سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۷- جیمز واټ، د بخار ماشين مخترع 

 زوکړه
جیمز واټ ۱۷۳۶ز کال کې زږېدلی. دی سکاټلینډی عالم او مخترع وو.  جیمز واټ میخانیکي انجینر او کیمیا پوه وو او هغه وخت يې شهرت پيدا کړ،  چې د لومړي ځل لپاره يې د بخار انجن يا ماشين جوړ او اختراع کړ.  د جیمز واټ د بخار ماشين اختراع د صنعتي انقلاب مهمه برخه جوړه او اغېزمن تمام شو. نوموړي دوه وادونه کړې وو او له لومړی ميرمنې يې شپږ اولادونه وو. 

زده کړې
جیمز واټ د ماشومتوب پر مهال له ناروغيو ځورېدو او دې ته جوړ نه وو چې ښوونځي کې زده کړې وکړي. د نوموړي د دغه ستونزې له امله د هغې مور تر ډېره جیمز واټ ته په کور  دننه زده کړې ورکړې. د نوموړي پلار تخنيکي ورکشاپ درلود او په عملي ډول به هم جیمز واټ له خپل پلار سره ياد ورکشاپ کې عملي کارونه کول او پر دې اساس يې ځيني عملي چارې زده او د وړاندې تګ لپاره يې انګيزې تر لاسه کړې. 

اختراګانې 
هغه وخت چې جیمز واټ پوهنتون کې محصل وو، نو نامتو اقتصادپوه ادم سمېت او کيمياپوه جوزف بلیک سره اشنايي پيدا کړه. واټ د محصلۍ پر مهال له نورو ملګرو سره  دا فکر خپل کړ چې داسې موټر بايد جوړ کړي، چې د بخار په وسيله وچليږي. واټ دغه ماشين جوړ کړ او نېږدې پنځوس کاله يې پرې تېر کړل خو د لا ښه کېدو لپاره کوم نور ګامونه پورته نه کړل. نوموړي په وروستيو کې د خپلې شوې اختراع د پرمختګ او نوې ځانګړو لپاره ستر کارونه وکړل، چې  دې سره يې تر نن ورځې نوم ژوندی پاتې دی. 

د جميز واټ په اړه ويل کېږي چې دی لومړی کس نه و چې د بخار انجن يې جوړ کړ، يانې له وړاندې دې برخه کې تر يو بريده کارونه شوي وو او نظريه يې هم  موجوده وه. خو واټ په داسې ډول د بخار ماشين وړاندې کړ، چې له ده وړاندې يې شتون نه درلود. 

د جيمز واټ بله لاس ته راوړنه د کاپۍ ماشين منځته راوړنه وه. نوموړي د يو انجن د ځواک د مالولو لپاره هارس پاور يوون يا واحد رامنځ ته کړ. وروسته د هارس پاور  اصطلاح د واټ په  نوم شوه چې  تر نن ورځې  ورته واټ وايي.  

ديني ليدلوری
د جميز واټ پلار او مور عيسويان او د کليسا مشران هم وو. نوموړی د ژوند په  اوږدو کې د خپل پلار او مور پر ديني ليدلوري نه وو او تر ډېره  يې فکر له ساينس او عصري علومو سره وو. د ژوند په وروستيو کې نوموړي يوازې داسې عقيده خپله کړه، چې پر خدای يې باور درلود. جميز واټ د ۸۳ کالونو په عمر ۱۸۱۹ز کال کې ومړ.