دسپېدو امامت

 
     فاروق فردا......... رزاق مامون ته ډالۍ 
دباد پر ولو ستا فریاد د کوم اسمان فصل ته ورسوم
چې هلته ستوری
                            ستوری
                                                 ستوری شي او
دتیاره ښار پراوسېدونکو باندې وورېږي.
 
دستا فریاد،
دپسرلي کومې مرغۍ ته پر مرۍ باندې سندره کړمه
چې شنډو څانګو ته غوږونو کې غوټۍ ور پو کړي
او ماتو زړونو کې د شنه سیورو د هیلو نښې بیا ژوندي شي.
 
دستا فریاد،
د کوم اسمان فصل ته ،
                            دبوړبوکو په لاس ورولېږمه؟
یا راته ووایه چې
               کومه آشنا یا نا اشنا  بوړبوکۍ
ستا دفریاد پر وزر والوزوم؟
څو پښتورګي د باران د څاڅکو و تښنوي
چې د پستو خو تورو ورېځو بالښتونو څخه سر پورته کړي
او یو ځل بیا کړي را تازه ستوني د وچو جل وهلیو شېبو.
 
ته شاته وګوره چې،
ستا دفریاد په آورېدلو سره
                                 مړژواندي سا اخلي او
دتورتمونو له موریو نه دستورو د رڼا پر اوږو
آبي لمنو د اسمان کې الوتنې کوي
 
چېرې یې ته؟
زه دتیارو دغرو له شا څخه ستا نوم اورمه
چې پورته کېږي ځي د ورېځو د زړه تل ته دلمر وږو نه غونچې جوړوي
او د رڼا د شهیدانو پر مزار یې کري،
څوچې ښکار شويوتورو سترګو ته دشپو لومو کې
د پاڼوپاڼو  د شمال عطریې
                                      دنظر لارې پرېولي.
 
 ګورې چې څومره د رڼا لاروي
لمن لمن را ټولوي ستا فریادونه د بڼو په ګوتو؟
 
تا تورو شپو کې د اسمان پر شنې لمنې باندې ايښي د ي د ستورو ګلان
تا د افق ږمنځ را کښلی د سهار پر څڼو
تا لمر له غوږه را نیولی د سپېدو کلي ته وړی دې دی
تا دافق د چینې،
 په سرو اوبو کې اودسونه کړی
او د سپوږمۍ په آذانونو دې سپېدو ته امامت کړی دی.
 
مسکو-روسيه
د ۲۰۱۱ کال د جنوی ۲۵