په افغانستان کې د څېړنیز کار تاریخ ته په کتو سره ویلی شو چې زموږ د هیواد په نسبت په نوره نړۍ کې څېړنیز کار ته ډير اهمیت ورکول کیږي او د څېړنو پر مټ هر پرمختګ ممکن شوی دی. په نوره نړۍ کې د حکومت د پالیسي، اکاډیمیکو نهادونو او غیر حکومتي ادارو کې د څېړنیز کار لپاره ډيره بودیجه په نظر کې نیول کیږي او په مصرف رسیږي، خو په افغانستان کې تر اوسه دې برخې ته توجه نده شوې.
په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته ان دا هیله هم له منځه تللې چې د ریسرچ او تحقیق لپاره دې په ملي بودیجه کې بودیجه په نظر کې ونیول شي، او یا دې ځینې اکاډیمیک نهادونه لکه د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو اکاډیمي او یا خصوصي پوهنتونونه دې د مسلکي څېړنیز کار په برخه کې پر پښو ودرول شي. د «حکومت پالیسي او د کادرونو تیښته» دواړو دا ارمان زیانمن څه بلکه ان له منځه وړی دی.
په دې اونئ کې ما د څېړنیزې سروې د اصولو ځينی کتابونه مطالعه کول نو غوره مې وبلله چې ځينې نقطې یې له افغان محصلینو او څېړونکو سره په خپله ژبه شریکې کړم، تر څو په دې برخه کې د لا زیاتې او دوامداره مطالعې په برخه کې مرسته وکړي.
دا اصول له مختلفو منابعو څخه را اخیستل شوي چې یوازې لنډیز یې دلته په پښتو ژبه لیکم.
- د څېړنیزې سروې لپاره باید مشخص هدف وټاکل شي:
- د څېړنیزې سروې څخه ور هاخوا موجوده ارقام (دوهم لاس ډاټا) هم وکاروی:
سروې هغه مهال په لاره اچول کیږي کله چې یو شخص یا نهاد پر دې باوري شي چې د یوې موضوع په اړه پوره ارقام یا مالومات موجود نه دي، نو باید سروې ډيزاین شي تر څو تازه او اول لاس مالومات را ټول شي. کله یوازې د سروې ډاټا بسنه نه کوي، بلکه باید د دوهم لاس مالوماتو سره په داسې شکل یو ځای شي چې هدف ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي او یا مکمل مالومات ترې تر لاسه شي، خو که دا مالومه شي چې سروې ته ضرورت دی نو بیا باید د سروې د ډیزاین په اړه غور وشي او د نمونې یا سیمپل انتخاب په اړه ډير کاروشي چې له نفوس څخه په مسلکي ټوګه سیمپل یا نمونه انتخاب شي.
- د سیمپل / نمونې انتخاب باید په داسې شکل وشي چې د نفوس سم استازیتوب وکړي او پر ټول نفوس د تعمیم وړ وي:
د نمونې انتخاب د سروې په برخه کې یو مهم قدم یا مرحله ګڼل کیږي چې د غیر پلان شوي انتخاب مخنیوی کوي او د سروې د نفوس د هر اړخیزې پیژندنې په برخه کې مرسته کوي. کله چې د سیستماتیک انتخاب یا نمونې خبره کوو نو د دې خبرې اطمینان تر لاسه کیږي چې د سروې لاندې د نفوس هر واحد د انتخاب مساوي حق لري، نه دا چې د خلکو په خوښه یا هم د څېړونکي په خوښه یو څوک د مصاحبې لپاره په ګوته کیږي. د سېمپل انتخاب باید داسې وي چې د نوموړې سروې پایلې پر ټول نفوس د تعمیم وړ اوسي.
په ځينو څېړنیزو سروې ګانو کې د څېړنې واحد په تصادفي ډول نه وي غوره شوی چې غیر احتمالي/تصادفي انتخاب بلل کیږي. د غیر تصادفي انتخاب لپاره خپل مشخص اصول دي چې باید په نظر کې ونیول شي، او د سروې پایلې د اعتماد یا اطمینان او تخطي د یوې مشخصې اندازې سره پر نفوس د تعمیم وړ وي.
کله چې د یوې سروې د پایلو د اطمینان یا اعتبار سطحه کتل یا اندازه کیږي، په لومړي پیل کې د ډيزاین په برخه کې د سیمپل یا نمونې انتخاب کتل کیږي، نو بایده ده چې څېړونکي د نمونې انتخاب په پوره دقت او د علمي اصولو په رڼا کې وکړي. د نمونې انتخاب یو لوی او پیچلی بحث دی چې ډيری وخت څېړونکي د ساینسي اوصولو په نظر کې نیولو، وخت او مصرف له اړخه له ستونزو سره مخ کیږي، خو دا خورا مهمه ده چې څېړونکي دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه د نمونې ساده یا کمزوری انتخاب او یا هم غلط انتخاب د سروې پر اعتماد مستقیم اغیز پریباسي او د تحقیق د اطمینان او اعتماد سطحه را کموي.
