پنځلس خنډونه، چې هر څوک له بریا څخه لیرې کوي

هر فرد له ډېرو زیاتو فرصتونو سره مخامخ کېږي، خو ډېر کم کسان له دې فرصتونو څخه د خپلې بریا لپاره کار اخلي. له بلې خوا په ناکامو کسانو کې عیبونه او محدودیتونه شتون لري، چې د دې کسانو د بریا او دغه راز له خپلو وړتیاوو څخه د ګټه اخیستنې په لاره کې یې خنډ ګرځي.
 
۱ ـــ خپل وخت بېځایه تېروي
ناکام کسان د یوه کار یا یوې پروژې ترسره کول دومره ځنډوي، ترڅو بشپړ چمتووالی پیدا کړي او ټول هغه لاملونه، چې له نظره یې اړین دي، چمتو شي او له دې وروسته اقدام وکړي، خو همدا وخت وژنه او یا هم بېځایه وخت تېرول د دوی د بریا په لاره کې خنډ ګرځي. هغه څه چې د بریا لپاره اړین دي، بېځایه په تمه نه پاتې کېدل او په چټکه توګه لاس په کار کېدل دي. بریالي کسان په تمه نه پاتې کېږي، بلکې په چټکه توګه لاس په کار کېږي. 
 
۲ ـــ په کافي اندازه هوډمن نه دي
ناکام کسان له خنډونو او ستونزو سره په مخامخ کېدو کې، ډېر ژر تسلیمېږي، هغوی خپلو موخو ته د رسېدو وړتیا نه لري او دا غوره ګڼي، چې خوندیتوب او هوساینه یې له ګواښ سره مخ نه شي، دا په داسې حال کې ده، چې بریا ته د رسېدو لپاره، باید د خنډونو او ستونزو په لور حرکت وکړئ او په هغو باندې غلبه وکړئ. 
 
۳ ـــ منفي خبرې کوي 
ناکام کسان په هغو فرصتونو کې، چې پر وړاندې یې ظاهرېږي، یوازې ستونزې ویني، هغوی پرځای د دې، چې د خپلو موخو په لور حرکت وکړي، بانې کوي، دا په داسې حال کې ده، چې بریا ته د رسېدو لاره مثبت فکر کول دي. 
 
۴ ـــ په خپل سر کې ډېر بېځایه افکار لري
ناکام کسان تل د بریالیو کسانو په اړه خبرې کوي او هغوی ستایي، خو هېڅکله په خپله نه لاس په کار کېږي، ترڅو د بریالیو افرادو په څېر دې مقام ته ورسېږي، هغوی تل د خیالونو په سمندر کې خپله بېړۍ ځغلوي، د دې پرځای، چې خپلو خوبونو ته د رسېدو لپاره اقدام وکړي. بریا ته د رسېدو لپاره د خیالبافیو ترڅنک باید د عمل ډګر ته ور ودانګي. 
 
۵ ـــ خپلې تېروتنې نه مني 
ناکام کسان تل فکر کوي، چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کوي او اصلاً نه غواړي، چې د نورو نظرونو ته غوږ ونیسي یا له خپلو تېروتنو څخه درس واخلي؛ که له خپلو تېروتنو څخه انکار ونه کړي، په بشپړه توګه ډېری کسان کولای شي، چې له هغوی څخه درس واخلي. 
 
۶ ـــ له خپلو شاوخوا خلکو سره کمزورې اړیکې لري 
ناکام کسان په دې باندې پوه شوي دي، چې بریا ته د رسېدو او له فرصتونو څخه د ګته اخیستنې لپاره، باید خپلو اړیکو ته له وړ کسانو سره پراختیا ورکړي، له نورو سره د اړیکو ټینګولو مهارت، هغه څه دی، چې بریالیو کسانو هغو ته لاسرسی پیدا کړی دی، خو نور هم باید په خپل ځان کې دا مهارت رامنځته کړي، ترڅو وکولای شي، چې بریالي شي. 
 
