سل اغېز لرونکې څېرې؛ ۶- سیمون بولیوار، د ۶سويلي امريکا هېوادونو خپلواکۍ اخېستونکی 

زوکړه او کورني ژوند 
سیمون بولیوار  په ۱۷۸۳ز کال کې د اوسنۍ وینزویلا  پلازمېنه کاراکاس کې زږېدلی وو. نوموړی يوه شتمنه کورنۍ کې پيدا شوی وو. دا لا ماشوم وو چې پلار او مور يې مړه شول. د  سیمون بولیوار روزنه او لويونه د هغې د زېږون وخت نرسې او نېږدې ملګرو کړې ده. نوموړي واده کړی وو، خو دوه کاله وروسته يې ميرمن ومړه او دې سره  سیمون بولیوار ژمنه وکړه، چې دويم واده به نه کوي؛  ژوند يې سياست او پوځي برخه کې زده کړو ته ځانګړی کړ. نوموړي د خپل کونډ ژوند څخه خوښ وو او ويلي چې که چېرې ما واده کړی وای،  نو اوس به جنرال بوليوار او د خپلواکۍ اتل نه وای. 

زده کړې
هغه مهال چې  سیمون بولیوار له پلار مور يتيم پاتې شو، نو ښوونکو ورته د خپلواکۍ او ازادۍ درسونه ورکړل او  د نوموړي په ذهن کې خپلواکي د يو ارزښت په توګه پاتې شوه. نوموړی د ځوانۍ پرمهال اروپايي هېوادونو- هسپانيې، فرانسې، ايټاليا، جرمني  او نورو ته لاړ. هلته يې هم زده کړې وکړې او هم يې د مبارزې او خپلواکۍ اخېستلو انګيزې غښتلې شوې. 

سياسي مبارزه
سيمون بوليوار جرمني کې له الکساندر فون هومبولت نومي فيلسوف سره وليدل. دغه جرمن عالم بوليوار ته وويل، چې پنځه کاله يې په لاتين يا سويلي امريکا کې تېر کړي دي او دې پايلې ته رسېدلی دی، چې وینزویلا  او د سويلي امريکا نور هېوادونه خپلواکۍ اخېستو ته چمتو دي، خو نه پوهيږي، چې څوګ به دغه خپلواکۍ ورته اخلي. دې ته ورته خبرو بوليوار وهڅولو چې خپل هېواد وینزویلا  او د لاتين امريکا د خپلواکۍ لپاره هڅې پيل او د هسپانيې له اشغال يې ازاد کړي. ور پسې دی ايټاليا ته لاړ؛ هلته د نيپليون له سياست او حکومت اغېزمن شو او دې فکر کې شو، چې د سويلي امريکا هېوادونو د خپلواکۍ لپاره  د نيلپيون په څېر يو کس ته اړتيا ده. نوموړي د وینزویلا  د خپلواکۍ  غورځنګ  جوړ او خلکو ته يې دا فکر ورکړ، چې دا هېواد بايد د هسپانيې  له نيواک  خلاص شي. ۱۸۱۱ کال کې د بوليوار په هڅو د وینزویلا د خپلواکۍ جرګې دغه هېواد يو خپلواک هېواد اعلان کړ  او له هسپانيې  يې ځان جلا کړ. دې سره وینزویلا خپلواکي تر لاسه او بوليوار د وینزویلا  د خپلواکۍ پوځ  کې دنده واخېسته. له يو څه وخت وروسته هسپانيې بېرته پر وینزویلا   بريد وکړ او دغه هېواد يې لاندې کړ. 

۱۸۱۳ کال کې نوموړي د هسپانيوي ښېلاک پر وړاندې درنې جګړې وکړې او هېواد يې ازاد کړ. دې جګړو سره د وینزویلا  ثبات ګډوډ شو او د هېواد خلک چې ښېلاک سره يې عادت اخېستو وو، په دې خوښ وو، چې غلامان دې وي، خو چې ارام وي. د هسپانيې له يرغل سره د خلکو عادت سبب شو، چې دوی د بوليوار پر وړاندې پورته او وینزویلا  کې کورنۍ جګړې پيل شي. د کورنيو جګړو په پايله  کې د وینزویلا  خلکو بيا سيمون بوليوار پسې واخېست او هېواد بيا ځلي د هسپانيې په لاس کې ولوېد. 

د درېيم ځلي خپلواکۍ اخېستنې په ترڅ کې بوليوار له بريتانيا مرسته وغوښته او په ۱۸۱۹ کال بيا پر دې بریالی شو، چې خپل هېواد ازاد کړي. نوموړي د خپل هېواد وینزویلا  ترڅنګ د سويلي امريکا   اکوادور هېواد له هسپانيې ازاد کړ او دې سره ورته آزاد کونکي
  نوم ورکړل شو.نوموړي د هسپانيې له ښکېلاکه د لاتينې امريکا شپږ هېوادونه- بولیویا، کولمبیا، اکوادور، پاناما، پیرو او وینزویلا ازاد کړل او دغه هېوادونو ته اوس هم بولیوریا هیوادونه وايي. 

مړينه
نوموړي د اوږدې سياسي او پوځي مبارزې او د لاتينې امريکا د شپږو هېوادونو له خپلوکۍ وروسته، ۱۸۳۰ز کال کې د نري رنځ پر ناروغۍ اخته؛ يو کال يې دې دردونکې ناروغۍ کې تېر او ورپسې ومړ. د خپلواکۍ له ګټلو وروسته نوموړي د لاتين امريکا د دغه شپږو هېوادونو د ديکتاتور ولسمشر له مقام استعفا ورکړه او وروستی کال ژوند يې د يو عادي وګړي په توګه پيل کړ. 

د سيمون بوليوار لاس ته راوړنې 
نوموړي د پاڅون له لارې واک ته رسېدلی وو، خو له خپلواکۍ وروسته يې وينزويلا ته اساسي قانون وليکلو او دغه قانون د ديموکراسۍ پر اصول برابر وو. دی د خپلواکۍ اخېستو په لار کې درې ځلې مات او له هېواد وتښتېد، خو تر هغې چې خپلواکي يې ګټلې نه وه، له مبارزې شاته نه شو. د وینزویلا  هېواد رسمي پيسې د بوليوار په نوم دي او وینزویلايي بوليوار نوميږي. له وینزویلا وراېخوا، د بولیوریا هیوادونو پر پيسو د نوموړي انځور شتون لري او په لوړه سترګه ورته کتل کېږي.