تر کومه چې ما ځینې څېړنیز راپورنه لوستلي دي، یا په خاص ډول د پوهنتونونو د محصلینو منوګرافونه مطالعه کړي دي ډيری هغه یې د نمونې د انتخاب په برخه کې جدي ستونزې لري چې ددې کار تر شا څو عمده دلیلونه موجود دي:
- زموږ په اکاډیمیکو نهادونو کې د ریسرچ میتود په کمه اندازه تدریس کیږي او یا هم په سمه توګه نه تدریس کیږي،
- د محصل کار ته هومره ارزښت نه ورکول کیږي، او محصلین هم یوازې د ډيپلوم د تر لاسه کولو لپاره زحمت باسي نه د ریسرچ یا تحقیق د زدکړې په خاطر،
- هر څوک پر دې باور دي چې په تحقیق پوهیږي او اضافي زدکړې ته ضرورت نلري، یا دا چې د نمونې د انتخاب په برخه کې خپله نه پوهیږي خو له نورو څخه کافي کوي،
- تازه څېړونکي او محصلین خپل کار د بیا کتنې لپاره مشرانو استادانو، یا څیړونکو ته د کتنې او ارزونې لپاره نه استوي،
- داسې نور دلیلونه هم شته چې اشاره ورته کیدای شي، خو هر څیړونکی باید په دې برخه کې ځان پر زحمت کړي او زدکړه وکړي ځکه د څېړنو په برخه کې امکانات زیات دي او هیڅ پوښتنه عیب نده.
Research Design – Concepts and cases, second edition – by: Deepak Chawla, Neena Sondhi
- سروې مو داسې ډيزاین کړی چې د بودیجې او تخطي د اندازې بیلانس یې برابر وي:
د سروې د نمونې او عمومي تخطي برخې ته باید جدي پاملرنه وشي او مسلکي څېړونکي هڅه کوي چې د سروې لپاره د امکاناتو او تخطي تر منځ بیلانس وساتي. یانې که چیرته مو امکانات کم وي، هڅه مه کوی چې لوی اندازه نمونه انتخاب کړی، بلکه کولی شی د سروې مقصد او وسعت داسې وټاکل شي چې د موجوده امکاناتو تر بریده د عملي کیدو وړ وي.
د مثال په ډول: یو څېړونکی د شخصي او دولتي پوهنتونونو د حقوقو پوهنځي د محصلینو په اړه څېړنه تر سره کوي، نو که امکانات زیات وي کولی شي د ټولو ولایتونو پوهنتونونه د نمونې په شکل انتخاب کړي خو که وخت او مالي امکانات یې کم وي، نو د څېړنې مقصد او وسعت دې کم کړي او یوازې کابل ولایت دې انتخاب کړي او یا دې هم یو څو ولایتونه په نظر کې ونیول شي.
- د سروې د پوښتنیلک په برخه کې باید پوره هڅه وشي چې د سوالونو الفاظ د سروې د مفهوم او د نفوس کلتور ته په کتو سره وکارول شي:
له مفهوم ور اخوا، د سوالونو د پوښتلو طرز، او د ځوابونو کټګوري د سروې پر پایلو اغیز لرلی شي، ځکه د سوالونو د ځواب د طرح کولو په برخه کې باید احصائیوي درجهبندي په نظر کې ونیول شي. د سروې سوالونه باید په داسې شکل ولیکل شي چې د ځواب ورکونکي شخص د ناارامي سبب نشي او باید د مرکه کیدونکي/و احساسات را ونه پاروي، نو ځکه مهمه ده چې څېړونکی باید د سروې د نفوس د کلتور او ټولنې په اړه بشپړ مالومات ولري او داسې الفاظ وکاروي چې ټولو ته یو ډول تعریف یا مانا ولري.
د مثال په ډول: څېړونکی باید د داسې الفاظو له کارولو ډډه وکړي چې د یوې مشخصې سیمې یا ولایت پورې اړه لري، بلکه باید داسې الفاظ وکاروي چې د سروې ټول نفوس یې په یو ډول تعریف کړي.
