سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۹- چنګيز خان، د مغول سترواکۍ (امپراتورۍ) بنسټګر 

زوکړه او ژوند
د چنګيز خان اصلي نوم تموچین وو. دی د ۱۱۵۸ او ۱۱۶۲ ز کالونو منځ کې زږېدلی وو. چنګيز خان ۱۳مې ز پېړۍ کې د مغول امپراتورۍ بنسټ کېښود. د چنګيز خان پلار يو قومي او قبايلي مشر وو. چنګيز خان لا ځوان وو، چې پلار يې د مقابل قوم له خوا ووژل شو. دغه وخت مغولستان کې وضعيت خراب، ناامني او ګډوډي وه. د پلار په مړينې سره چنګيز خان بد اقتصادي وضعيت سره مخ شو. څو کاله وروسته دی په قومي جګړو کې ونېول شو او بندي شو. له يو څه وخت وروسته نوموړي له زندان تښېته وکړه. له زندان څخه تېښته سبب شوه، چې چنګيز خان د خلکو منځ کې مشهور شي او د يو زورور کس په توګه وپېژندل شو، ځکه نوموړي زندان مات او ترې تښتېدلی وو. چنګيز خان د خپل - عمره ځوانانو يوه ډله د ملګرو په څېر جوړه کړه. يو څه وخت وروسته ورپسې د مغولو درې ستر قومونه شاته ودرېدل؛ همدا وو چې په ۱۲۰۶ز کال کې دی له تموچين څخه په چنګيز خان بدل او د مغول سترواکۍ بنسټګر شو. دغه درېيو قومونو يوه شورا جوړه کړه، چې چنګيز ته يې د نوم ترڅنګ په کې د خان لقب هم ورکړ. هغه وخت مغولي ژبه کې خان د بهر د واکمن او زورور په مانا وو. دی وتوانېد چې د مغولستان يا منګوليا تيت - پرک او دښمنۍ کې قومونه سره راټول او مغول سترواکي رامنځته کړي. 

د چنګيز خان شخصيت 
چنيګز خان ظلم او هېڅ ډول رحم يې نه درلود. نوموړي خپل پوځيان داسې جوړ کړي وو، چې د جګړې پر ځای به يې ډېره ويره خپروله. د چنګيز خان پوځيانو ولسي خلکو څخه سرونه پرې کول، قتل عام به يې کولو، ښارونه او کورونه به يې سوځول او دې سره يې د خلکو په منځ کې دا ويره خپروله، چې  چا به بغاوت نه شو کولی. نوموړې بې شمېره وادونه کړې وو او همدا ډول يې د اولادونو شمېر خورا ډېر وو. نوموړي هر هغه څوګ وژل چې شک به يې پرې راغی او ګمان به يې داسې شو، چې ده ته وفادار نه دي. چنګيز ځينې خپلې ميرمنې او اولادونه هم وژلي. 

د مغول امپراتوري
د مغول امپراتوري مغلستان او ختيځې اسيا کې ستره امپراتوري وه، چې نېږدې يوه پېړۍ يې دوام وکړ. دغه امپرتورۍ د مغلستان په شمول د اروپا ځينې برخې، جاپان او د جاپان سيند اړوند ځينې برخې او ايران تر واک لاندې نېولی وو. د مغول امپراتورۍ پوځيان تاريخ کې د ويره خورونکو، وژونکو او ويجاړونکو په نوم ثبت شوي دي چې د مغول امپراتورۍ سره د چنګېز او چنګيز  سره د مغولي پوځيانو د ظلمونو ويل کيږي. د چنګيز خان مغول سترواکۍ له ۱۲۰۶ز کال څخه بيا تر  ۱۳۶۸ پورې څه د باندې يوه نيمه پېړۍ واکمني درلوده. ۱۲۱۹ کال چنګيز خان پر افغانستان هم بريد وکړ. د نوموړي پوځيان کابل، کاپيسا، کندهار، هلمند او غزني کې د افغانانو سخت مقاومت سره مخ شول. د چنګيز خان پوځيانو د افغانستان په ښارونو کې دورمره ظلم وکړ، چې کابل او کاپيسا يې بشپړ وسوځول؛ غزني او هلمند کې يې عامه وژنه وکړه او هر نرينه به يې وژلو. د تاريخ پر حواله، د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالي د چنګيز خان د دويم زوی (چغتای خانات) له يرغل وروسته په دې نوم شهرت پيدا کړ. همدا ډول د افغانستان د يو شمېر سيمو نومونه د مغول يرغل ښوودنه کوي. 

د افغانستان هزاره ګان او چنګيز خان 
د تاريخي سرچينو د مالوماتو بر بنسټ، د افغانستان اوسنی هزاره قوم د چنګيز خان په مشرۍ د منګوليا يا مغول امپراتورۍ پاتې شونې دي، چې افغانستان ته له راتګ وروسته يې دلته ژوند غوره کړی دی. ځينۍ هزاره ليکوال هم دا تائيدوي، چې هزاره ګان د چنګيز خان اولاده ده. 

د چنګيز خان مرګ 
چنيګز خان ۱۲۲۷ز کال کې هغه وخت ومړ چې د خپل سپارلۍ آس څخه لاندې ولوېد. ويل کيږي، چې چنګيز خان وصيت کړی وو، چې مرګ وروسته به په داسې يو قبر کې چې هېڅ ډول ځانګړې نښه ونه لري، منګوليا کې دفن کيږي. منګوليا کې اوس هم چنګيز خان ته په ستره سترګه او درناوي کتل کېږي. د دغه هېواد پولي واحد په دوه زريز نوټ باندې د چنګيز خان انځور چاپيږي.