د ژوند ښه شریک کومې ځانګړتیاوې لري؟ 

۱ ـــ ستاسو تېرې تېروتنې هېروي:
د ژوند یو ښه شریک ستاسو تېر نالیدلی نیسي او هېڅکله له هغو تېروتنو څخه یادونه نه کوي، چې د اړیکې لپاره مو هېڅ ګټه نه لري.

۲ ـــ پرتله نه کوي:
د ژوند یو مناسب شریک د انسانانو توپیر درک کوي او په دې باندې پوهېږي، چې هر څوک خپل پیاوړي او کمزوري ټکي لري، نو له دې امله تاسو له نورو سره نه پرتله کوي.

۳ ـــ په دوه اړخیزه اړیکه باندې باور لري:
هغه باید په دې باندې پوه شي، چې یوه سالمه اړیکه د دواړو لورو په هڅې پورې تړلې ده او باید د هغوی ترمنځ توازن ټینګ وي، یو اړخیزه اړیکې هرومرو له ستونزو سره مخامخ کېږي.

۴ ـــ ستاسو یوازېتوب ته درنښت کوي:
هرڅوک یوازېتوب ته اړتیا لري، د ژوند شریک مو باید د خصوصي حریم په مانا باندې پوه شي، هغه کسان، چې دا قانون نه مراعاتوي، له یوې مودې وروسته له یو بل څخه ستړي کېږي او په اړیکه کې د اندېښنې او خپګان احساس کوي، بیا هم وایم، په هر څه کې توازن اړین دی، حتا له یو بل سره په اوسېدو کې.

۵ ـــ له تاسو سره خبرې اترې یې په لومړیتوبونو کې دي:
د ژوند یو ښه شریک له تاسو سره اړیکې او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي، له یو بل سره له خبرو اترو پرته کوچنۍ ستونزې په سترو او نه حل کېدونکو ستونزو باندې بدلېږي، تاسو باید دخپل ژوند له شریک سره په خبرو کې آزاد واوسئ او ډاډه اوسئ، چې خبرې مو اورېدل کېږي.

۶ ـــ ساده دی:
د ژوند یو ښه شریک اړیکه په یوې پېچېلې لوبې باندې نه بدلوي، هغه له هرې ستونزې سره په ساده ګۍ او عادي توګه چلند کوي، د غوسه ناکو چلندونو او شاته تګ پر ځای له تاسو سره خبرو ته کېني.

۷ ـــ ستاسو د خوب رګ پېژني:
هغه په دې باندې پوهېږي، چې څه وخت ستاسو تر څنګ حضور ولري، له تاسو سره په خبرو کې له څه ډول لغتونو څخه ګټه واخلي او دغه راز تاسو ته څه ډول ډالۍ واخلي، ترڅو خوشاله شئ، په بله وینا هغه باید ستاسو د خوب په رګ باندې پوه شي.

۸ ـــ شوخ طبیعته دی:
شوخ طبیعتي یې له ځانګړتیاوو څخه ده، لکه څنګه چې تاسو کولای شئ ټوکه ورته ووایئ او په ګډه سره وخاندﺉ.

۹ ـــ منطقي دی:
داسې یو څوک وټاکئ، چې له تاسو څخه منطقي هیلې ولري، موږ ټول انسانان کله وخت تېروتنه کوو او دا یوه طبیعي چاره ده، هغه نباید تاسو ته داسې معیارونه وټاکي، چې خپله ورته ژمن نه دی.

۱۰ ـــ خوشبین دی:
د ژوند شریک مو له تاسو او اړیکې څخه خوشبینانه تمې لري، هغه له ځانه منفي افکار لرې کوي او په یوې ښې او اوږد مهالې اړیکې باندې باور لري.

۱۱ ـــ مسؤولیت منونکی دی:
هغه نباید تاسو یوازې د خپلو ټولو خوښیو سرچینه وګڼي، هر څوک د خپل ژوند د خوښیو مسؤول دی، تاسو کولای شئ، د دې خوښۍ لویه برخه واوسئ، خو ټوله نه.

۱۲ ـــ خپل احساسات کنټرولوي:
د ژوند یو ښه شریک تاسو ته درنښت کوي، تل مو نه کنټرولوي او نه هم نیوکه درباندې کوي او د نورو پر وړاندې ستاسو د شرمنده ګۍ سبب نه کېږي.

۱۳ ـــ خپل وخت له تاسو سره وېشي:
همغږي د مناسب فرد یوه بله ځانګړتیا ده، هغه د ګډ کار په ارزښت باندې پوهېږي او په دې باندې هم ښه پوهېږي، چې له یوه لاس څخه ټک نه خېژي.

۱۴ ـــ خپلواک دی:
هغه خپلواک او مسؤول دی او هر کله، چې اړتیا ولرﺉ، نو ستاسو تر څنګ دی.

۱۵ ـــ له تاسو څخه ملاتړ کوي:
هغه تاسو هڅوي، ترڅو غوره واوسئ، ستاسو له بریا څخه نه وېرېږي او تل مو ښېګڼه غواړي.

۱۶ ـــ باوري دی:
په مذهبي اعتقاداتو باندې د ژوند د شریک پابند اوسېدل، د کورنۍ د ټینګښت یو له مهمو ارکانو څخه ګڼل کېږي او د دې ښکارندویي کوي، چې د خپل ژوند دندو ته به هم ژمن وي.

۱۷ ـــ کولای شي ووايي وبښئ:
هغه کس، چې د خپل ځان په اړه یې معلومات پیدا کړي وي، کله یې چې تېروتنه کړې وي، نو د وبښئ له ویلو څخه نه وېرېږي.

۱۸ ـــ ستاسو تر ټولو غوره دوست دی:
د ژوند یو ښه شریک باید یو ښه دوست هم وي، کله چې یوه اړیکه له ستونزو سره مخامخ کېږي، د دواړو لورو دوستي او صمیمیت دی، چې ژغوري یې.

۱۹ ـــ رښتینی او د باور وړ دی:
هغه هېڅکله تاسو ته دروغ نه وایي، که له کوم بل چا سره یې لیده کاته کړي وي، نو غوره ګڼي، چې له تاسو سره خپلې اړیکې ته د پای ټکی کېږدي، تر دې چې دوکه درکړي او د ځور لامل مو شي.

۲۰ ـــ تل د اړیکې د ښه والي لپاره هڅې کوي:
د ژوند یو ښه شریک پوهېږي، چې اړیکه پام او هڅې ته اړتیا لري، له دې امله ډېره زیاته هڅه کوي، چې اړیکه په ښه او غوره بڼه پرمخ لاړه شي.