ټکسي چلونکی جنرال؛ ولې پوځي جنرال ټکسي چلونکی جنرال شو؟ 

هغه مهال چې واک او ځواک ور سره وو؛ د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او کابل ګرنېزون معين او قومندان وو؛ نو تګ - راتګ کې به ورپسې لسګونه زرغوال ګاډي مخو شاته تلل؛ خو اوس اسټراليا کې ټکسۍ چلونې ته اړ شوی او دا چې د موټر چلونې جواز ورکړل شوی خوښ او خوشاله دی. له تېرې ورځې د جنرال مراد علي مراد په نوم د افغانستان د پوځ د يوه پخواني جنرال انځورنه ښکته - پورته کېږي. ويل کېږي، چې نوموړی اوس مهال اسټراليا هېواد کې دی او هلته ورته د ټکسي چلونې جواز ورکړل شوی او  ټکسي چلوي. 

ولې پوځي جنرال ټکسي چلونکی جنرال شو؟ 
د جنرال مراد علي مراد په څېر سلګونه ټيټ او لوړپوړي جنرالان او پوځي څېرې اوس بهر هېوادونو کې يا لوښي مېنځي او يا هم ټکسۍ چلوي. دوی په تېرو شلو کالونو کې پر ولس واکمن او فرعونيتوب يې کولو. د همدې جنرال مراد علي مراد په څېر جنرالان وو، چې د ملت پر ځای يې قوميت ته مخه کړې وه. دوی حامي - پيرو سياست درلود. همدا جنرال مراد علي مراد به لکه مۍ، خپلو شخصي او قومي ګتو پسې کله د محقق، کله د کريم خليلي او کله هم بيا د غني او نبيل په لمن کې پروت وو. 

جنرال مراد علي مراد د خپلې دندې پر مهال پر پانګونه او پيسو ټولنې اخته وو. د ولس د ستونزو او درد پر ځای يې داسې غلاوې کولې، چې  اوس نه بلکې هغه مهال يې ځان او کورنۍ ته په اسټراليا کې استوګن ځای او تابيعتونه اخېستې وو. همدا جنرال مراد علي مراد وو، چې د پخواني پوځ په ليکو کې يې د ايران پر نفوذ او د ايران پر استخباراتي کړنو چوپتيا غوره کړې وه. هېواد سره د خيانت برخه کې يې ايران  ته  دا فعاليت هم کولو، چې بېچاره او اړ ځوانان د فاطميون په لښکر کې ورته جذب کړي.  

کله چې د يو هېواد د پوځ ستر جنرال يو بل بهرني هېواد کې ټکسي چلونکی کېږي، نو په ښکاره څرګنديږي، چې نه وړتيا ور سره وه او نه هم رېښتنوالي؛ که چېرې د جنرال مراد علي مراد په څېر نور کسان رېښتني او وړ وای، نو له هېواد بهر به هم ورته د خپل مسلک او چوپړ خير رسېدلی وای. ځيني داسې انګېري چې که چېرې يو افغان وزير، جنرال او کوم لوړپوړی چارواکی کوم بهر هېواد کې ټکسي چلونه، هوټل کې کار او بل ټيټ کسب کوي، نو شرم نه بلکې وياړ دی؛ ځکه دوی خواري او مزدوري کوي او دې کومه بدي هم نشته. 

لومړی خو بايد دا ووايو، چې د افغانستان د ۴۰ مېليونه وګړو څخه ډېر تر ډېره يوازې يو مېليون يې په دې وروستيو کې بهر کې مېشت شول. دا چې له يو ۴۰ مېليونه خلګو يو مېليون بهرنيو هېوادونو ته منلي دي، نو څرګنده ده چې دوی ته بهرنيان له افغانانو ارزښت لرونکي وو. دوی د خپل قدرت او دندې پر مهال د ملت له پيسو دا زمېنه سازي کړې وه، چې دوي لپاره هېواد د وضعيت خرابېدو سره به، هېواد خوشی کوي او يا يې داسې افغان ضد کړنې او جاسوسۍ کولې چې بهرنيانو ته ډېر نېږدې او د باور وړ شي. دويم، کله چې افغانستان کې ستر او ډګر جنرال؛ وزير او معين؛ والي او قومندان وي، خو بهر هېواد کې ټکسي چلونکی او آشپز ترې جوړ شي، نو ترې جوتيږي، چې دوی پر ولس تپل شوي وو. اصل کې بايد هم افغانستان او هم بهر کې موټر  چلونکي او اشپزان وای؛ خو دا چې ټکسي وانان او د هوټلونو ګرسون پر افغان ملت واکمن وو؛ نن يې ملت په دې بد وضعيت کې پرېښود او خپله يې کووم خاص تاوان نه دی کړی، بلکې يوازې خپلې اصلي مسلک او د وړتيا اړوند مزدورۍ (ډرايور، اشپز، ګرسون...) ته ورغلي دي.