څېړونکي ته په کار دي چې هر پوښتنلیک له ډیزاین او ژباړې ( که اړینه وي) څخه وروسته ټسټ کړي، چې د ټسټ په جریان کې د پوښتنو مفهوم، محتوای، منطقي تسلسل، او تعریفونو ته پاملرنه وکړي. همدارنګه، د سروې په جریان کې باید د مرکه کیدونکي شخص وخت هم په نظر کې ونیول شي، ځکه که سروې اوږده او ستړې کونکې وي نو مرکه کیدونکی شخص هڅه کوي چې سروې له سره تیره کړي او سطحي جوابونه ورکړي. په افغانستان کې کیدای شي یو څوک مستقیم ونه وایي چې سروې مو ډيره اوږده ده، بلکه د ژر (لکه هو یا نه) په ورکولو سره هڅه کوي چې قصه مو در خلاصه کړي او ځان د سروې له جنجال وژغوري.
پوښتنلیک باید داسې ډيزاین شي چې د مرکه کیدونکي د ستړیا باعث نشي. دلته د مرکه کونکي مسلکي او ټولنیزه وړتیا هم خورا مهمه ده چې له مرکه کیدونکي شخص سره څنګه مخ کیږي، څنګه ځان او سروې او د سروې هدف ورپیژني، څنګه د سروې د مستقیم او غیر مستقیم فایدې په اړه ورته وایي او د سروې په جریان کې له کومو داسې تاکتیکونو کار اخلي چې مرکه کیدونکی له مرکې خوند واخلي او درست و کره ځواب ورکړي. ځینې پوښتنلیکونه داسې دي چې مرکه کیدونکی شخص یې پخپله ډکوي، په دې برخه کې معرفي او د پوښتنلیک ظاهري ډيزاین/بڼه ډیر رول لري.
د پوښتنلیک په اړه به یوه بیله مقاله ولیکم – انشاالله
- د مصاحبې / مرکې لپاره مرکه کونکي د سروې د هدف او د مرکې د تاکتیکونو په اړه سم وروزی:
مرکه کونکی باید د سروې په ځینو مفهومونو وپوهیږي، او ښه ده چې له پخوا ځینې تعریفونه ورته ولیکل شي تر څو د مرکې پر مهال له ستونزې سره مخ نشي.
د مرکې د مدیریت او د ښه مرکه کونکي د خصوصیاتو په اړه ډیر کتابونه شته او یا د څېړنو په اړه اکثرو کتابونو کې یې په اړه پوره مالومات شته دي چې باید په دقت ولوستل شي او د څېړنیز کار پر مهال عملي شي.
- د سروې د ساحوي کار تر مخه د پوښتنلیک ازمایښت خورا مهم دی:
زما شخصي تجربه ده، په افغانستان کې مو د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې سره په یو ډیر نوي میتود یوه سروې تر سره کوله، خو پوښتنلیک باید په ټابلیټ یا موبایل کې ډيزاین شوی وای، نوموړی پوښتنلیک مو ۷۴ ځله تغیر او سره سم کړی وو.
بل، د افغانستان روڼتیا څار ادارې سره د فساد ملي سروې پوښتنلیک به مې هر دوه کاله وروسته بیا بیا ټسټ کولو، ځکه هر کال به مو نوي څه ذهن ته راتلل او د تیرې دورې له سروې مو یو څه زده کول.
د افغان څيړونکو لپاره، د فساد ملي سروې راپور د کمي سروې ښه نمونه ده چې ویې ګوري او یو څه ترې زده کړي ځکه هلته هڅه شوې چې د څیړنیزې سروې له اصولو او نړیوالو سټنډرډونو سره سمه تر سره شي.
- د سروې د هرې مرحلې لپاره نظارت مهم دی چې باید منظم پلان ورته چمتو شي:
تر کومه چې ما کمي سروې تر سره کړې دي، د نظارت لپاره مو منظم پلان درلود چې څو مرحلهایز نظارت مو تر سره کاوو، یانې د کار نظارت د ناظرینو لخوا، د ولایتي مسولینو لخوا، د دفتر د ناظر لخوا، له مرکزي دفتر څخه د تلفون پر مټ، د پوښتنلیک د ایډیټ پر مهال (ساحه کې) او بیا احصائیوي ټسټونه چې د ډاټا د تحلیل پر مهال عملي کیږي.
- انساني کرامت او د څېړنو د اخلاقیاتو په چوکاټ کې څېړونکی باید هڅه وکړي چې د ځواب کچه لوړه وساتي:
کله ځینې مرکه کیدونکي د مرکې په جریان کې ځینې اندیښنې د پوښتنو په ډول مطرح کوي، نو څیړونکی یا مرکه کونکی باید داسې حالت لپاره چمتو او روزل شوی وي. د مرکه کیدونکي شخص ډاډ او د محرمیت راز ساتل د مرکې د ځواب ورکولو کچه لوړوي او دې ته کار ته باید پوره پام وشي.
