د نړۍ په تاريخ کې دوه سترې نړيوالې جګړې تېرې شوې دي، چې هرې يوې يې د نړۍ تاريخ بدل او خونړيو پايلو سره پای ته رسېدلې دي. لومړۍ نړيواله جګړه د ۱۹۱۴ز کال د جولای مياشتې پر ۲۴مه نېټه پيل چې د ۱۹۱۸ز کال د نومبر مياشتې پر ۱۱مه نېټه پای ته ورسېده. دغه جګړې پوره څلور کاله، دوه مياشتې او دوه اوونۍ دوام وکړ. دې جګړه کې د جرمني امپراتوري، د هغه وخت اتریش- هنګري، عثماني امپراتوري او بلغاريا څلورګونی اړخ وو، چې د مرکزي ځواکونو يا Central Powers په نوم يادېدل. لومړۍ نړيواله جګړه کې د روسيې امپراتوري، د انګلستان امپراتوري، فرانسه، بلجيم، جاپان، چين، د امريکا متحد ايالت، رومانيا، پرتګال، ايټاليا او نور د جګړې بل اړخ وو، چې متحد ځواکونه يا Allies/Entente Powers ورته ويل کېدل. دې جګړه کې د ولسي وګړو په شمول ۴۰ مېليونه کسان ټپيان او وژل شوي، چې د مړو شمېر په کې له ۱۵ بيا تر ۲۰ مېليونه وګړو اټکليږي. لومړۍ نړيواله جګړه ۱۹۱۹ز کال کې د فرانسې په پاريس کې د ورسا د سولې تړون يا Treaty of Versailles په لاسليک سره پای ته ورسېده.
له لومړۍ نړيوالې جګړې نېږدې يوه نيمه لسيزه وروسته، له ۱۹۳۹ز کال د سپټمبر مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د ۱۹۴۵ز کال د سپټمبر مياشتې تر ۲مې نېټې دويمه نړيواله جګړه تر سره شوه. دويمې نړيوالې جګړې پوره شپږ کاله او يوه ورځ دوام وکړ او له امله يې د ملکي وګړو په شمول له د جګړې له ښکلېو خواوو ۷۵مېليونه کسان ووژل شوا او تر اتيا مېليونه نور په کې ټپيان شول. دويمه نړيواله جګړه کې جرمني، جاپان او اېټاليا يوې خوا؛ روسيه، امريکا، چين او انګلستان بلې خوا وو. دغه جګړه د سپټمبر پر دويمه د جاپان د رسمي تسلېمۍ وروسته پای ته ورسېده.
د دغه دواړو جګړو په پای ته رسېدو سره درېيمه نړيواله جګړه، خو په توپيري بڼې پيل شوه، چې سړه جګړه ورته ويل کيږي. سړه جګړه د سترو هېوادونو نيابتي جګړه وه او بيا د شوروي يووالي په ماتې سره ۱۹۹۱ز کال کې پای ته ورسېده. د سړې جګړې له پای ته رسېدو بيا تر نن ورځې د مخامخ او رېښتنې درېيمې نړيوالې جګړې د احتمال او شونتيا په اړه بېلا بيلې وړاندوينې کيږي.
د درېيمې نړيوالې جګړې نمونه (اصطلاح) د لومړي ځل لپاره د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې (۱۹۴۱) د Time magazine په نوم مجلې وکاروله. له هغه وخته بيا تر سړې جګړې او نن پورې د درېيمې نړيوالې جګړې ويل کيږي.
د دویمې نړیوالې جګړې پای کالونو او بيا پای ته رسېدو سره، د اټومي وسلو د پراختیا او کارولو له امله او د ډیری هیوادونو لخوا د اټومي وسلو د استملاک او ځای په ځای کولو سره، د درېیمې نړيوالې جګړې په اړه اټکلونه یوه عامه موضوع وګرځېده. همدا ډول اندیښنه دا ده چې پراخه وېجاړونکې بيالوژيکي وسلې، د لېرې واټن وېشتونکي توغندي، پرمختللې پوځي او نورې ټېکنالوژۍ به هم د درېيمې نړيوالې جګړې احتمال ډېر او تر شوني او واقع کېدونکي بريد پورې ورسوي. د سړې جګړې په کلونو کې هم، د درېیمې نړیوالې جګړې احتمال په ډیری هیوادونو کې د نظامي او ملکي چارواکو لخوا اټکل شوی او پلان شوی و.
اوس وخت کې بېلا بېل نړيوال کړکېچونه د درېيمې نړيوالې جګړې احتمالونه بلل کيږي. د روسيې او امريکا کړکېچ؛ اسرائيل او فلسطين، چين او امريکا، سعودي عربستان او ايران، هندوستان او پاکستان او بيا په اوس کې پر اوکراين د روسيې بريد د درېيمې نړيوالې جګړې د خطر زنګونه ورکوي.
څه ډول چې پراخه او پرمختللې اټومي وسلې د درېيمې نړيوالې جګړې د پيلېدو لامل شمېرل کېږي، په ورته وخت ځيني نور بيا د اټومي وسلو شتون، د درېيمې نړيوالې جګړې د نه پېښدو لامل بولي. د دوی په اند، اټومي وسلې داسې وېجاړونکې دي، چې د نړۍ هېڅ ستر هېواد د دغه وېجاړي له ويرې جګړې ته زړه نه ښه کوي. د اټومي وسلو ډېر ستر انساني او مالي زيانونه لامل شوي دي، چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته بيا تر نن، نړۍ له نړيوالې جګړې وساتي. خو د اټومي وسلو شتون په دې مانا هم نه دی چې بيا نړۍ کې د جګړو کچه سفر ته راښکته شي او يا به هم درېيمه نړيواله جګړه نه کېږي.
د نړيوالو اړيکو او پوځي برخې شنونکي دا اټکلوي، چې د ۲۰۰۰زکال درېيمه لسيزه (۲۰۲۱-۲۰۳۰) دننه د درېيمې نړيوالې جګړې د پېښېدو شونتيا ډېره لېدل کيږي. د دوی په اند، ايران، شمالي کوريا، تايوان او کراين د نړۍ هغه څلور هېوادونه او سيمې دي، چې درېيمه نړيواله جګړه به ترې پيليږي.
وروستي