په ژوند کې هدف درلودل څه ګټه لرئ؟

په دې اړه ډېري ليکني شوي دي خو زه غواړم ، مختصر پری خبری وکړم. ژوند پرته له موخو هېڅ دی. که موږ او تاسو مشخصې موخې و نه لرو، هېڅکله به بریا ته و نه رسېږو. ځکه چې خپلو موخو ته رسېدل بریا بلل کېږي.

کوښښ وکړئ په ژوند کې مشخص اهداف ولرئ او د هغه لپاره کار وکړئ. په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره تفکر، تمرکز او دقیق اوسېدل ډېر اړین وي؛ خو اکثره انسانان دا خویونه نه لري. له همدې کبله د برياليو کسانو شمېر کم دی او ډېر لږ خلک ښه راتلونکی جوړوي.

که غواړئ پخپل ژوند کې ژر مثبت بدلون حس کړئ او د بریا تر لوړو پوړیو ورسېږئ؛ نو دا لارښوونې هېڅکله مه هېروئ: 

١: تر ټولو لومړی په خدای ج توکل، باور او دهغه ارادې او رضا ته تسلیمېدل دي.

٢: د ژوند بریالی سفر دومره آسانه هم نه دی؛ ستونزې د ژوند حتمي برخه ده. نو که د خپلو اهدافو لپاره قوي هوډ و نه لرئ، بریالیتوب سختېږي. هڅه وکړئ، د کار تر شروع کولو وړاندې قوي هوډ او عظم ولرئ. بریالي خلک همداسې کوي.

٣: منظم پلان
د هر کار ترسره کولو لپاره ښه او منطم پلان جوړوي. خو تاسو به وایئ، چې ښه او منظم پلان څنګه وي؟ موږ یې درته ځوابوو. د هر کار تر کولو وړاندې لاندې پوښتنې ځواب کړئ.
ـ د کار ارزښت څومره دی؟
ـ څنګه یې باید ترسره کړم؟
او نور ...

٤: هدف مو وپېژنئ 
 کله چې خپل ارزښتونه وپېژندل نو خپلې موخې واضح کړئ. غواړئ څه اوسئ؟ غواړئ څه وکړئ؟ بايد پوه اوسئ چې د نړۍ انسانان يو ډول نه دي او موخې هم بدلې وي. له ده وروسته خپلو موخو پسې کوټلي ګامونه واخلئ. باید ووایم چې موخې ته رسېدل سخت نه وي خو پيل سخت وي. کوښښ وکړئ هر څومره ژر چې کېږي د خپلو موخو پسې تګ پيل کړئ.

٥:  مطالعه وکړئ 
مطالعه خپل همېشنی مصروفیت وګرځوئ. مهمه نده چې تاسو دې ډېره مطالعه وکړئ؛ خو دا مهمه ده چې هره ورځ مطالعه وکړئ. لوستل ستاسو فکري وړتیا او نړۍ لید پراخوي او پدې توګه ډېر ژر د کامیابۍ پر لور تللای شئ.

ټول انسانان په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، خو پیاوړی کسان هغه دي، چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي، له لوېدلو څخه وروسته بیا راپورته شي او د خپلې موخې لپاره وجنګېږي، هېڅکله خپلو هیلو ته له رسېدلو څخه پر شا نه شي.
د ژوند په اوږد مزل که به ډېر پړاوونه ووهي.

ښه بد، خوشحاله او له خپګان څخه ډک وختونه به په خپلو سترګو وويني، په څنګ کې ورسره دا ټول یو حالت دي چې یوه ورځ به پای مومي، او یو داسې وخت به وي چې دا هر څه(ښه بد، خوشحالۍ خپګان) به یوازې د یاد په پرده پاتې شي، له دې څخه به ډېر څه زده شي، ډېر څه به وویني، ډېر څه به یوه تجربه شي.