو ، د هرشخص د منافعو انعکاس او یوبل سره د اړیکو موجب ګزیدلې. مدني جامعه، غیر سیاسي او خصوصي سکتورونه هم اوس غواړي چی پدی پیحیده سیاسي معدلو  ځانونه پوه کړي.
هر څومره چۍ نظریه د احوالو د پیش بینی  قدرت ولري هماغومر نړیوالي اړیکۍ  یا بین الدول روابط په ښه صورت پوهیدل، او دا نظریي په قوي او غالبه نظریو تبدیلیږي.  څومره چۍ نظریه ظهور او بروز وکړي هومره په نړیوال محیط کې تحولا ت رازي. د مثال په توګه، د دو عبرقدرتو روس او امریکی په مینځ کښی  دسوړ جنګ ظهور، او بیا امنیتي مسایلوته اهمیت  دریالزم (Realism) د نظریي د ډیرو مهمو ګامونو څخه بلل کیده او په حقیقت کۍ د ریالزم نظریي  ته همدی اهمیت ظهور ورکړ.  
د ساړه جنګ نه راپدیخوا  سیمه ایزم Regionalism یا  د ریجنالزم  نظریه د مهمو نظریو څخه بلل کیږی. مګر سوال دادۍ چۍ د سوړ جنګ نه را په دیخوا دا نظریه څومره کامیابه بلل کیږي؟
د ولسمې پیړۍ راپه دیخوا اروپایانو  په هره سیاسي مناقشه کې د یوبل سره د یوکیدلو خبرې روانې کړۍ وۍ او  د سیمه ایزم یا دیو بل سره په هرممکن شکل چۍ وو د صلحې  او استقرار مسایل مطرح  کول.
د نړیوال جنګ نه وروسته، داروپا سیاسي مبصرینو  داروپایانو  په مینځ کۍ د اقتصادي روابطو هلې ځلې وکړی. دا اقتصادي هلې ځلې ډیری کامیابۍ او دی دولتونو خپلی تاریخي شخړۍ او دشمنۍ د خپلو اقتصادي پرمختیا و لپار د همیش لپاره شاته وغورزولی.   
په ۱۴ د مۍ کال ۱۹۵۵  د ورسا په ښار کی پس لدۍ چې اروپایانو په خپل مینځ کۍ د دوستۍ او یوبل سره د همکارۍ معاهده امضاء کړه، د نړیوال کیدل یا انټرنشنلزم نظریي خاوندانو د ورسا د معاهدې استقبال ونکړ او غبرګون یي وښود. دوۍ پدې عقیده وو چی د همکارۍ دا راز معاهدې د منطقی په سطحه یو شکل نشنالزم دۍ، چی اوروپایان یی پخوا د یو بل وینوته کیښنولی وو. د انټرنشنلستانو د مخالفې نظریي سره سره سیمه ایزم په اروپا کی ځان کامیاب وښودله، دا نظریی [ریجانلزم] یعنی د منطقی په سطحه یو نوعه غیرت یا ناشونالزم و بلل شوه. همدا راز د ملل متحد منشور  ټولو ملکونو ته دا توصیه کوي چی خپل سیمه ایز مشکلات ملکونه په خپلو مینځو کې په خپله حل او فصل کړي. نو اروپایانو چی کله ناټو جوړه کړه، ددوۍ اندروني شعار دا وو چې یو به د ټولو قربان او ټول د یوه قربانیږو. ددې تشریح په رڼاکۍ رازۍ چی کوشش وکړو او ریجنالزم ته یو تعریف ورکړو.
تعریف
په نړیوال سیاست کی سیمه ایزم په یو خاصه جغرافیه یی ناحیه یا منطقه کی د ملکونو سره د یوبل
نزدې سیاسي،اقتصادي  همکاریو  چی اصولا منطقه په ترکیبي صورت د یوبل سره  دفرهنګي او جغرافیایي نږدې والي په چارچوب چۍد یوبل سره مشترک هویت لري تعریف کیداۍ شي.  او په اصطلاح کی سیمه ایزم یا اقلیمګرایی، دسازمانونو د انسجام سیاسی یوغږي چی د ژبی، قومیت، فرهنګ، مذهب، تاریخ په اساس یوبل سره د اجتماعي تماسک چی اقتصادي جنبه لري تحلیل کیداۍ شي.  
په اکادیمي سطحه دنړیوالو زده کړو مئوسسو دې مضمون  ته د اول ځل لپاره په کال 1960 میلادي کې خورا همیت او د پراخوالي کوشش وکړ. اما دشوروي اتحاد د شکست نه پس په سیاسي او اکاډمي ډکر کې دا مضمون یوځل بیا د کم اهمیتۍ سره مخ شو.  د بوزان په قول د دنیا په سطحه سیمه ایزو سیاستونو او سیستمونو  ته د بی توجهی، او د نړۍ په سطحه عام نظام ته د یوې خاصې توجه په خاطر سیمه ایز مشکلات لا زیات او په عین حال کی، دا منطقه یي قوتونه او سیستمونه په خپل سر په لاندې ډولونو راپورته شول.
اول د منطقې یا د جغرافيه یي نزدې والی په سبب او دوهم د یو اجتماعي ټولنۍ په حیث ملکونه د یوبل سره د همکاري تړونونه امضاء کړل. یعنی که دمنطقې په یوه برخه کې هر قسم اجتماعي یاسیاسي مثبت یا منفی کار وشي نو په اوتوماتیکه توګه ټوله منطقه متاثره کیداۍ شي. زمونږ په سیمه کی اِیـــــــــــکو (ECO) چۍ افغانستان، پاکستان، ترکیه، ایران، او نور د مینځنی اسیا هیوادونه یی غړي دی په شریکه توګه جوړه کړی یو ښه مثال ګنل کیږي.  

په نړي کی سیمه ایزي مؤسسی چی ددې نظریی په اساس مینځ ته راغلي.
د اقتصادي همکاریو سازمان  یا ایــــــــکو                    
http://www.ecosecretariat.org
جامعة الدول العربية‎
http://www.arableagueonline.org
د اسیا د جنوب شرق ملکونو سازمان یا آســــین
http://www.aseansec.org
د شمالي اتلانتیک د سازمان معاهده  یا نـــــــاتــــو
http://www.nato.int
د شمالي امریکا د آزاد تجارت توافقنامه  یا نــــافتـــا
http://www.nafta-sec-alena.org/en/view.aspx