۷ ـــ هغوی په خپلې روغتیا باندې پام نه کوي 
هرڅومره، چې ډېر بریا ته د رسېدو په لټه کې واوسئ، په هماغه اندازه باید خپلې روغتیا او سلامتیا ته هم ارزښت ورکړئ او د خپل استراحت لپاره باید وخت په پام کې ونیسئ؛ ناکام کسان هېڅ خپل بدن ته پام نه کوي او دا چاره په دوی کې جسمي او اروایي ستونزې زېږوي. 
 
۸ ـــ خپل وخت له نامناسبو کسانو سره تېروي
بریا ته د رسېدو لپاره، باید له هغو کسانو سره خپل وخت تېر کړئ، چې تاسو ته انرژي درکوي او درنه ملاتړ کوي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږئ، خو ناکام کسان خپل وخت د ځان په څېر کسانو سره تېروي، چې هېڅکله د خپلو خوبونو د رښتیا کېدو په لټه کې نه دي. 
 
۹ ـــ خطر منونکي نه دي 
هېڅوک د ماتې او ناهیلۍ هیله نه لري، خو بریالي کسان له ماتې څخه درس اخلي او هغه موخې ته د رسېدو لپاره مهم لامل ګڼي، برعکس ناکام کسان له ماتې څخه ناسم انځور لري او پرځای د دې چې خپل ځان د یوه کار ترسره کولو او یا هم له فرصت څخه ګټه اخیستلو ته ژمن کړي، غوره ګڼي، چې هېڅ اقدام ونه کړي، ترڅو ماتې ونه خوري. 
 
۱۰ ـــ له نورو څخه مننه نه کوي 
د ناکامو کسانو نه خوښېږي، چې خپل شته څیزونه له نورو سره ووېشي، هغوی ډېر بدبین دي او له ټیمي کار سره لېوالتیا نه لري. بریا ته د رسېدو لپاره، باید په خپل ځان کې د مننې کولو حس پیاوړی کړئ او د نورو له پرمختګ سره مرسته وکړئ، ترڅو تاسو هم بریالی شئ. 
 
۱۱ ـــ له خپل کار سره هېڅ مینه نه لري 
ناکام کسان خپلې دندې ته د ګټې د سرچینې او د ژوند د لګښتونو د پوره کولو په سترګه ګوري، دا په داسې حال کې ده، چې له کار سره د مینې لرل او له نورو سره د مرسته کولو چمتووالی، بریا ته د رسېدو لپاره اړینه چاره ګڼل کېږي.
 
۱۲ ـــ خپل وخت ته ارزښت نه ورکوي
ناکام کسان خپل وخت ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، په داسې حال کې، چې بریا ته د رسېدو لپاره باید له خپل وخت څخه په ښه توګه ګټه واخلئ او د هغو کارونو په لټه کې واوسئ، چې تاسو خپلې موخې ته رسوي. 
 
۱۳ ـــ نه یې خوښېږي، چې د ژوند خوندونه پرېږدي
په نننۍ نړۍ کې ټول غواړي، چې ژر تر ژره خپلو خوبونو ته ورسېږي، خو ناکام کسان چمتو نه دي، چې خوندونه او تفریحګانې خوشې کړي او لږ زغم ولري، ترڅو اقدامات یې د خوښې وړ پایلې ته ورسېږي، دا په داسې حال کې ده، چې باید صبر او زغم ولرو، ترڅو له ننګونو څخه تېر شو او بریا ته ورسېږو. 
 
۱۴ ـــ د پرمختګ په لټه کې نه دي
ناکام کسان غوره ګڼي، چې همدا وضعیت وساتي او اصلاً د بدلون او پرمختګ په لټه کې نه دي، بریا ته د رسېدو لپاره باید په دوامداره توګه د خپلو موخو او خوبونو په لور د پرمختګ او حرکت په حال کې واوسو. 
 
۱۵ ـــ په خپل ځان باندې باور نه لري 
بریالي کسان له ځانه خبر دي او د خپلو وړتیاوو په اړه معلومات لري، خو ناکام کسان اصلاً نه پوهېږي، چې څومره استعداد او وړتیا لري او په همدې خاطر په خپلو وړتیاوو باندې شک کوي.