په ځینو مسلکي څیړنو کې، د مرکه کیدونکي شخص د ملتیا په خاطر ځینی کارونه ترسره کیږي تر څو د سروې پر مهال یې همکاري ډيره او د ځواب ویلو کچه لوړه وي. د مثال په ډول، د سروې څخه تر مخه د وخت اخیستل، ځینې پولي تحفې په نظر کې نیول، یا غیر پولي لکه د کریډټ کارت، او یا هم داسې نور. خو باید په یاد وساتو چې د افغانستان په څير هیواد کې هیڅکله باید هڅه ونشي چې د مرکه کیدونکو د تشویق لپاره له تحفو څخه کار واخیستل شي او یا دروغینې ژمنې ورسره وشي ځکه په دې کار سره د رضاکارانه ګډون فکر زیانمن کیږي. موږ په افغانستان کې ډیری کلونه څيړنیز کار ته اړتیا لرو نو باید په سروې یا څيړنو کي ګډون خپل خوښیز او رضاکارانه اوسي.
که غواړو چې په راتلونکې سروې کې د ګډون کچه لوړه وي، باید هغه مرکه کیدونکو سره په اړیکه کې اوسو چې په لومړی سروې کې یې د ګډون کچه پیکه یا کم رنګه وه، نو په دې کار سره به هغوی په دې مطمین شي چې سروې یو ټولنیز کار دی او په دې کار سره هغوی او ټولنې ته غیر مستقیمه ګټه رسیږي.
- د ډاټا د تحلیل لپاره باید مناسب احصائیوي تحلیل څخه کار واخیستل شي او راپور د ډاټا پر اساس ولیکل شي:
کله مو چې تحلیل او د راپور لیکنې کار تمام کړ، یو ځل بیا یې تکرارآ تر سره کړی تر څو ښه مطمین شی چې کومه تیروتنه نلري، راپور مو څو ځله ولولی او له ځان سره د هر لفظ په اړه ښه غور وکړی. د لیکلو پرمهال د موضوعاتو تسلسل ته ښه پام وکړی او د عمومي مضمون منطقي تسلسل درنه خراب نشي. له دې وروسته مو راپور د بیا کتنې او نظر لپاره څو تنه تنقیدي کتونکو ته ولیږی، داسې کسانو سره یې شریک کړی چې د څيړنو د برخې او موضوع په اړه مسلکي کسان اوسي.
- د سروې د ډيزاین، میتودولوژي، پوښتنلیک او بل هر سند او مالومات د راپور سره یو ځای نشر کړی:
ستاسو د راپور میتودلوژي باید د تحلیل میتود هم ولري، دا چې ولې مو یو مشخص میتودلوژي غوره کړې، ولې مو د تحلیل له مشخص میتود څخه کار اخیستی، نمونه ګیري یا سیمیل مو څنګه او ولې په یو مشخصه بڼه ټاکلی، دا او داسې ټولو پوښتنو ته باید ځواب ولري او په راپور کې ذکر وي.
هڅه وکړی چې د راپور سره مو د ډاټا خام مواد یا ځینې چوکاټونه هم مل وي چې د سروې د عمومي فیصدي او ارقامو د شمیر مالومات ولري، دا کار مو د راپور اهمیت زیاتوي.
د مسلکي څيړونکي په څير، خپل کار ته دومره ارزښت ورکړی چې د هیچا فرمایش ته پکې ځای نه وي. په افغانستان کې دا اخلاق ډير ضعیف دي چې ستاسو مشران یا حاکمان دې د یو څيړنیز کار بېپریوالي ته احترام ولري او د خپل شخصي نظر د دخالت هڅه دې ونکړي، بلکه دا کار عمدا کوي خو که تاسو یې د څيړنو د اخلاقیاتو او اصولو په رڼا کې غوښتنې رد کړی، ستر اخلاقي جرات به مو کړی وي او خپل مسلک ته به مو ډير احترام کړی وي. د یو څيړونکي په حیث ستاسو څيړنیز کار ستاسو د شخصیت استازیتوب کوي، نو هیڅکله خپل شخصیت د کوم چا د شخصي ګټو او یا سیاسي تګلوري په خاطر مه زیانمنوی بلکه خپل کار ته او خپل شخصیت ته ژمن پاتې شی.
زه وایم: یو ځل څيړونکی، ټول عمر څيړونکی
نو تحقیق د عمر کار دی، هیڅکله داسې کار ونکړی چې خپلواکي او بېپریوالی مو له پوښتنو سره مخ شي.